ژباړن محمداکبر حقمل
له نېکه مرغه د ستونزو حل کول یوه داسې وړتیا ده، چې تاسو کولای شئ دا وړتیا د بایسکل د سپرلۍ په څېر او یا د ټایپ کولو د ماشین په څېر زده کړئ یعنې دا وړتیا د نورو څیزونو په څېر زده کېږي. هر څومره ډېر، چې په حل لاره فکر وکړئ، همدومره ډېرې حل لارې به ستاسو پر لور مخ را واړوي. په ستونزو کې، چې هر څومره لوړو وړتیاوو ته ورسېږئ همدومره ژر او په چټک ډول به خپلې ټولې ځانګړې ستونزې حل کړئ. کله، چې د ستونزو په حل کولو کې چټک او وړتیا درلودونکي شئ، نو ټولې لویې ستونزې به مو په ډېره آسانۍ سره له خپلې مخې څخه پورته او لرې کړئ. په پای کې به د ټولو ستونزو د حل کولو وړتیاوې ولرئ، چې دا کار به تاسو او نورو ته له کچې زیاتې ګټې در په برخه کړي. دا د ژوند یو دود دی. که چېرې تاسو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له کچې زیات لېواله وئ، نو موخې ته د رسېدو په لار کې مو، چې کومې ستونزې او خنډونه مخې ته راځي د هغې ټولو ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو وړتیاوې به مو پخپله بشپړې شي خو شرط یې یواځې او یواځې ستاسو په لېوالتیا پورې اړوندېږي. ژباړن: تاسو خپلې ستونزې هغه وخت حل کولای شئ کله، چې تاسو د خپلو ستونزو حل کولو لپاره په ریښتیني ډول هوډ وکړئ او لومړی یې له کوچنیو ستونزو څخه پیل کړئ ترڅو تجربه ولرئ او د تجربې تر څنګ د ستونزو حل کولو باور ترلاسه کړئ کله مو، چې دا کار وکړ، نو تاسو به د هر ډول کوچنیو او لویو ستونزو حل کولو وړتیاو خپلې کړئ. بله خبره مو له موخې سره د لېوالتیا خبره ده کله، چې له خپلې موخې سره ريښتينې مینه او لېوالتیا ولرئ، نو همدا خپله مینه او لېوالتیا به مو خپلې موخې او بریا ته رسوي. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal