د پاکستان او افغانستان د پارلمان غړي به راتلونکې اوونۍ په کابل کې په دولتي کچه ناسته وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د را کمولو لارې چارې ولټوي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو چارواکیو رسنیو ته ويلي، چې د پاکستان د پارلمان غړي به د اپرېل په ۲۹م د خبرو اترو له پاره کابل ته سفر وکړي. په دغه سفر کې به د پاکستاني لوري مشري د نوموړي هېواد د قامي اسامبلۍ ویاند اياز صادق کوي.
په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال هم ويلي، چې د پاکستان د پارلمان غړي به د مۍ تر لومړۍ نېټې پورې افغانستان کې وي او د افغان ولسمشر په ګډون به نورو حکومتي او سياسي چارواکيو سره وګوري.
د پاکستانيو چارواکیو له خوا دا هم ویل شوي، چې یاد پلاوي ته په دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) کې د ستونزو د حل پوره صلاحیت هم ورکړل شوی دی.
اوس پوښتنه دا ده، چې د پلاوو دغسې تګ راتګ به زموږ په هېواد کې د شته ناورین پای ته رسېدو سره مرسته وکړي؟ ایا په رښتیا سره دغه راتلونکی پلاوی د هر ډول پرېکړو صلاحیت لري؟
په تېره یوه نیمه لسیزه کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو، ناخوالو او اړیکو نوی رنګ اخیستی، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د لوړو پوړو دولتي او غیر دولتي چارواکیو، سیاستوالو، قومي مشرانو، خبریالانو، پارلمان د غړو او مدني فعالانو ډېر زیات سفرونه شوي دي.
هر ځل د دې سفرونو پر مهال ښه نیت ښودل شوی دی. خو پایله یې په عمل کې نه ده محسوس شوې ده. حتی تر دې چې د پاکستان ته پخواني ولسمشر شل ځله سفر وکړ. همدارنګه ولسمشر غني په لومړي ځل پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ان د پوځ مرکز ته ورغی او د پوځ له مشر سره یې خبرې وکړې.
ښه راته یاد دي، چې د ۱۳۸۹ کال د غبرګولي د میاشتې د ۱۲ څخه تر ۱۴ تاریخ پورې په کابل کې د امن جرګه جوړه شوې وه او په کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکیو ګډون کړی و. په وروستۍ ورځ د پاکستان د وخت ولسمشر پرویز مشرف هم خپله وروستۍ وینا وکړه، او په خپلو خبرو کې یې وویل، چې افغان حکومت دې له دې وروسته د پاکستان په صداقت باور وکړي، له دې وروسته به د دواړو هېوادونو حکومتونه په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت له پاره صادقانه کار کوي.
د پرویز مشرف له خبرو وروسته د ولسمشر حامد کرزي په ډاډ سره خبرې وکړې چې له دې وروسته به د افغانستان حکومت د پاکستان په حکومت ښه باور کوي او دواړه هېوادونه به په سیمه کې د تروریزم په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. خو په دې وروستیو کې له کلونو انکار وروسته هماغه پرویز مشرف بالاخره رسنیو ته خوله خلاصه کړه او ویې منل، چې د پاکستان نظامیانو او استخباراتي ادارو په تېرو کلونو کې د طالبانو په بیا روزلو او د افغانستان پر خلاف استعمالولو کې لاس درلود.
د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د پاکستان د پوځ مشر او د ای اېس ای مشر چې په هغه هېواد کې د تر ټولو ځواکمن او د واک اصلي هستي ګڼل کېږی، کابل ته سفرونه وکړل. ان تر دې چې د پاکستان د پوځ مشر په کابل کې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن یاد کړ. په وار وار دواړو هېوادونو مشرانو له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او د خپل منځیو اړیکو په ښو کولو ټینګار کړی دی. هېڅکله هم دغو ژمنو او تګ راتګ د اړیکو په ښو کولو اغېز نه دی کړی.
پارلمان په هېوادونو کې د درېیمې قوې په توګه په دولتونو لازم فشار راوړلای شي او له شک پرته چې د افغانستان او پاکستان پارلمانونه که وغواړي تر یوې کچې خپل دولتونه د اړیکو ښو کولو لپاره تر فشار لاندې نیولی شي؛ خو هېڅکله د پاکستان سیاستوال د خپلو ملي ګټو خلاف او د خپلې هغې کړنلارې خلاف چې پوځ جوړه کړې اقدام نشي کولای.
پاکستان خپلې ګټې د ترهګرۍ په تمویل کې ګڼي. د دې ترڅنګ هغه پلاوی چې ټاکل شوې کابل ته راشي د پام وړ او اغېزمنه څېره په کې نه ښکاري. له دې وړاندې هم په وار وار پارلماني پلاوو سفرونه کړي دي؛ خو پایله یې جوته نه وه. له همدې امله هم دې پلاوي ته ډېره هیله مندي نه ښکاري.
نوټ: دغه لیکنه ننني افغانستان اونیزې هم خپره کړې ده