سعادت حسین مینټو

ژباړه: نسيمه باري –

دهغې په ټول وجود  کي یې زما سترګي ډېري خوښي وې.  سترګييې بيخي داسي وې لکه په تياره کيد موټر څراغونه چي تر هرڅه دمخه د سړي سترګي ور اوړي.  داسي  فکر مه کوئ چي د هغې سترګي به ډېري ښایښتې وې، يه داسي نه وه.زه د ښایښته او بد رنګ  تر منځ ښه  توپیر کولاي سم،دهغې سترګي ښایښتې نه، بلکيډېرې جذابي وې. زما له روغتون څخه ډېر بد راځي، خو په دې ورځ د خپل انډيوال عزيز پوښتني ته ورغلی وم چې دا سترګي مي هلته وليدې. بس د هر چا خپله خوښه وي، که چیري تاسي دا سترګي ليدلي وای، نو ويلي به مو وای چي دا سترګي خو هيڅ نه دي ښايستې، خو کله چي ما دا سترګي وليدې، نو هيڅ په ځان پوه نه سوم او له ځان سره يې يووړم.کله چي ما د هغې سترګو ته وکتل، نو نه غټي وې او نه هم کوچنۍ،نه توري وېاو نه خړي او نه هم شنې وې.په سترګو کي یې یو عجيبه غوندي ځلا ښکارېده.

د دې ښايستو سترګو والا نجلۍ  حجاب اغوستی و، خو مخ یې ښکاره و.په لاس کي یې د درملو پلاستيکي کڅوړه او يوه ماشوم تر لاس نيولې وه. هغې په وارخطایي سره ماشوم ته وویل: ولي نه ځې چي ولاړ  يې، نه سې تلای که څنګه؟ماشوم  لاس ځنې کش کړ او په درد يې ورغبرګه کړه: ړندې  دا نه دی چي درسره ځم. که څه هم ما د دوی خبري واورېدې، خو بيا مي هم  دهغې و سترګو ته وکتل.

کله چي زه دهغېخوا ته ورنژدې سوم،  نو هغې  په زهیر ږغ راته وویل:د ايکسرې عکسونه چېري اخیستل کېږي؟ د خدای کړه دي او د بده ورته کاته دي، د ايکسرې په څانګه کي زما يوه ملګري کار کاوه، ما ويل راځه زه به دي ورولم، زه هسي هم هغې خوا ته ځم.  کله چي د ايکسرې شعبې هلته ورسېدو، نو دروازه مي وروټکوله.  زما ملګري صادق دروازه را خلاصه کړه.نجلۍ ته مي وویل چي دننه راسه او هلک هلته دباندي پرېږده. صادق په کرار راڅخه وپوښتل چي دا نجلۍ څوک ده؟

ما ورته وویل چي نه يې پېژنم. د ايکسرې د څانګي پوښتنه يې راڅخه وکړه، ما هم دلته له ځان سره راوسته.

صادق انجلۍ ته وويل چي څه ناروغي لرې او د  عکس اخیستلو چا درته ویلي دي؟  نجلۍ خپلي ښايستې سترګي راپورته کړې او کرار يې وويل:  زموږ د کلي ډاکټر راته وویل چي ټوخی دي دوامداره دی، بايد د سږو عکس دي واخلې.صادق وویل چيد عکس د ماشین خوا ته راسه. کله چي هغه د ماشین خوا ته ورتله ،نو ناببره  يې سر له ماشين سره ولګېده. له دې سره سم صادق ناره کړه چي څه کوې په سترګو نه وينې؟

نجلۍ هيڅ  ونه ویل، د ماشین مخ ته ودرېده او چادري يې له ځان څخه ایسته کړه.کله چي عکس واخیستل سو، صادق وویل چي په عکس کی دي هیڅ نسته او ځيګر  دي جوړ  دي.نجلۍ نه پوهېږم چې د ځيګر په اورېدو يې څه احساس وکړ،  ژر ژر  يې  پر ځیګر  پوړنی  سم کړ.صادق له عکس سره پارچه وروليکله او نجلۍ يې رخصت کړه.

