عبدالوحيد وحيد
په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوی دی. په دغو حساسو شيبو کې د تلپاتې سولې په موخه د بين الافغاني خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ايښودل، احساساتي خبرې کول، شکونه انديښنې پيدا کول او خنډونه جوړول که له هرې خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږي.
د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوري بايد ومني چي اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ ده او دغه غږ ته بايد د ديني مسئوليت او ملي مجبوريت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښيي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه د ستاينې وړ ګام ده. پر ټولو سياستوالو غږ کوو، چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د هڅو پر ځای، د دغو ځواکونو د عملي وتلو لپاره د شرائطو برابرولو هڅې وکړي.
له طالبانو څخه مو هيله داده چې لاس ته راغلي فرصت غنيمت وګڼي. خوښي دې څرګنده کړې خو احساسات دې قابو کړي. له داسې خبرو او کړنو څخه ډډه وکړي چې د سولې روح ته زيان رسوي. په ولس کې بې باوري ته لاره هواروي او خداى مه کړه د افغانانو ترمنځ د اويايمې لسيزې په شان د يوې بلې خوسا، منفورې او ورانونکې جګړې لامل وګرزي.
اوس هغه وخت را رسيدلئ ده چې حکومت او طالبان يو بل د عيني واقعيتونو او ځمکنيو حقيقتونو په توګه په پراخ تندي ومني. دواړه خواوې زمونږ په ټولنه کې ژورې ريښې لري، مشروع او غير مشروع اړخونه دريزونه او کړنې لري. که يو لورئ د بل اړخ اغيزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوي، يا د کوم اړخ د محوه کولو، يا بي اهميته کولو هڅه کوي او يا هم د رسميت نه پيژندلو خبره کوي زمونږ په آند غلط دي سهوه کوي او لمر په ګوتو پټوي. افغانستان په تيرو څلورو لسیزو په يو نه يو ډول د ډلو لخوا د واک د انحصار په اور کې سوځي. اوس باید حکومت او طالبان د واک د انحصار فکر له ذهن څخه وباسي. حکومتي اړخ باید د احساساتو کارولو، تند او سخت غبرګون ښودلو، سرو او شنو کرښو د خيالي ترسيم پرځاي د شرائطو حساسيت ته متوجه شي.
موږ پوهيږو چې د نظر او دريځ توپيرونه شته. په انسانانو کې د نظر اختلاف بالکل طبعي خبره ده.
څوک د سمون او مثبت بدلون لپاره په سوله یيزه مبارزه باور لري او څوک هم ما ګټلې ده، نه منم، غره ته ځم، همه شمول جوړوم، موازي جوړوم چيغې وهي، خو څوک بيا يوازې جګړه د ستونځو حل ګڼي.
څوک خپل سياسي مخالف ته ښکنځل کوي، څوک بيا خپل مخالف څارنوالي ته ورپيژني او څوک هم يوازې خپل دريځ څرګندوي او د نورو نظر ته له مخالفت سره احترام لرى.
څوک چاپلوسانو محاصره کړې او همدغو مداريانو ورته هر څه ګل ګلزار او سم ښکاره کړي ده. د ملت غوښتنې، ارزښتونه او خپله عنعنوي مذهبي ټولنه نشي درک کولاي. د چاپلوسانو د لاسونو په پړکونو باندې مصنوعي انرژي اخلي او څوک د فقر لوږې بې عدالتي وحشت بمونو بمباردونو په مينځ ژوند کوي.
څوک فساد، ظلم، غصب او زورواکي د بي عدالتي او له قانون څخه د معافيت پايله، خو څوک فساد او زورواکي بيا د روانې جګړې محصول ګڼي.
څوک د پرديو ځواکونو شتون ته يرغل وايي او څوک يې هم نړيوال مرستندويان ګڼي.
څوک د سياسي ګټو لپاره دين کاروي او څوک هم د دين او هيواد د چوپړتيا لپاره سياست کوي.
څوک د جګړې لامل د هېواد اشغال ګڼي او څوک هم روانه جګړه له کورني اړخه د واک په سر او له بهرني اړخه يې نيابتي جګړه بولي.
څوک فقر، لوږه، د زده کړو ټيټه کچه او خپل سري وسلوالې ډلې د سولې په وړاندې خنډ ګڼي او څوک هم په ټولنه کې افراطيت او جګړه یيز ذهنیت د امن او پرمختګونو په مخکې ستونځه ګڼى.
د نظر اختلاف د انسان له خلقت او فطرت سره له ادمه تر دې دمه په مسلسل او متواتر ډول روانه او نورماله پدپده ده.
کيداي شي ټول په خپل خپل ځاى کې رښتيا وايي. کيداى شي ټول غلط شوي يو او کيداى شي ځينې دريزونه سم او ځينې نور غلط وي، خو انسانى دريزونه دي چې د وخت په تيريدو سره د سعود او د پوخوالي پر لور پړاوونه وهي.
که هرڅه وي خو د چاپيريال اغيزې، د پوهې د کچې کورنئ روزنې، محيطي شرائطو، عمر او ټولنيز دود توپير يې وګڼئ.
