تاند- په کابل او د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې د سختې واورې او اورښتونو له کبله د افغانستان حکومت نن ورځ /یکشنبه/ عمومي رخصتي اعلان کړه.

د افغانستان ملي تلویزیون تېره شپه رخصتي اعلان کړه خو ډېر خلک خبر نه شول او نن سهار دفترونو ته روان شول.
د وروستیو واورو د اورېدو له کبله د کابل – کندهار او سالنګ په شمول اکثره لویې او کوچنۍ لارې بندې شوي او په یو شمېر سیمو کې راشي راغلي دي.

نن سهار وختي د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالي کې د واورې د ښویېدو له کبله یو شمېر کورونه لاندې شول. تراوسه پوري د دې پېښې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ویل کېږي چې د دې غرنۍ ولسوالۍ لارې هم بندې دي.

په زابل او هلمند کې سېلونو مالي تاوانونه پېښ کړي دي.

په نورستان، بدخشان، میدان وردک، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لارو د بندېدو له کبله خلک د خوراکي موادو له کمښته شکایت کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې په سالنګونو کې د واورې اندازه تر ۳ مترو اوښتې ده.

سره له ډېرو مشکلاتو، ډېر خلک وروستیو ورښتونو ته خوشاله دي او هیله لري چې راتلونکی کال به یې حاصلات ښه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *