زه کله کله د نورو هیواد د پرمختګ او په ځان د متکي کیدو په اړه مطالعه کوم، چې دوي څنګه دومره لوی مزل را لنډ کړي، له موږ نه ډیر مخته تللي، څنګه نن په یو تغر سره ناست دي، د خپلو ګټو لپاره هوښیار دي، خپل ارزښتونه یې ساتلي، نور یې نشي لوبولاي.
دا زموږ ننی حالت د صلبی جکړو، کلیسا په وخت کې په اوروپا کي هم وو، داسې وینې تویدي، په نورو هیوادو کې هم دا حال وو د نورو د مستقیم او غیر مستقیم استعمار لاندي وو، هغو په پښو دریدو ته نه پریښودو، خو هلته یو کار وشو د پیښو په ځای په لاملونو یې کار وکړ،کار یې اشخاصو ته نه بلکې سیستم ته وسپارل، ستونزې يې په حل کیدو شوي.
زموږ په تیر کې موږ ته کار نده شوي دا به واضع ووایم، نالوستې ټولنه بې حافظې ده، هغه هیڅکله هم خپل درد نشي دوا کولاي،خپل دوست او دوښمن نه پيژني،هر کار یې له احساساتو ډک خو احساست یې دوه روپۍ ارزښت نلري. هرڅوک به په واړه کار اتل او په وړه تیروتنه بوتل کړي، هر ډول لوبه پري کیږي، د پرمختګ لپاره څه نلري.
زه یو مثال درکوم، موږ ملت دلته څومره په ډلو ویشل شوي یو او پاته یو، پښتون، تاجک، هزاره، سونی، شعیه، وهابی، حزبی، طالب، خلقي،مشرقي، شمالي، جنوبي،سدوزي، پلانکزي، ديخیل او هغه خیل،… دیته ورته تیکه تیکه کیدل، او بیا دا ارزښتونه بلل او بیا دا پسې پالل نور مو هم کندې ته اچوي، نور مو هم خواروي.
د شمال، جنوب، د پښتون، هزاره، تاجک… اصلاً درد یو درد ده، که پښتون په جنګ سوځي نو هزاره هم د بامیانو د غرو په غارو کې د غوربت ژوند کوي، پامیر دي تر ننه د بایسکل لار نلری، کلینیک نلري، ناورغ په اوږو څو ورځي راوړي او په لاره مري، د ژوند له ابتدایې اسانتیاوو نه محروم دي، نورستان، فاریاب دي تر دې بدتر ده، ارغنداب دي تر اوسه ښوونځي نلري، د هرات خویندي د کورني تورتم او غوربت له وجهي ځان ته اور اچوي، غور کې دي په یوه متر ځمکه څلویښت نفره سره مړه کوي، ننګرهار کې دي وحشیان ماشومانو نه سر پرې کوي، ښوونځي دي سوځي، د بمونو مور په اچوي، ختیځ کې دي خویند په بدو کې ورکوي، کابلیان دي د موټر بمونو خوراک شو، شپږ میلیونه په نشو معتاد شوو، ښایسته ځوانان دي ناچارې له وجهي دي پردي جنګ خوراک سو یا د یونان یا استرلیا په سمندرو کې د ماهیانو خوراک شو، یا پنجاپانو او ایرانیانو تشنابونه پاکوي، یا ګل ګل ځوانان د عربو مزدوي وخوړو، نو یوه ټوته، یو غږ او یو تصویر یو، او پردو ته هم داسي ښکارو، او که مو هغه په ډلو ډلو پیژني نو د خپلي ګټي او ستا د ویرانی لپاره، نه ستا قوم، ژبي او مذهب ته د احترام لپاره.
نو دلته تر ننه چې هر څه شوي نه راګرځي، تیر تیر دي،هر جنایت او تیروتنه چې شوي نن په غچ او وژنه نه حل کیږي، بلکې نور به هم دا اور تازه شي، ښه لار یې داده چې یو ځل دا هر څه شاته پریږدو، یو بل ته غیږ خلاصه کړو، لوبه له افرادو راواخلو او کار سیستم ته وسپارو، سیستم ورځ تر بلی ښه کیږي، معیارونو جوړیږي، افراد ډیر د باور وړ ندي،سیستم زر نه ګډوډه کیږي، بیا که له هر قوم، له هرې خوا، له هري ډلي هر چا خیانت،جنایت کړي وي په ډیر اسان به هغه تر ټټر رانیسو، چاچي ظلم کړي سزا به ورکول کیږي، کنه لکه دا اوس داسي مو چا ته سزا ورکوله نو اصلی لوبغاړي به خوندي او بی ګناه به ددي جنګ او غچ خوراک شي چې نور به هم دا اور تازه شي او پریدي داسي غواړي. فرض کړه زموږ تاریخ له ننه شروع ده څه کار دي، دلته د خلګو په فکر کار په کار ده، د تعلیم لپاره له هغه ممکن فرصته ګټه په کار ده، د خلګو د ویښولو لپاره او اصلي ارزښتونو ښودولو لپاره عمل په کار ده، نو بهتره داده د هیواد امینت، سوکالی او پرمختګ لپاره ښه یو ځل ټول ځانونه لکه غنم په خاورو کې پټ کړو، سبا به ټول لوړ د وږو په منځو کې خوندي یو.
سلامونه
ورور آغاملوک سهار صاب! ډیر ښه حل دې وړاندې کړی.
فکر کوم ډ. اشرف غني هم په همدا سیستمونو کار کوي او لکه د ده خبره چې بڼسټيز جوړ شي او راتلونکو حکومتونو ته ستونزې لږې وي!؛ خو د خواشینۍ ځای دا دی چې اقلن لکه خپل شاګرد ترامپ! پخپلو کمپایني وعدو ونه درید او لا هم د یوې ولسوالۍ او یوې ټلوالې جانیانو ته مکافات ورکوي؛
وګورو چې دا د اهل عقدو او حل نا اهل اجماع به ېې څه د بمونو پلار !!!! په ارمغان راوړي؟؟
ټول ولس ته اړینه ده چې له واخان تر ګواډر او له اندخوی تر کویټې … او له اسلام-قلا تر کفر-آباده سره خپل سیستم جوړ کړي.
و من الله التوفیق.