تاند- په کابل کې د نور روغتون د سترګو ډاکترانو د ولسي جرګې د یوې غړې د ساتونکو له لوري د یوه ډاکتر او د هغه د پلار د وهلو په اعتراض کې کاربندیز کړی دی.
د افغانستان د سترګو ډاکترانو اتحادیه وايي چې د ولسي جرګې د تخار ولایت د یوې استازې حبیبه دانش ساتونکو او د هغې ورور د سترګو یو ډاکتر په خپل کتنځي کې وهلی دی.
دوی وايي، تر څو چې حکومت د داسي زورواکانو د بدماشۍ مخه نه وي نیولې، کار ته به لاس ورنه وړي.
مېرمن دانش ادعا کوي چې د دې ساتونکو او ورور، ډاکتر نجیب الله عثماني نه دی وهلی.
ویل شوي چې په نور روغتون کې د سترګو لسګونه ناروغان منتظر دي خو ډاکتران حاضر نه دي چې معاینه یې کړي.
یوه ډاکتر، چې ځان یې فیصل معرفي کړ، د پېښې د شاهد په توګه وویل:«زه له ډاکتر نجیب عثماني سره ناست وم چې یو هلک راغی، ویې ویل چې ډاکتر عثماني څوک دی، ده ورته وویل چې زه یم. هلک بې له دې چې کومه خبره وکړي پر ډاکتر عثمانی حمله وکړه، دروازه یې پرانسته درې وسله وال کسان، چې کلاشینکوفونه ورسره ول، راننوتل او د کلاشینکوف په کونداغ یې ډاکتر عثماني وواهه. ډېر خطر و چې ډزې پرې وکړي.»
د ډاکترانو اتحادیې له ولسمشر، ملي شورا، عدلي او قضايي اورګانونو او امنیتي ادارو غوښتي چې د دې پېښې عاملان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
ډېرو خلکو د ډاکترانو د کاربندي ملاتړ له دې سره سره کړی چې عام او مرستې ته اړ خلک له ستونزو سره مخامخ کېږي. خلک وايي چې د زورپالو د بدماشۍ مخه باید بالاخره به یو نه یو ډول ونیول شي. د دوی په باور کېدای شي ډاکتران حکومت او عدلي ادارې اړ باسي چې د زورواکانو خلاف په قدرت چلند وکړي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو پر مېرمن دانش نیوکې وکړې. خو مېرمن دانش د ډاکتر نجیب الله عثماني د وهلو تور رد کړ.
په ولسي جرګه کې د پروان یوه وکیل الماس زاهد وویل چې باید مېرمن دانش خپل ساتونکي محکمې ته وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې ساتونکي دا ډول چلند کوي، تر دې پخوا په ځلونو د ولسي جرګې د غړیو ساتونکو د وکیلانو له قانوني مصونیت څخه په سو استفادې د ترافیکو پولیس، د تلاشۍ په پوستو کې د ولس ساتونکي پولیس او نور کسان وهلي او توهین کړي دي.