(لنډه کیسه)

لاسونه او پښې یې سره وخوځول، هېڅ نه پوهېدی چي چېري او ولي دی او څه ورباندي شوي دي! په غوږونو کي یې یو ډول بونګهاری وو، سر یې سره څرخېدی او ځان په یوه تپه تیاره کي ورته ښکارېدی. د ولاړېدو هڅه یې وکړه، خو پر پښو او شا باندي یې یو لوی بوج احساس کړ، بیرته یې لاسونه بېواکه شول او ځیګر یې له ځمکي سره ونښت.

څو شېبې همداسي پُړمخي پروت وو، وروسته یې بیا د ولاړېدو هڅه وکړه، خو پر پښو او شا باندي د پروت بوج د پورته کولو توان یې نه درلود. آخر یې ښی لاس پورته لوري ته یووړ او په داسي ډول یې پر ځمکه ټینګ کړ لکه څوک چي په یو شي کي منګولي ښخوي. بیا یې کیڼ لاس هم له اوږې سره پر ځمکه په زوره تکیه کړ او په خپل ټول قوت یې د ځان ایستلو کوښښ وکړ. یو څه سره وخوځېدی او ځان یې تر څه اندازې له ورباندي پراته بوجه وایست.

آخر یې ټول ځان بهر کړ او په داسي حال کي چي په فضا کي ګرځېدونکو دوړو په ټوخي کړی وو شا وخوا یې وکتل. مخامخ ولاړه المارۍ تر نیمايي ډېره راکږه شوې او په کي پراته ټول شیان یې رالوېدلي ول. کیڼ لوري ته ورڅخه په نسبتاً لیري واټن کي پرتې پېټیاني او سر پر سر پراته کارټنونه هم ټول سره نړېدلي او بې نظمه شوي ول. لوړ یې وکتل، د کوټې په منځ کي په ځنځیر راځوړند ګروپ هم سره خوځېدی، چي د ټولو شیانو سیوري یې په حرکت راوستي ول.

لا یې ټوخل، کیڼ لاس یې پر خوله او ښی لاس یې د ښي پښې پر ځنګانه نیولی وو. د کوټې د وره پر لوري رهي شو، غوږونه یې لا هماغسي دف ول او هیڅ نه پوهېدی چي څه پېښ شوي دي.

له دې نسبتاً لویي کوټې څخه د راوتلو او هغې او اصلي دوکان تر منځ په غځېدلي سرپټي نري دالېز کي یې د ټکني-ټکني تګ پر مهال ټول څه وریاد شول. آه، چاودنه شوې وه! دی د خپل یوه ټوکرپلورونکي(بزاز) ملګري لیدو ته راغلی وو، څه ګړی وروسته یې غوښتي ول چي له کوره د هغه تر راتګه د ټوکرانو د ډک ګودام په تشناب کي رفع حاجت وکړي، او وروسته چي کله له تشنابه راوتلی او بیرته اصلي دوکان ته د راګرځېدو په حال کي وو نو یوه درنه چاودنه شوې وه. چاودنه ده ته دومره نیژدې او زوروره وه چي په المارۍ کي د ټوکرانو ټول پراته تانونه یې ورباندي رااچولي او دی یې تر لاندي کړی وو.

په همدغه وخت کي د اصلي دوکان لویي خولې ته رسېدلی وو. له دوکانه بهر هم د ټول مارکېټ فضا له دوړو، دود او یو ډول بوی څخه ډکه وه. بوی ډېر لغوړن او خواګرځن وو. څو شېبې همداسي د دوکان په خوله کي ودرېد، د هغه دواړو لوریو ته په المارۍ کي د پرتو تانونو زیاته برخه هم رالوېدلې وه؛ هر څه ګډوډ ول. د مارکېټ په نورو ټولو دوکانو نو کي هم پراته شیان سره رالوېدلي او څښتنان یې څوک په ټولولو او څوک د خپلو جامو په ټک وهلو بوخت ول. د ټولو په څېرو کې سخته وېره ښکارېده.

ده جامې ټک وهلې، وېښتان یې وڅنډل او د ښي پښې د ځنګانه سترګه یې، چي لږ-لږ درد او بریښ یې هم کاوه، په دواړو لاسونه کښېکښله. په پلټونکي نظر یې شاوخوا وکتل، د خپل بزاز ملګري زلمی شاګرد یې هم تر سترګو نه شو.

وروسته یې ځيني کسان ولیدل چی د مارکټ د اصلي وره پر لوري په وارخطايي په منډه ول. ورو-ورو را په خود کېدی، پوه شو چي چاودنه له مارکېټ سره نژدې بهر رامنځته شوې ده او خلک یې د حال معلومولو هڅه کوي. ده هم د تشناب څپلۍ وایستلې او د دوکان مخي ته کښلي تور بوټونه یې په پښو کړل او په بیړه یې د مارکېټ د کیڼ دالېز د خولې پر لوري په یوه د پوخ سن خاوند سړي پسي ګامونه چټک کړل.