کله چي نجلۍ دباندي راووته، نو زه هم په منډه ورپسيرا ووتم.  زه پوه سوم چي زما دغه حرکت صادق ته هم شک ورواچاوه. نجلۍ د ماشوم لاس ونیو او دواړه د بګيو د تم ځای خوا ته روان سول. ماپه تلو تلو کي پوښتنه ځني وکړه چي چیري ځئ؟کله چي هغې د ځای نوم راواخیست، نو ما هم په درواغو ورته وویل چي زه هم هغې خوا ته ځم، راځئ یو ځای به سره ولاړ سو. کله چي ما هغه بګۍ ته پورته کوله، نو لاس يې زما په لاس کی و. نور مي  هیڅ هم نه لیدل، بس يوازيد هغې د سترګو د ښکلا  او ځلا په ننداره وم. زما زړه غوښت چي د هغېڅنګ ته کښېنم، خو بیا مي فکر وکړ چي داسي نه وي یو څوک مي وویني. هغه و چي نجلۍ مي د مخ په سيټ کي کښېنوله، ماشوم يې څنګ ته کښېناست او زه د شا په سيټ کي کښېناستم. کله چي بګۍ روانه سوه، نجلۍ راته  وویل چي ته څوک یې؟

– زه سعادت حسن منټو یم.

–  منټو څه شی دی؟

–  منټو  د کشمیریانو يو قوم دی

–  ښه ښه، موږ هم کشمیریان یو

–  ښهتاسي هم کشميريان ياست. موږ د کنګ وايس له قبيلې يو

–  ښه ښهدا خو لوی قوم دی

په دې وخت کي هغې وخندل او سترګي یې نوري هم ښايسته معلومي سوې.لاره خرابه وه او  بګۍ هم پورته او کښته کېده، د هغې وېښتان به پر مخ راغله او هغې به بيرته له مخ څخه ايسته کړل. اخير زما هم زړه صبر نه سو، لاس مي وراوږد کړ  او د هغېله مخ څخه مي وېښتان يوې خوا ته کړل.نجلۍ زما په دې کار بد يو نه وړل، ځکه نو ما هم موقع غنيمت وګڼلهاو دهغې لاس مي په خپل لاس کي ونیو. هغې ما ته هيڅ و نه ويل، خو څنګ ته ناست ماشوم ته يې وويل: ته ولي زما لاس کښېکاږې؟

له دې خبري سره سم ما ژر د هغي لاسخوشي کړاو ماشوم ته مي وویل چي ستاسي کور چېري دی؟ ماشوم د لاس په اشاره راته وویل چي په هغه مخامخ بازار کي دی.

بګۍ پورته پورته غورځېده، د بګۍ په هر وار  غورځېدو به د هغې سر زما له اوږو سره ولګېده. زما زړه غوښت چي د هغې سر په خپله غېږ کي کښېږدم او سترګو ته يې وګورم. په دې وخت کي ماشومبګۍ والا ته وویل چي ودرېږه  موږ کښته کېږو. بګۍ ودرېده، خو نجلۍ  لا هغسي پر خپل ځای ناسته وه.ما ورته وویل چي نجلۍ ستاسو کور خو  راورسېد. نجلۍ زما خوا ته وکتل او ويې ويل: هغه نامرده  ماشوم څه سو؟

–   کوم نامرده ماشوم؟

–  هغه چی زما سره ملګریو.

–  هغهخو دغه دی ستا مخ ته ولاړ دی.

–  ښه، ښه.

نجلۍ ماشوم ته په درد وويل: نامرده ولي راته ګورې؟ ما تر لاس ونيسه! ماشوم نجلۍ تر لاس ونيوله او په ډېر مشکل سره يې کښته کړه.ما ماشوم ته وويل چي څه خبره ده؟ دا خپله نه سي کښته کېدای؟ ماشوم وويل چي نه، دا په سترګو ړنده ده.

2 thoughts on “د سترګو ځلا/ لیکوال: سعادت حسن منټو”
  1. Pashto fiction is not hopeless in its quality , but still we cannot claim that it is more better or marvelous . Yes we have the best writers like Noor Muhammad Tarraki , Ameen Afghanpoor , Syed Rasool Rassa , Qalandar Momand , Ajmal Pusarlay and a few more , but infact we need translations , the literature of other languages in our mother tongue pashto . Really it can change the poor quality of our fiction . I appreciate the present attitude of taand , kindly carry on the encouragement of translations , which is really a positive effort .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *