د کونړ ولایت د سرحدي او مرکزي سیمو قومي مخورو ،دیني عالمانو او ځوانانو په یوه لویه ناسته کې د نظام او خاورې څخه د فاع د هر افغان اسلامي او ملي د نده وبلله ، دهېواد د قومونو او پرګنو ترمنځ یووالی یې د نظام پیاوړتیا،ځمکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ ساتلو اساسي وسیله په ګوته کړه .
دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل: حکومت د خلکو د رایو په اساس رامنځته شوی او د دې د نظام لپاره موقرباني ورکړې او ملاتړیې د هر افغان اسلامي او ملي مسوولیت دی ،سوله ستر الهي نعمت دی او د کونړ ولس د حکومت د سولې دهڅو ملاتړ کوي .
د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار وویل : ولس په هر ډګر کې قرباني ورکړې او په ځانګړې توګه د ډيورنډ فرضي کرښې ته څیرمه ولسونو قربانۍ ،چې د هیچا څخه پټې نه دي ، خو څنګه چې لازمه ده پاملرنه ورته نه ده شو ې او د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي، د سرحدونو چارو وزارت دې یادو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ولایتي ادارې اوخلکوسره شویو ژمنو ته دې دعمل جامه ور واغوندي.
غونډې ته د کونړ والي وحیدالله کلیمزي هم وینا وکړه ویې ویل: دسولې ،ثبات او ملي یووالي په ټينګښت کې د ولس رول ځانګړی ارزښت لري د امنیتي ځواکونو څخه د ولس ملاتړ د امنیتي ځواکونو د وطن پالنې روحیه لا پسې پیاوړې کړې او په هر میدان کې پر دښمن برلاسي دي ، ښاغلي کلیمزي وویل: هغه څوک ،چې افغانان وژني، ښوونځي ورانوي او غواړي چې او لادونه مو دعلم څخه بې برخې کړي مسلمانان نه د ي، ولس یې باید پر وړاندې چپ پاتي نه شي د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د دغه ظالمانو د شر څخه خپل ځان او نور افغانان وژغوري .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د سرحدنواو قبایلو چارو وزارت معین محمد یعقوب احمدزي هم خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې یاد وزارت به د کونړ خلکو ستونزو او غوښتنو ته لاس رسی وکړي .