دا چي له وارخطايي څخه یې بوټونه سم نه ول په پښو کړي پر سیمنټي ځمکه یې کښهاری کاوه. ځان یې د مارکېټ د اصلي ودانۍ خولې ته، چي د موټرسایکلانو او بایسکلانو له تمځي سره وصل وه، ورساوه. هورې یې د یوه کوچني هلک په وینو لژند جسد تر سترګو شو چي له یوه دوکانه پر راکښته شویو درېیو زینو یې پښې او د بدن لوړه برخه پرته وه او سر یې پر ځمکه تکیه وو. د ماشوم د بدن ډېره برخه لوڅه او سوځېدلې وه او جامې یې څېري وې. وړاندی ولاړی، د مارکېټ پر اصلي ودانۍ په څلور-پینځه متره لیري واټن کي یې د راګرځېدلي اوسپنیزي پنجرې سیخان کاږه-واږه او د هغې د نژدې یو متره سیمنټي دېوال ښه ډېره برخه یې کنډو ولیده، چي په ځینو برخو کي یې د انسانانو د بدنونو بېلابېلي برخي هم بندې وې او تر پنجرې لږ ورآخوا یې د سړک پر غاړه یو غټ شی ولید چي لویي لمبې ورباندي بلي وې.

ښي خوا ته یې وځغستل او ځان یې د پنجرو په منځ کي جوړ شوي وره ته ورساوه، هلته چي یې هري خوا ته مخ اړاوه انسانان، د انسانانو اندامونه، ویني او دودان یې لیدل. پر ځینو لویو او کوچنیو ټوټو او پرزو، چي شاوخوا خپرې شوي وې، اور بل وو. د مارکېټ او شاوخوا ټولو لیدل کېدونکو دوکانونو د لویو او کوچنيو ښیښو تر څنګ د سړک پر دواړو غاړو د ځینو ولاړو موټرونو ښیښې هم ماتي شوې وې. ځینو دوکانونو اور هم اخیستی وو. کوم لوی شی چي د لمبو خوراک وو او د دودونو خوړسکي ورڅخه پورته کېدې هغه اوس ډېر ښه لیدل کېدای شوای، ځکه وړاندي یې نیمه برخه د پنجرو په نیمايي دېوال کي ورکه وه، سم نه ښکارېدی.

هغه، په داسي حال کي چي په فضا کي د انسانانو د سوځېدلو غوښو ګرځېدونکي لغوړن بوی په تکلیف کړی وو، پر فضا باندي د سرسري، وارخطا او له حیرانۍ ډک ځغلند نظر تر تېرولو وروسته د چاودني اصلي ځای او هغه لوري ته وکتل چي ډېر اور په کي بل وو. خو یو ناڅاپه یې دواړه لاسونه خولې ته یووړل چي له ستوني څخه د وتونکي چیغې مخه ونیسي. ټول بدن یې سوړپوړ او مخ یې تک سپین شو، تر سر یې توښونه ووتل. هېڅ یې باور نه کېدی، بېواکه غوندي شا ته ولاړی او د اوسپنیز وره له میل سره وجنګېد. همدغه وخت یې ټول بدن له وېرې او وهم څخه یوه ډک رېږد واخیست، پښې یې دومره سُستي او بېواکه شوې چي نور یې د ده د بدن د بوج زغملو قوت له لاسه ورکړ. کښېناست او له ناباورۍ ډک کاته یې په لویه اوسپنه او پر هغې باندي د بل اور په لبمو کي ښخ کړل؛ بیا یې له ځان سره په غوڅو-غوڅو کلیماتو وویل: نه، نه … دا یو خوب دی! … دا حقیقت نه لري … دا امکان نه لري!!!

په کوم سپین رنګه ګړندي موټر کي چي دی راغلی وو چاودنه په هماغه موټر کي شوې وه.

سترګي یې وموښلې او سر یې وڅنډی، خو بیا یې هم هماغه منظره ولیدله. ټول حواس یې بایللي ول او هیڅ یې زړه ته نه لوېده چي چاودنه د ده په خپل موټر کي رامنځته شوې وي. خو وروسته یې ټول څه زړه ته ولوېدل، ځکه د تېرو څو ورځو په اوږدو کي ورلوېدلي شکونه یې بېځایه نه ول چي ښايي هغه یې ووژني! … ده هغه ته تر څلور کاله کار کولو وروسته یو ناڅاپه ویلي ول چي نور کار نه ورسره کوي او غواړي پاتي ژوند له خپلي کورنۍ سره تېر کړي. خو هغه بیا یوه شپه ځانګړی ورغوښتی او ورسره پر پاتي کېدو یې ټینګار کړی وو. مګر ده په ځواب کي ورته ویلي ول چي نور له دې ژونده په تنګ شوی دی او نه غواړي ادامه ورکړي.

هغه د امتیاز او واک د ډېرښت وړاندیز هم ورته کړی وو خو ده ورته ویلي ول:

  • نه صیب، لکه څنګه چي مي مخکي هم څو پلا ویلي دي زه نور له دغه ډول ژونده ستړی شوی یم، کورنۍ، مور، پلار، وروڼه، خویندي او هر څه راڅخه پاته دي، هغوی هم حق راباندي لري! … زه غواړم نور د خپل ژوند مسیر تغیر کړم. ستاسو سره مي کافي کار وکړ، فکر کوم نور بس دي. که د پیسو خبره راسره مطرح وای بالکل مي درته ویله.

هغه د دغو څرګندونو په وړاندي څو شېبې ښه ژور ورته کتلي او بیا یې په سګرېټدانۍ کي د خپل پای ته رسېدونکي سګرېټ د مړ کولو پر مهال ورته ویلي ول:

  • ډېر ښه، نو داسي معلومېږي چي تا خپله وروستۍ پرېکړه کړې ده، زه هم نور ټینګار نه شم درباندي کولای؛ خو ته به یو څو اوونۍ لا راسره يې او په همدې موده کي که دي هر وخت فکر بدل شو په ډاډه زړه کولای شې کار ته ادامه راسره ورکړې!

او نن سهار تر هغې لیدني شاوخوا دوې نیمي اوونۍ وروسته هغه دی ورغوښتی او ورته ویلي یې ول:

  • خالده، له مرکزه زما یو ډېر ځانګړی او مهم مېلمه راځي، هغه به له هوايي دګره راورسوې. اوس دا دی شاوخوا اته نیمي بجې دي، له مرکزه د الوتکي پرواز پر لس نیمي بجې رارسېږي. نو کوښښ وکړه چي پر وخت ځان ورورسوې.

ده په موټر کي د سپرېدو پر مهال له ځان سره ویلي ول چي له یوې خوا وختي دی او له بله پلوه یې د ملګري دوکان هم د لاري پر سر دی، نو ښه به دا وي چي له فُرصته په ګټه اخیستنه وروګرځي او یو څو دقیقې ورسره کښېني.

په همدغو فکرونو کي له ډوب حالته یوه وارخطا ږغ را په خود کړ:

  • آ وروره، څنګه یې؟! … زخمي شوی خو به نه یې؟!
  • نه، نه … زه ښه یم!

او وروسته یې پر ځان ږغ کوونکی سړی ولید چي په منډه ورڅخه تېر شو او ها خوا یوه بل پراته ټپي ته په ګونډو کښېناست.

په همدغه وخت کي د پولیسو او اوروژونکو موټرانو ځانګړي ږغونه هم له لیري څخه اورېدل کېدل چي ورو-ورو د پېښي ځای ته د رارسېدو په حال کي ول.

شا وخوا یې تر نظره تېره کړه چي معلومه کړي د کوم چا خو به ورپام نه وي. وروسته یې لومړی ورو-ورو او بیا په منډه ځان د مارکېټ د مقابل لوري هغه وره ته ورساوه چي یوه فرعي سړک ته پرانیستی وو. د اغوستي نصواري رنګه صدرۍ په دننه کیڼ جېب کي يې وکتل؛ توپانچه یې پر ځای وه. ځان ته یې هغې ته د مرمۍ تېرولو زحمت ورنه کړ، ځکه د توپانچې مرمۍ به یې تل تېره او مازي ماشې کښېکښلو ته منتظره وه.

د راوتلو پر مهال یې شاوخوا په دقت وکتل چي د کوم چا تر تعقیب او څارني لاندي خو به نه وي. راووت، بلي راستې ته واووښت او ګامونه یې ګړندي کړل. اوس په دې فکر کي وو چي نور په څه ډول ځان له دې ولایته د تل لپاره وباسي، ځکه ښه پوهېدی چي نور به یې هغه ژوندی پرېنږدي.

په چټکو ګامونو روان وو او د یو ډول پټي وېري او ناآرامۍ احساس یې کاوه. فکرونو یې د تېښتي د هڅي تر څنګ د تېري چاودني، له هغې څخه د خپل ځان پر معجزه یي ژغورني او پر خپلي ټولي ماضي څرخونه خوړل.

شپږ کاله وړاندي هغه وخت وریاد شو چي نوی له ښوونځي فارغ شوی او د پوهنتون د پیلولو په تکل وو. هغه مهال یې یوه ملګري، چي د ولایت له والي سره یې د دوهم سکرټر په توګه کار کاوه، د کار بلنه ورکړې وه. ده یې هم د دې لپاره چي خپلي ځیني اړتیاوي یې له دې لاري پوره کړي وي د کار بلنه یوازي د څو میاشتو لپاره منلې وه. خو هغه مهال خبر نه وو چي د کار څو میاشتنۍ موده به یې کلونو ته غځېږي.

ده په دې موده کي لومړی له خپل ملګري سره د مرستیال په توګه کار کاوه، خو وروسته ورو-ورو د والي پام ورواووښت، په پر له پسې ډول یې څو مسوولیتونه وروسپارل او چي ده په ښه ډول تر سره کړل نو میاشتنۍ تنخوا او نوري لاسته راوړني یې زیاتي او څو برابره شوې. آخر یې تر دې بریده پرمختګ وکړ چي بېخي یې والي ته په پېشنهاد کولو د ځینو رئیسانو د ګوښه کولو او مقررولو توان هم درلود.

نور یې د لوړو زدکړو کولو خیال له سره ایستلی وو، ځکه خپل ټول آرمانونه پوره شوي ورته ښکارېدل: پیسې یې درلودې، واک یې درلود، له لوړرتبه خلکو سره پورته-کښته کېدی، د کافي شناخت او شهرت څښتن وو، موټرونه یې درلودل او د ښار د نژدې ټولو دفترونو، مؤسسو او کارځایونو د ښکلو نجونو او ښځو ورسره کافي شناخت وو؛ کله کله به یې آن د دوی د زیاتو ټلیفوني مزاحمتونو له امله شمېرې هم بدلولې.

په تېرو شپږو کلونو کي په خپلو مسوولیتونو او دنده کي ښه ځلېدلی وو. په دې کي، چي څنګه یو څوک وتښتوي، څنګه پلان جوړ کړي او څنګه پټي راکړي-ورکړي وکړي، د یوه خاص مهارت څښتن وو.

که څه هم په مادي او ظاهري لحاظ یې هر څه درلودل خو بیا یې هم د دندي په وروستيو کلونو کي په ژوند کي د یو شي کمی احساساوه او یوه ورکه یې درلوده، چي فکر یې کاوه په خپلولو به یې اوسنی له سکونه تش یکنواخت او آن ځوروونکی ژوند په یوه ډاډمن او خوشحال هغه بدل شي. لومړی یې د دې ورکي د تر لاسه کولو او بیا یې په اړه د پام بدلولو لپاره ډېر څه وآزمویل، ډېرو (خوښیو) ته یې پناه یووړه. ښکلی کور یې واخیست، موټرونه یې بدل-رابدل کړل، له ښکلو ښځو سره یې شپې تېرول پیل کړل، نشو ته یې مخه کړه او سیاحتي سفرونه یې هم وکړل خو بیا یې هم خپله دا ورکه ونه موندله. اصلن چي به یې هر څومره د هغې د تر لاسه کولو هڅه کوله هغومره به ځان ورڅخه د لیري تلو په حال کي ورته ښکارېدی.

نیژدې چوک ته رسېدلی وو. یوې ټيکسي ته یې لاس ورکړ، د شا په سیټ کي يې کښېناست او چلوونکي ته یې وویل:

  • استاذه د ښار له لوی مسجد سره د نجونو ښوونځي ته درځه.
  • بېخي سمه ده وروره!

موبایل یې له جېبه راوایست، دوې-درې شمېرې یې ډایل کړې خو له یوې سره هم په اړیکو ټینګولو بریالی نه شو. آخر یې د احتیاط له مخي شا ته وکتل خو ویې لیدل چي یو بل تور رنګه موټر په نسبتاً لنډ واټن کي په پسې دی. ټيکسي چلوونکي ته یې وویل:

  • استاذه کیڼ لاس ته درکاټ شه!
  • وروره پر داغه مخامخ لار به ولاړ شو، دا پر لنډه ده.
  • څه چي درته وایم هغه وکړه! … ته دي مازي د خپلو پیسو حساب نیسه!

ټیکسي چلوونکي هم موټر کیڼ لاس ته تاو کړ خو څو ثانیې وروسته هماغه تور موټر هم راښکاره شو.

  • استاذه ښه تېز درځه او ښي لاس ته چي کوم فرعي سړک ګرځي له هغه لاري د جمال روغتون اصلي سړک ته ورووزه!

ټیکسي چلوونکي یې هم پر لارښوونه عمل وکړ، خو پر اصلي سړک تر لږ واټن وهلو وروسته یې بیا هماغه تور موټر ولید چي مخکي په پسې وو. نور یې نو شک په یقین بدل شوی او پوه شوی وو چي والي یې په ژوندي پاتي کېدو خبر شوی دی. له ځان سره یې وویل: نه، نه! زه باید په هر قېمت چي کېږي ځان وژغورم!

او په داسي حال کي چي د غوسې تر څنګ یې د وېري احساس هم کاوه او تعقیبوونکی موټر یې شا ته په پر له پسې کتلو څاری، ټیکسي چلوونکي ته یې وویل:

  • ګوره استاذه، واخله دا دي زر افغانۍ دي، خو یو کار به کوې: څومره چي دي وس وي په هغومره ډېر سرعت ځان راتلونکي الرحمن دوه لاري ته ورسوه، وروسته خو به دي د ښار مرکزي برخي ته پر تلونکي سړک کیڼ لوري ته ګرځېدلی فرعي سړک لیدلی وي، چي همدغه واټ د دوه لاري له هغه بل سړک سره نښلوي؟

ټیکسي چلوونکی یې په خوله کې ورولوېدی:

  • هو وروره، هغه د سبحان سرای اصلي دروازه چي ورته راخلاصه ده!
  • ډېر ښه! … خو تر سبحان سرای به ورتېر سې او بیا چي بیرته لوېدیځ لوري ته ښي لاس ته کاټېږې بس همدلته به مي پر دا کونج کښته کړې! هغه د … سرای خوله درښیم، څه نومېږي؟! ….
  • متین سرای یادوې! بس بېغمه اوسه، رامعلوم دی!
  • هو، هو همدغه! … خو ګوره استاذه، زه په یوه ټوپ درڅخه پلی کېږم او ته به بیرته هماغسي ګړندی د نوي ښار تر پارکه مخته ځې!

ټیکسي چلوونکي په حیرانۍ د یوې شېبې لپاره مخ ورواړاوه او په پوښتونکي نظر یې وروکتل. ده وروسته له هغه چي شا ته یې تعقیبوونکي موټر ته په بیړه سترګي ورواړولې، په جېب یې لاس دننه کړ، د زرو افغانیو یو بل نوټ یې هم ورڅخه راوایست، له بل زریز نوټ سره یې یو ځای کړ او ټیکسي چلوونکي ته یې وویل:

استاذه! زه اصلاً غواړم چي له هغه موټر څخه ځان ورک کړم. دا دي زر افغانۍ مي نوري هم درکړې او دا چي وایم ته به د نوي ښار تر پارکه همداسي ګړندی ځې په همدې خاطر وایم چي ځان مي ورڅخه ورک کړی وي!

ټیکسي چلوونکي د موټر شاڅارونکې هېنداره سره سمه کړه، په کي ورته ویې کتل او بیا یې وویل:

  • ولي، ته ولي غواړې چي ځان ورڅخه ورک کړې؟!
  • ما مخکي هم وویل څه چي وایم هغه وکړه، په نور څه کار مه لره، بس مازي دي خپلي پیسې جېب ته اچوه!

موټرچلوونکي تر یوې لنډي چوپتیا او په شاڅارونکې هینداره کي په معناداره ډول تر ورکتلو وروسته د پیسو اخیستلو لپاره لاس وراوږد کړ، ده هم د پیسو ورکولو پر مهال ورته وویل:

  • خو ګوره ښه تېز به ځې!
  • بېغمه اوسه، ورور دي پنځلس کلن ډرېور دی!

وروسته ده هم احساس کړل چي ټیکسي ورو-ورو ګړندۍ کېږي او له تعقییبوونکي موټره یې واټن په ډېرېدو دی. له نورو موټرونو څخه د وړاندي کېدو پر مهال به یوې او بلي خوا ته کږېدله او ټایرونو به یې پر سړک زړه سولوونکي ږغونه کول.

  • استاذه پام دي وي، متین سرای ته ورنژدې کېږو!
  • بېغمه اوسه، زما ورته پام دی!

درې-څلور دقیقې وروسته ټیکسي په ډېري توندۍ ښي لوري ته تر ګرځېدو وروسته څو متره ها خوا ودرېده.

  • هله کښته کېږه!
  • ډېره مننه استاذه!

او بیا په یوه ګړندي حرکت ورڅخه پلی شو. لا د سرای وره ته نه وو رسېدلی چي ټیکسي یې نسبتاً لیري د مرمۍ په څېر په حرکت کي لیدله. مارکېټ ته ننووت، په بیړه یې د لومړي پوړ زینې ووهلې او سړک ته د پرانیستي لویي کړکۍ مخي ته ودرېد. شېبه وروسته یې تعقیبوونکی موټر هم ولید چي په یوه زړه سولوونکي ږغ یې څرخ وخوړ او د ده د کړکۍ مخي ته په ډېري تېزۍ تېر شو. یو تن موټر چلاوه او بل یې شا ته ناست وو، خو ده یې څېرې ونه شوای پېژندلای. له ځان سره یې وویل: حرامزادګانو، خو ستاسي د پلار هم والله که لاس راباندي بر شي!

څو دقیقې همالته ودرېدی او چي کله د تعقیبوونکي موټر په لیري کېدو ښه ډاډه شو نو په بیړه سړک ته ووت، یوې تېرېدونکي ټیکسي ته یې لاس ورکړ، په کي کښېناست او چلوونکي ته یې وویل:

  • استاذه ایوب څلورلاري ته درځه، خو پر هاغه بل د خوشحال بابا د پوهنتون پر سړک!

نیژدې پینځلس دقیقې وروسته په ایوب څلورلاري کي له ټیکسي پلی شو. لږ واټن لار یې په پښو ووهله، وروسته یې شا وخوا په دقت وکتل، یوه بله تېرېدونکې ټیکسي یې د لاس په اشاره ودروله او چلوونکي ته یې وویل:

  • د ابدالي مېني د دوهم سړک شمالي سر! … خو وروره هر څومره ژر چي کېږي هغونه ژر مي ورسوه!
  • ولی نه وروره، خپل کوښښ خو کوو!

په ټاکلي ځای کي له ټیکسي پلی شو، شاوخوا یې تر نظر تېره کړه، خلک ډېر عادي او آرام روان ول. د هر یوه په څېره کي یې یو ډول سکون ولید چي دی یې ډېر په آرمان وو. بیا یې په ذهن کي د دوی له آرامۍ څه ډک ژوند له خپله هغه سره پرتله کړ؛ ځان ډېر کمزوری او بدمرغه ورته وایسېد. پر خپله ماضي یو ځل بیا د زړه له تله پښېمان شو او په زړه کي یې وروګرځېدل چي کاشکي یې هیڅ هم نه درلودای خو د دوی په څېر له سکونه برخمن وای. وروسته یې لاسي ساعت ته وکتل، نیژدې لس بجې وې. له ځان سره یې وویل: ځه ان شاءالله شپږو یا اوو بجو ته رسېږم، بیا که ناوخته شو ښه تېز به ولاړ شم!

او وروسته په ګړندیو قدمونو د بانک د محلي څانګي پر لوري وخوځېد.

د بانک مخي ته ودرېد، په نیم نظر یې شا وخوا وکتل او بیا وروسته ټاکلي غرفې ته ورغی. خو هلته ورته وویل شول چي بانکي اکاونټ یې د نامعلوم دلیل له مخي مؤقتاً بند کړای شوی دی او که غواړي په اړه یې پلټنه وکړي نو باید د بانک عمومي ولایتي دفتر ته مراجعه وکړي.

په داسي حال کي چي ډېر خواشینی او په غوسه وو، په بیړه له بانکه ووت. هورې یوې نیژدې ولاړي ټیکسي ته وروختی، لاس یې د موټرچلوونکي پر اوږه کښېښود او ورته ویې ویل:

  • استاذه ترکیش کافي شاپ ته ځم، هغه په نوراني چوک کي چي دی!

ټیکسي چلوونکي هم سمدستي د کیلي په څرخولو موټر چالان کړ او ځواب یې ورکړ:

  • هو لیدلی مي دی؛ بس په زور د خدای دستي به دي ورورسوم.

په ټیکسي کي د پیسو موندلو په فکر کي شو. که څه هم په بانک کي یې پیسې د لسګونه میلیونه افغانیو په شاوخوا کي وې، خو دا مهال ځان ژغورني تر هر څه ډېر ارزښت ورته درلود نو ځکه یې د بانک ولایتي څانګي ته د ورتګ خطر نه شوی قبلولای. موبایل یې له جېبه راوایست او یوه شمېره یې ډایل کړه، خو وړاندي تر دې چي تماس ټینګ شي د یو فکر په ورته پیدا کېدو یې بیرته کېنسل کړه او ټیکسي چلوونکي ته یې په یو څه تونده لهجه وویل:

  • وروره بېخي کرار روان یې، لږ تېز درځه، ډېر سخت راباندي ناوخته دی!

او نیژدې لس دقیقې وروسته چي کله د ترکیش کافي شاپ مخي ته پلی شو نو لومړی کار یې د پیسو او موټر موندلو لپاره خپل ډېر نیژدې ملګري ته ټلیفون کول ول.

  • سلام نعمان جانه زه یم، خالد! … یوه ضروري خبره مي درته کوله!
  • ته، ته یې خالد باچا! … نُمره مي دي ونه پېژندله، نوې وه!
  • ګوره یاره، في الحال ډېر وخت نه لرم، بس مازي مي یوه ضروري خبره درته کوله! ….

