منان توحیدیار
افغان حکومت هڅه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو همکاري راجلب کړي او په سیمه ییزه کچه چې اسلامي هېوادونه هم پکې دي د ترهګرۍ پرضد اجماع جوړه کړي، ولسمشر محمد اشرف غني چې په دې تړاو بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه کړي، زیات هېوادونه یې قانع کړي چې ترهګري یواځې د افغانانو لپاره ګواښ نه بلکې د ټول اسلام نوم بدوي او د سیمې هېوادونه به یې هم یوه ورځ په اور کې وسوځي.
ولسمشر محمد اشرف غني په ټولو اسلامي هېوادونو کې مشرانو ته قناعت ورکړی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې افغانستان یواځې قرباني ورکوي او اسلامي هېوادونه اړ دي چې په دې برخه کې د نورو همکاریو تر څنګ فتوا ورکړي چې د افغانستان جګړه پکې مردوده وي.
اوس نو اسلامي هېوادونه اړ دي چې د اسلام د دفاع لپاره د هغو ډلو پروړاندې ګام پورته کړي چې د اسلام تر نامه لاندې وحشي اعمال ترسره کوي او په دې سره نورو دینونو ته د اسلام د دین تصویر بد ښيي، اسلام د سولې دین دی، اسلام د ورورولۍ دین دی او په اسلام کې هر ډول تاوتریخوالی غندل شوی او منع شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د اندونیزیا له مشرانو سره خبرې کړي او دې پایلې ته رسیدلي چې اندونیزیا به د افغانستان د سولې په تړاو دیني علما راټولوي او په افغانستان کې به د اسلام له نظره د ترهګرو ډلو پرفعالیت باندې خبرې کوي او د دې جګړې بعدونه به ولسونو، اسلامي هېوادونو او نړۍ ته روښانه کوي.
د اندونیزیا کنفرانس په راتلونکې اوونۍ کې په جکارتا کې پيل کیږي چې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني علما به پکې ګډون وکړي، دا کنفرانس د افغانستان د سولې لپاره ډیر ګټور بلل کیږي چې د علماوو له نظره به ترهګرې ډلې وغندل شي او د سولې په خبرو به تمرکز وکړي چې ترهګرې ډلې له جګړې راوګرځوي.
د سخت دریځۍ سرچینې
د افغانستان جګړه له سخت دریځۍ سرچینه اخلي او سخت دریځي اکثره یې په پاکستان کې روزل کیږي او د هغه هېواد د څارګرې ادارې په کنټرول کې وي چې هر ډول یې د خپلو ګټو لپاره په ګاونډیو او د نړۍ په هېوادونو کې کاروي.
کلونه وشول چې افغانستان د سخت دریځۍ قرباني ورکوي او د دې سخت دریځۍ د روزلو لپاره د پاکستان استخباراتو په خپله خاوره کې مدرسې جوړې کړي او په دوامداره ډول یې روزي چې هیڅ وقفه پکې نه راځي.
د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو اجماع ضروري ده چې سخت دریځي وغندۍ او هیچاته اجازه ور نه کړي چې د اسلام په چوکاټ کې د جهاد په نوم باندې د مسلمانانو وینه د پردیو ګټو لپاره توی کړي.
سخت دریځي په اسلام کې منع ده او د همدې د مخنیوي لپاره د علماوو متفق نظر شرط دی چې کولای شي اسلامي هېوادونو کې جګړې راکمې او یا ختمې کړي.
د علماوو رول
په اسلامي هېوادونو او اسلامي ټولنو کې د علماوو نظر ته خلک زیات احترام لري او هغه پریکړې او هغه نظر چې دیني علماء یې خلکو ته وړاندې کړي، هیڅوک دا جرات نه لري چې هغه نظر او پریکړه رد کړي، نو په همدې اساس علماء مسوولیت لري چې په دې برخه کې خپل رول ادا او غاړه خلاصه کړي.
د اسلام مبارک دین په ډاګه کړې چې دیني علماء که حق و نه وایي، ورځ په قیامت به یې حساب ورکوي، نو له همدې امله د دیني علماوو مسوولیت دی چې د سخت دریځۍ د افغان وژني د مخنیوي لپاره خپل غږ پورته کړي او په دې لار کې د هیڅ ډول ګواښ پروا و نه کړي.
هغه دیني علماء چې نن په دې چپ چې ګنې که حق یې ووايي، و به وژل شي، همدا دیني علماء به ځواب وايي چې ولې یې د حق ناره چوپه کړې وه، سخت دریځي د دیني علماوو ژوند هم اخیستی او هره ورځ د دې خبرونه اورو چې فلانۍ سیمه کې دیني عالم وژل شوی او فلاني سیمه کې دیني عالم تښتول شوی دی.
نو که دیني علماء خپل مسوولیت ادا کړي هم به خپل د سخت دریځۍ قرباني نه وي او هم به نور افغانان له وینې تویدو او قتلونو راوګرځوي، هر ځای او هره سیمه کې خلک د ملا خولې ته ناست وي چې هره خبره وکړي د کاڼې کرښه وي بیا یې هیڅوک نه دروي.
د پاکستان مسوولیت
پاکستان به هم کرار ـ کرار د سخت دریځۍ اور سوځوي، هغه اور د نورو هېوادونو لپاره یې بل کړی او پوکی ورکوي، نږدې ده چې خپله پرې راتاو شي او د اور لمبې یې وسوځوي.
پاکستان د سخت دریځۍ له درکه زیات عواید ترلاسه کوي او له همدې لارې خپل سیاستونه او تګلارې ټاکي، نو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پکار ده چې له پاکستان غوښتنه وکړي او یا پرې فشارونه راوړي چې د سخت دریځۍ له ګټې او سیاستونو تېر شي او نور د اسلام د نوم بدولو پروژې بندې کړي.
د سیمې او اسلامي هېوادونو انديښنې
د اندونیزیا کنفرانس او د اسلامي هېوادونو ایتلاف د همدې انديښنو له کبله دي چې افراطي ډلې په اسلامي هېوادونو کې مسلمانان وژني او جهاد تر نامه لاندې داسې کارونه کوي چې انسانیت پرې شرمیږي، اوس تر بل هر وخت اسلامي هېوادونه د جهاد په نوم له پروژو خبر دي چې ګټې یې یهود او نصارا وړي او قرباني یې مسلمانان ورکوي.
نو په همدې اساس، افغان حکومت کار کوي چې څنګه کیدای شي اسلامي هېوادونه قانع کړي چې د افغانستان جګړه د افغانانو نه ده، دا په افغانانو تپل شوې او افغانان یې قرباني ورکوي، نور اسلامي هېوادونه د سیمې او نړۍ هېوادونه کرار ناست دي د افغان وژنې ننداره کوي، خو داسې ورځ راځي چې د دې جګړې اور به د دوی لمنې هم وسوځوي.
نو د اندونیزیا او ورته نورو کنفرانسونو ته ځکه تمې زیاتې دي چې دا جګړه د اسلام تر نامه لاندې ترهګرې ډلې پرمخ وړي او د اسلام او جهاد په نوم تنکي ځوانانو ته فریب ورکوي چې د جګړې بشري قوه یې زیاته او جګړه یې دوام پيدا کړي.
کله چې د اسلامي هېوادونو علماء په یو نظر دا جګړه نامشروع وبولي، نو بیا به د جګړې لپاره سخته شي چې ترهګر بشري قوه جذب کړي.