موږ اړ يو چې ټولنيز او سياسي اختلافات د ټولنيز دود او سياست په چوکاټ کې وڅيړو. دغه ډول اختلافاتو ته به د معتقداتو او ملي ارزښتونو بڼه ورنکړو. د فکر، نظر، دریځ، ژبې، قوم، سمت، قشر، جنس او عمر له توپيرونو سره سره د يوه هيواد، يو ملت، يوې جغرافیې وګړي، د يوه رب مخلوق، د يوه دين منونکي او له يو بل سره په سوله ارامي او سوکالي کې ژوند کولو ته اړتیا لرو.
که داسې نشي کولاى، نو يقيناً به يې پايله د اويايمې لسيزې خوسا چټلو مردارو او ناروا خپل مينځي جګړو ته ورته وي د کوم په هکله چې مونږ تصور هم نشو کولاى.
د افغان غميزي کورنيو ټولو اړخونو ته وړانديز کوو چې د ستونځو د سمندر په څپانده او خطرناکه موجونو کې دغه ځوريدلئ او ځپل شوئ هيواد د نهنګانو او توپانونو له خطر څخه د نجات ساحل ته د رسولو لپاره ځمکنيو حقائقو سره ځانونه مخامخ کړي. په خپل ګاونډ، سيمه او نړۍ باندي ځغلنده نظر واچوي. د خپل ولس زخمونه او دغه هېواد ته له متوجه ګواښونو څخه ځان خبر کړي. زموږ ولس او هيواد اوس هم له ديني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په نوم د پرديو نهنګانو او خپلو ليوانو د هوس او هوا قرباني ورکوي.
موږ د هېڅ ګاونډي سيال نه يو. موږ د نړيوالو د پرمختګونو په ځغاست لوبه کې پاتې شوي يو.
مونږ خپل هیواد ورانوو، مونږ خپل افتخارات پلورو، موږ د نړۍ په خيراتونو چليږو. موږ د ځمکنۍ جغرافیې په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لرو. موږ د نړيوالې سيالۍ په ډګر کې د نورو پر اوږو پيټی يو.
موږ له خپلو وروڼو سره جګړه لرو. موږ د خپلې سولې خپلو ټاکنو د پايلو منلو او د خپلو ارادو د تمثيل لپاره پرديو ته لاس نيسو. موږ د نړيوالې تربګنۍ په کلي هسکه غاړه نشو ګرزيداى. مونږ د پرديو د شړلو جشن لمانځلاى شو خو له خپلو وروڼو سره سوله څه چې ناسته هم معيوبه ګڼو. موږ خپل هېواد کې د موازي حکومت، موقت حکومت، خپلسرئ حکومت، وزيرانو او واليانو د ګمارلو ګواښونه او چلونه زده دي، خو موږ د الهي حکم او ولسي ارادو په وړاندي د سرښکته کولو دود نه زده کوو.
په ټولنیز او سیاسي اړخ کې بله ستره نيمګړتيا مو داده چې سياسيون، مدني فعالان، قومي شوراګانې روحاني شخصيتونه ګوندونه او حاکمه ډله مو د نړۍ د سياستوالو په شان په حساسو شرایطو کې د يووالى دود نه لري.
د نظام جوړولو له مکررو ناکامو او ترخو تجربو وروسته مو د هيلو مراندې په ځوانانو پسې وتړلې خو متآسفانه زموږ لوستي ځوانان چې ځانته روڼ اندي هم وايي، په ډلو او بانډونو باندي ویشل شوي دي. يو شمير يې د ناهیلي په رنځ اخته دي. په قومي او ګوندي جوړښتونو نيوکې کوي، خو خپله هيڅ مسؤلیت نه مني.
ځينې لوستي ځوانان مو لوړو پوستونو ته لاره موندلې او يوازې له بهر نړۍ سره په راکړه ورکړه باور لري. دغه ډله دیني، کلتوري، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته اهمیت ورکول د وخت زيان ګڼي.
هغوى نه پوهيږي چې موږ په يوه داسې عقيدوي دوديزه ټولنه کې ژوند کوو چيرته چې نړيوال نورمونه او معاصر نوښتونه د تطبيق وړ نه دي.
له ټولو پورتنيو ستونځو ناخوالو نيمګړتياو سره بيا ناهيلي کيدل د حل لاره نه ګڼو. مونږ کولاى شو چې د پامير او هندوکش د غرونو هسکو څوکو ته پورته شو. د افغان غميزي په توپاني هوا کې خپل له برمه ډک ولس او خپل ځوان نسل ته د خپلو هيلو ډيوه بله کړو، نو وينو چې د ستونځو له سمندري ګردابونو څخه خپل ملت او هيواد د نجات ساحل ته ورسوو. موږ د داسې اسلامي نظام غوښتونکي يو چې د ولسي ارمانونو ممثل وي. آزاد، خپلواک، يو موټی او اګاه ملت، سوکاله، با کفايته زعامت، ښه مديريت، سالمې دولتي اداري، پياوړی امنيتي ځواک، غوړيدلی ملې اقتصاد او ملي ګټو ته ژمن ديپلوماتيک بنسټونه ولري. پريکړې د مصلحتونو بربنسټ نه، بلکې د قانون او ملي ګټو په رڼا کې کيږي. امتیازات اخيستل د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ښځې او نر، ځوان او مشر، شمال او جنوب نه، بلکې د اهليت علميت تجربې دين او هيواد ته د ژمنتیا پر بنسټ دود شي.
دغو موخو ته د رسيدو لپاره خورا اړينه ده چې حکومت او طالبان د يو بل منلو، د يو بل زغملو د هېواد د ابادي او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده کړي.