تاند (جمعه، د حمل ۱) د افغانستان حکومت د کورونا وایرسو د خپرېدا د مخنیوي لپاره سږ کال د نوروز جشن او د سخي جنډې د پورته کولو مراسم ځنډولي دي خو تېره شپه د بلخ سیمه ییزو چارواکو د ولسمشر غني په امر د سخي جنډه د خلکو له حضوره پرته پورته کړه.

د روضیې مسوولان وايي چې د جندې د پورته کولو په غونډه کې یوازې د بلخ ولایت چارواکو، د روضیې مسوولانو او د نوروز د چمتووالي د کمېټې ۸ غړیو ګډون درلود.

د دوی په وینا د سخي جنډه د ماخوستن له لمانځه وروسته د شپې په نهه نیمې بجې پورته شوه او ۴۰ ورځې به لوړه وي.

په مزارشریف ښار کې د سخي جنډه هر کال د حمل په لومړۍ ورځ د زرګونو افغانانو په ګډون پورته کېږي خو سږ کال د کورونا وایرسو له کبله د افغانستان حکومت له خلکو غوښتي چې په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د طبي چارو متخصصان وايي، کورونا وایرس له یوه تن څخه بل ته سرایت کوي نو باید هڅه وشي چې تر هغو پورې چې دا نړیواله اوبا له منځه ځي خلک له یو بل څخه لېري واوسي، بیا بیا لاسونه په تودو اوبو او صابون ومینځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *