د پښتو شاعرۍ د اعلی ذوق شاعر، ستر عالم او لوی انسان پروفیسر رحمت الله درد د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی.
ارواښاد رحمت الله درد (رح) د پښتو ژبې له عظیمو شاعرانو څخه و چې له فیضه یې ډیری لیکوالان او شاعران روزل شوي دي.
ارواښاد رحمت الله درد (رح) خپل ژوند د پښتو ژبې د ودې پرمختګ لپاره وقف کړی وو او د یو عاطفي انسان په توګه په خپلو شعرونو کې خلک مینې، وروګلوۍ او خوشحاله ژوند کولو ته رابللي دي.
د ارواښاد درد (رح) نوم به تل د پښتو شاعرۍ په اسمان کې د یو ځلانده ستوري په توګه پاتې شي او لارویان به یې د عاطفي فکر خپرولو ته دوام ورکړي.
یاران ادبي دېره ددې ستر شاعر وفات کیدل د پښتو ژبې لپاره لویه ضایع بولي او کورنۍ، خواخوږو، مینوالو او فرهنګیانو ته تسلیت وایي.
اروا یې ښاده او ځای یې برین جنت
یاران ادبي دېره/ پکتیکا
د استاد په غم غمیږو، که ادبي بهیران د پښتو لیکل ( املاء انشاء ) سمه کړي بده به نه وي
،
د خپلې پښتني ټولنې په درد دردېدلي او د خوند او ژوند ژمن شاعر رحمت الله درد ستره اروادې ښاده وي