وروسته یې په لنډو ټکو ټوله کیسه ورته وکړه او هغه په حیرانۍ وویل:

  • ډېره دي خوا رابده کړه، دا مي هیڅ زړه ته نه لوېږي!
  • زما په خپله هم زړه ته نه لوېږي! … هغه د منحوس زوی وو او دی، خو دومره مي هم باور نه کاوه چي تر دې حده به د سپي د زوی چم کوي! … دی غواړي ما له منځه یوسي، په داسي حال کي چي د ده د ولایت موده زما د خدمت په وجه وغځېده، زما له برکته ده خپل اکثره مخالفین وځپلای شول! … خو بس یاره که زما منې په دې دنیا کي له هیچا سره ښه مه کوه، ټوله دوکان بازان دي، ټوله نمک حرامان دي، هیڅوک دي په ښه نه درځي! ….
  • ته اوس یې چيري؟!
  • زه اوس په ښار کي یم او غواړم ووزم. خو ګوره څه اندازې پیسې او یو ښه ټیټ موټر مي په کار دی … زما د بانک ټولي پیسې بلاک شوي دي! … زه باید نن په هر ډول چي کېږي له دې ځایه ووزم!
  • نو چیري ځې، ګرسره هېواده پرېږدې؟
  • نه، یو ځل ځم مرکز ته، بیا به هلته وګورم چي څه چم وکم. ده اصلن زه نه یم پېژندلی، زه به یې هم خوښ شم! یو نه بلکي په سلهاوو رازونه یې راسره دي او ته یې ګوره چي په څو ورځو کي یې پر سر دوړه ورګرځوم که نه!
  • زه غواړم تا ووینم او پیسې و موټر په خپله درورسوم، نو چېري دي لیدلای شم؟
  • ګوره، زه اوس یو ځل چټک ځم پاسپورټ، تذکره او نور اسناد مي راسره رااخلم. ته داسي یو درې پاوه یا یو ساعت وروسته ځان میوند رسټوران ته راورسوه. سمه ده؟
  • بالکل، بېخي سمه ده، بس نو هورې به سره غواړو! … خو ګوره هلکه، له ځان سره احتیاط کوه، دا ډېر د سپي زوی دی!
  • بېغمه اوسه، ستا غوندي یاران دي خدای ژوندي لري!
  • د خدای په امان!
  • د خدای په امان، د لیدو په هیله!

نعمان د ده ډېر نیژدې او زوړ ملګری او د ډېرو ترخو شپو ورځو او رازونو یار وو، درې کاله کېدل چي د ولایتي شورا غړی او نسبتاً بانفوذه شخص وو. ده ته چي کله په بانک کي د پیسو د کنګل کېدو یادونه وشوه نو تر ټولو لومړی چي یې د مرستي لپاره کوم شخص ذهن ته ورغلی وو، هغه همدغه نعمان وو.

د تماس د ختمولو پر مهال یې د موبایل سکرین ته وکتل، له ډېره ګرانښته یې د نعمان نوم په کي (د سترګو تور) لیکلی وو. په زړه کي يې له خپل دې ګران ملګري سره نوره هم ډېره مینه پیدا شوه، تر پخوا زر برابره ورته ګران شو او له ځان سره یې وویل: زما ګرانه وروره، ته ډېر ښه یې، تا هر وخت زما مرسته کړې ده!

وروسته یې یوې ټیکسي ته لاس ورکړ او نیژدې تر شل دقیقې لار وهلو وروسته د ښار په جنوبي برخه کي له خپل استوګنځي څخه،چي د یوې پلازا په درېیم پوړ کي یو آپارتمان وو، پلی شو. شاوخوا درې دقیقې لار یې د احتیاط له مخي په پښو ووهله او د معمول پر خلاف د پلازا انګړ ته د هغې د شا پر قلف شوي پنجره يي وره ورواووښت. پر زینو درېیم پوړ ته وختی، ور یې په کیلي پرانیست او خپل آپارتمان ته ننووت.

آپارتمان تیاره وو، په عادتي ډول یې کیڼ لاس پر دېوال وټپراوه او برېښنايي څراغ یې روښانه کړ. دا ځای که څه هم څلور کوټې درلودې او پر ده -چي یوازي یې د ښار په لوېدیځه برخه کي په یوه بل آپارتمان کي ژوند کاوه او یا به یې زیاتره شپې له انډیوالانو سره د هغوی په مېلمستونونو کي بانډارونه کول- لوی وو خو بیا یې هم په لوړه بیه کرایه کړی وو، ځکه کله-کله  به یې خپلي ځانګړي مېلمنې ورته راوستلې.

په بیړه خپلي د اوسېدو کوټې ته ننووت، بیک یې له المارۍ څه راواخیست پر کټ یې کښېښود او سر یې ورپرانیست. وروسته یې د مېز له جابو څخه راایستلي ټول اسناد له پاسپورټ سره یو ځای په کي واچول او ځنځیر یې وتړی. خو په همدغه وخت کي یو ناڅاپه پر ځای وچ کلک شو او یو ډول وحشتناکي وېري، چي له نورو وېرو څخه بېله وه او لومړی ځل یې محسوسوله، سیوری ورباندي وغوړاوه. ځکه د ده اوس پام اوښتی وو چي تل به یې د کور په وره کي کیلي درې ځله څرخوله او ښه په ډاډه به یې کولپاوه، خو اوس یې د وره د پرانیستو پر مهال کیلي په کولپ کي یوازي یو ځل څرخولې وه او ور پرانیستل شوی وو!

نور پوه شوی وو چي کور ته هرومرو یو څوک راغلي دي. په بیړه یې د صدرۍ له جېبه توپانچه راوایستله او ورو په پستو او بې ږغه قدمونو د کوټې د وره پر لوري ورغی. د کوټې ور همداسي پرانیستی وو، ده په داسي حال کي چي توپانچه یې په دواړو لاسونو کي له غوسې او وېري ټینګه کښېکښله او د لاسونو ګوتي یې پر ماشه ایښي وې، ورو سالون ته سر ورایسته کړ.

د ده کوټې ته مخاخ د یوې بلي کوټې ور هماغسي لکه څنګه چي دی سهار ورڅخه وتلی وو، نیمه پرانیستی وو. ورو یې د وره په خوله کي دننه وروکتل، کوټه تیاره وه او څوک یې په کي تر سترګو نه شول. غوښتل یې چي یو بل قدم هم وروړاندي شي او دننه په کي وګوري خو په همدغه وخت کي یې د سالون په بل سر کي د آپارتمان له وره سره یو نری کړپ تر غوږ شو. هماغه لوري ته د دېوال په بېخ کي وررهي شو. د سالون تر نیمايي برخي به یو څو اوښتی وو چي یو (سیو) غوندي ږغ یې واورېد او ورسره سم یې په ملا کي یو ډول درد او سوی احساس کړ. توپانچه یې له لاسه ولوېده او څرخ یې وخوړ. د لوېدو په حال کي وو خو لاس یې پر دېوال ټینګ کړ. د هماغي کوټې په مخ کي یې یو توپانچه په لاس مول وهلی سړی ولید چي دی شېبه وړاندي د ورننوتلو په حال کي وو. په همدغه وخت کي يې د یو بل (سیو) ږغ له اورېدو سره سم داسي احساس کړل لکه یو چا چي په ځیګر کي په اور یو تود سیخ ورښخ کړ.

ورو-ورو په داسي حال کي چي پښې یې بېواکه کېدې، سر یې سره څرخېدی او غوږونه یې دف شوي ول له دېوال سره تر جنګېدو وروسته لومړی په ګونډو او بیا پر سینه په سالون کي پر ځمکه ولوېد. اوس یې یوازي د هغه سړي پښې لیدلای شوای چي تور بوټونه یې په پښو ول. خو وروسته یې ورو-ورو د سترګو دید کمزوری کېدی، تر دې چي آخر ورته د هغه دواړه بوټونه په یوه برداره بوټ بدل شول او نور په ځان پوه نه شو.

هلته ولاړ سړي لا توپانچه هماغسي د ده پر لوري په دواړو لاسونو کي کلکه نیولې وه. وروسته یې خوا ته ورغی، تر ښي اوږې یې د بوټ څوکه ورلاندي کړه او پر بله خوا یې واړاوه، درې نوري مرمۍ یې هم په ځیګر کي وویشت او بیا یې د صدرۍ له جېبه موبایل ورڅخه راوایست او له پلان سره سم یې د یوې شمېرې تر ډایلولو وروسته غوږ ته ونیو:

  • سلام! … کار وشو!
  • ډېر ښه، آنو چټک ځان رارسوه، خو ګوره سخت پام کوه چي کومه بې احتیاطي درڅخه ونه شي!
  • ډاډه واوسه!
  • او شیان دي یې هېر نه سي، ټول درسره راواخله!
  • بېغمه اوسه!

د مول وهلي سړي وروسته د موبایل سکرین ته پام واوښت چي د اړیکي نیولو ثانیې یې هماغسي روانې وې او لا کېنسل شوی نه وو. بیا یې پر هغه نوم سترګي ونښتلې چي اړیکي ورسره ټینګ شوي ول: د سترګو تور!

مول وهلي سړي یو ځل په وینو کي د خالد لژند جسد ته، چي سترګي یې نیمه پرانیستي او تر خولې او سوږمو یې ویني راغلې وې، او بیا د موبایل په هېنداره کي لیکل شوي نوم ته وکتل، له پوزخنده د یوې ډکي موسکا تر کولو وروسته یې له ځان سره وویل: احمق!

او بیا د څو دقیقو په تېرېدو د شیانو تر اخیستلو وروسته له آپارتمانه ووت.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *