امیرزېب درانی

د ۲۰۰۱عيسوي کال د دسمبر په مياشت کې (ديارلس کاله وړاندې) د نړيوالو په مالي او فوځي مرسته حامدکرزی واک ته ورسېد، په هغه وخت کې چې، د هېواد حریم د پردو د دسیسو ښکار وه. د دې خاورې خاوندان په خپل کور کې بې واکه وو او هر پردي خپل ځان ته دا حق ورکـاوه چې د هېواد په چـارو کې مداخـله وکړي.

د هېواد اقتصادي زیربناوې او دولتي بنسټونه ټول وران، ویجاړ وو. فقر،لـوږه،تبعیض، بی قانونۍ او د پردو سلطې هېوادوال په خپل کور کې بې کوره کړي وو. او د هېواد تاریخي او ټینګ حصار مو تر تاخت او تاز لاندې و.  افغانستان نه بیرغ درلود،نه واحدې پیسې، نه ملي وسلوال ځواک، نه قانون، او نه هم اداري جوړښت.

ديارلس کلنه موده له لوړو ژورو، وياړونو او دردونو ډکه دوره وه، پخواني مشر حامدکرزي په هېواد کې کار له صفر څخه شروع کړ، ځکه چې تېرو ۳لسيزو جنګ جګړو افغانستان سخت ځپلی او له دردونو ډک و، له لومړۍ ورځې پخواني وياړلي مشر کرزي عنعنوي کالي پر تن درلود، چې دا یې د وطندوستۍ لويه نښه وه.

په تېرو ۱۳کالونو کې به حتماً له حامدکرزي او د ده له ټيم څخه اشتباهات شوي وي، په ځينو ځايونو کې به يې تشې او خاليګاوې درلودې، ځکه چې په ډېری مواردو کې د نړيوالو تر فشار لاندې و او په داخل د حکومت کې ځينو اشخاصو او کړيو د ده په بدنامۍ لاس پورې کړی و.

حامدکرزي د بي بي سي نړيوال تلويزيون سره په يوه مرکه کې پردې خبره اعتراف کړی و، چې که نوموړي دا تجربه چې نن يې لري د ماموريت په لومړيو شپو کې يې درلوده، نو د ده رويه به له لويدېځوالو سره هغه شان نه وه، څنګه چې يې په څو کالونو کې درلوده، کرزي پدې مرکه کې پر لوديځوالو په ځانګړي ډول امريکا نيوکه کړې وه، چې امريکا او پاکستان په هېواد کې سوله نه غواړي او نه هم دې ټکي ته ژمن دي، بي بي سي سره يې دا مرکه په هغه وخت کې کړې وه، چې تر بل هر وخت يې د امريکا له مشرانو سره اړيکي زياتې ترينګلې وې.

د ستر ماموريت په لومړيو شپو ورځو کې په کابل کې د امريکا سفارت د افغان حکومت سره موازي حکومت درلود، څه موده وروسته بيا خصوصي امنيتي کمپنيو په لويو لارو کې ناامنۍ جوړې کړې، په غلاء او اختطافونو کې يې لاس درلود، او له ۲۰۰۵ عيسوي کال راهيسي ولايتي بيارغونې ډلو په ولايتونو کې موازي حکومتونه درلود، د نړيوالو ځواکونو له لوري زموږ د پتمن ولس کورونه تلاشي کېدل او په ډېری ځايونو کې يې غيرتي قوم ته په سپکه ليدل کېدل، څو ځله قران شريفونه د همدوۍ له لاسه وسوځېدل او بې حرمتي يې وشوه، په ولايتونو کې د همدوئ له لاسه بې امنۍ راغلې، چې د وخت په تېرېدو او د حامدکرزي په مدبرانه مشرۍ هرې ستونزې ته د حل لاره وموندل شوه موازي حکومت لومړی په کابل کې له منځه ولاړل، بيا خصوصي امنيتي کمپنۍ منحل شوې، د ولايتي بيارغونې ټيمونو فعاليتونه متوقف شول، او د نړیوالو ځواکونو خپل سرۍ ته د پای ټکی او هېواد څخه يې د وتلو نېټه معلومه شوه.

د ۲۰۱۳کال په پای حامدکرزي دوديزه لویه جرګه په کابل کې پدې موخه جوړه کړه، چې د امريکا متحده ايالاتونو سره امنيتي قرارداد لاسليک کړي، د جرګې غړو په اکثريت پرېکړه وکړه چې دا قرارداد دې امضاء شي ولې د امريکا څخه دې په کلکه تعهد واخيستل شي، چې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره به واقعي هڅه کوي او د ګاونډيانو په مقابل کې چې کله هغوئ پر هېواد تيری کوي د افغانانو تر څنګ به درېږي، له دې مخکې هم د امريکا سره د ستراتيژيک قرارداد د امضاء، انتقالي حکومت د جوړېدو او د اساسي قانون د تصویب لپاره جلا جلاء دودیزي لويې جرګې جوړې شوې وې، او د يو شمېر هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه هم لاسليک شوي ول، ولې د امريکا سره په امنيتي قرارداد کې حامدکرزي پر دې ټکي ټينګار کاوه، چې امريکا دې په هېواد کې د سولې راوستو، د افغانانو د کورونو د نه تلاشي کولو او افغانانو ته په درنه سترګو کتو ضمنانت وکړي، چې تر ننه پورې امريکا دې ټکو ته غاړه نه ده ايښي، او د نوموړي د ماموريت تر پايه ياد قرارداد امضاء نه شو.

حامدکرزي د هغه کورنيو په غم کې ځان شريک بللو، چې د نړيوالو ځواکونو او يا هم د طالب جنګياليو له لوري د دوی د کورنۍ غړي وژل کېدل، يو شمېر کورنيو ته د فاتحې اخيستو په خاطر د هغوئ کليو ته ورغی او يو شمېر نورو ته يې په ارګ کې فاتحې واخيستلې، د عام ولس په غم يې اوښکې توی کړې، ولې د پاکستان او امريکا د لاسوندو له امله تر ننه پورې هېواد کې د سولې څرک نه ليدل کېږي، پدې دوران کې د ولسمشر ورور احمدولي خان کرزی او د تره زوی حشمت خان خليل کرزی هم په شهادت ورسول شول، حامدکرزي ۲۰ځله په ۱۳کلنه دوره کې پاکستان هېواد ته د سولې راوستو او په دې منظور چې د پاکستاني مشرانو اعتماد تر لاسه کړي سفر وکړ، ولې هغوئ ترې هر ځل د ډيورنډ د لاسليک کېدو او د ډيورنډ کرغيړنې کرښې د رسمي پيژندنې غوښتنه کوله، چې کرزي ورسره نه منله.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د ماموريت په دوران کې تعليم تر کلیو او بانډو ورسېده، انجونو او هلکانو ښوونځي پيل کړل، تليفوني دستګاوو فعاليت شروع کړ، نوې ټيکنالوژۍ د پخواني ماموريت (قلم، کاغذ او لاسي مکتوب ليکنې) ځای ونيوه، د نړيوال جال (انټرنيټ) اسناتياوې پيدا شوې، زيات شمېر کډوال خپل خوږ هېواد ته راستانه شول، په زرګونه محصلين په هېواد او له هېواد څخه بهر په زده کړو بوخت شول، هغه وخت ۱۲پاس غټ سړی و، ولې نن پوهنتون، ماسټري او دوکتوراوې عامې دي، د مېرمنو په ژوند کې مثبت تغير راغی، د دوی پر مخ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول، ځانګړې ليلې او درسي ښوونې ورته جوړې شوې، په ملي شوراء (پارلمان او مشرانو جرګه) کې څوکۍ ورکړل شوې، تر وزارتونو ورسېدې او يو شمېر قوانين د دوی په ګټه تصويب شول.

هېواد ته د مالي مرستو جلبولو په منظور حامدکرزي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل، هېواد ته يې مرستې راجلب کړې، سړکونه، مکتبونه، پوهنتونونه، ليلې، د لوبو ميدانونه، دفترونه جوړ او لوی لارې سره ونښلول شوې، پدې کې شک نشته، چې په هېواد کې تر هر بل وخت زيات فساد د حامدکرزي په ۱۳کلنه دوره کې و، خو ولې پدې هم بايد اعتراف وکړو چې مرسته د نړيوالې ټولنې له لورې مستقیم د دوی د سفارتونو او يا هم ځانګړي دفاترو له لارې وشوې او همدوئ په فساد کې لاس درلود.

په هېواد کې د ډيموکراسۍ د پلي کېدو په منظور په ۲۰۰۴کال کې لومړي ځل لپاره ولسمشريزې ټولټاکنې وشوې، په ۲۰۰۵ کال کې پارلماني ، دوهم ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشريزې او ولايتي شوراء ټولټاکنې، په ۲۰۱۰ کال کې پارلماني ټاکنې او په ۲۰۱۴کال کې درېيم ځل لپاره ولسمشريزي او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې وشوې، چې دا او دې سره نورې ډېرې کړنې يې د ډيموکراسۍ د پلي کېدو لپاره د نوموړي هڅې بلل کېدای شي.

نن چې يو منتخب ولسمشر (حامدکرزی) بل منتخب ولسمشر(ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي) ته واک سپاري دا هم د افغانانو لپاره تاريخي ورځ ده، ځکه چې لومړی ځل دی، يو منتخب ولسمشر بل منتخب ولسمشر ته په سوله يیز ډول واک سپاري.

حامدکرزي د ۲۰۰۱ کال د ډيسمبر په مياشت کې کار له صفر شروع کړ، ولې نن هره لويه لار په اساسي ډول جوړه ده، د ښارونو رڼا د لاټين پر ځای څراغونو نېولې، د ښوونځيو بندې دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي، تحصيل پر مخ روان دی، د بيان آزادي موجوده ده، په ښارونو کې خټين کورونه پر بلندمنزلو بدل شوي، مسلح وسلوال پيژندل شوی ملي ځواک لرو، واحده کرنسي لرو، اساسي قانون لرو، د نړۍ سره ښې اړيکي لرو، بيرغ مو رپانده دی، ملي سرود لرو چې په اورېدو یې زړه سکون اخلي، نن سيستم جوړ دی هر پنځه کاله وروسته به حکومت تغيرېږي ولې سيستم د حکومت به پر ځای پاتې کېږي، ځکه چې ۱۳کاله حامدکرزي شپه ورځ زيار باسلی او هېواد يې تر دې دمه رسولی، په ۱۳کاله کې يوازې دوه ورځې حامدکرزي رخصت کړی، ځکه چې نوموړي ته د خپل سکون زيات د هېوادوالو سکون بهتر ښکاره کېده.

موږ ورته د اوږد، عزتمند او صحتمند ژوند غوښتونکي يو، نوم به يې د هېواد په زرين تاريخ کې ثبت وي.

کابل

07-07-1393

0 thoughts on “د سختو ورځو مشره په مخه دې ګلونه! – امیرزېب دراني”
  1. شاغلی کرزی که په واقعی ډول سوله غوشتلی، اول به یی دغه ټکی په خپل ځان او حکومت عملی کړی وای، دامعنی چه دسولی لپاره به یی داسی مشر ټاکلی وای چه دطالبانو سره یی مناسبات شه وای، ملاربانی هغه سړی دیی چه امریکایانو ته یی ویل چه دابمونه واړه(واله) دی، په طالبانو غت غت ۱۵ او ۲۰ ټته بمونه واچوی چه دمخی مړه شی.

    نوددی څخه معلومیژی چه سوله داوله جناب کرزی نه غوشتله، داچه کرزی صیب اوس ټوله ملامتی په امریکا اچوی داد کرزی شخصی کار اوخبری دی، په بله معنی کرزی چه څه غوشتل هغی ته امریکایان راځی نه وه( کرزی ویل یابه زما ورور ولسمشر کیژی اویابه عبداله عبداله) وی، مگر امریکایان په دغه خبره راځی نه وه، هغه وه چه کرزی دقهره ځلمی رسول رامخی ته کړو.

    لنډه داچه کرزی باید دافغانانو په سترگو کی په شکاره خاوری ونه شندی، افغانان اوس دبل هروخت څخه زیرکه اوبیداره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *