زه چې د سراب نوم اخلم دا سراب په کومه دښته کې نه دى؛ بلکې د ناپايه سمندر په وجود کې يو سراب دى. زه ان له کوچنيوالي راهيسې د سمندر له څپو وېرېدم؛ خو دا دى درې ورځې کېږي، چې په دې بې نومه سمندر کې روان يم.
د دې سمندر نوم هم نه دی معلوم او نه يې هم لوری راته څرګند دی، چې بېړۍ په کوم لوري روانه ده او چيرته او په کومه خوا سفر کوو.
دا درې ورځې کېږي، چې په پرله پسې توگه اسمان په وريځو اخېړ دی. کله کله د زوال پر مهال د لمر څاڅکي د پراخ سيند په څپو کې راولوېږي او يا په وریځو کې لږ لږ راڅرګند شي، زه يې نه شم سهي کولی، چې کومه خوا يې د پرېواته يا غروب خوا ده.
موږ څلور تنه يو چې ډينگرۍ يا چپه (پارو) وهو، دوه د بېړۍ یوه اړخ ته او دوه بل اړخ ته ناست يو. په دوى کې يو هم نه پېژنم، زه یې دوه ورځې وړاندې له مټو ونیولم او په زور يې دلته راکښلم. بېړۍ ته يې راوخيژولم او چپه يې راکړه، چې بېړۍ مخ پر وړاندې په حرکت کړو.
زموږ د بېړۍ واکمن پرون زما تر څنګ کس ته د ډينگرۍ (پارو) وهنې پر مهال وویل: «شين څټیه! لاسونه دې باید له ډينگرۍ وهنې پرته په بل څه بوخت نه شي.» هغه بيوزلي پر مخ د ډېرې خولو د راتللو له کبله د مخ خوله په لاس وچوله، ځکه چې د بېړۍ واکمن ورته سور خوټېدلی و.
زه پوهېږم، چې زما تر څنګ د ناست سړي نوم «شين څټی» نه دی، د زورواکو او مستبدد واکمنو دا عادت وي، چې د خپل هيبت او شوکت د ساتنې لپاره تر لاس لاندې کسانو ته په خپل نامه نه؛ بلکې په سپکو نومونو، لکه: شين څټی، مړ سترګی، لنډی او داسې نورو نومونو ورغږ کوي.
ما له همدغه سړي چې اړ يم د واکمن نوم ورته واخلم يعني «شين څټي» وپوښتل:
- ولې ډينگرۍ وهو؟
- چې منزل ته ورسو.
- کوم منزل؟
زما تر څنګ له ناست سړي چې په دې معموله هوا کې يې هم څاڅکې څاڅکې خولې له زنې تويېدې، ځواب رانه کړی شو. یواځې دی څه چې، په بېړۍ کې دوو نورو ډينگرۍ وهوونکو هم ځواب نه لاره، که نه نو خامخا يې څه ځواب راکاوه.
چې کله زموږ پر سر د واکمن سړي مخ بله خوا واوړي؛ نو په خپلو منځو کې یو بل ته د دمې چانس ورکوو، زموږ څلورواړو تر منځ هېڅ یو د بل چا په وار نه وربرګېږي او یو بل ته په ترتیب د دمې وار ورکوي؛ خو بیا هم موږ دومره ستړي یو، که څوک مو له ډينگرۍ وهنې راوګرځوي، په هماغه شېبه یوې خوا او بلې خوا ته ړنګېږو او له ډېرې ستړیا به ویده شو.
زموږ د څلورو کسانو تر منځ یو راپورته شو او واکمن ته يې د درناوي په نیت لاس په سینه کېښود، ورته ويې ویل: «صاحب، زه تر دې زیات ډينگرۍ نه شم وهلی، لاسونه مې له وزرو ختلي دي، د دې ناپایه سمندر په اوبو کې زما ستونی د شگلنې صحرا په څېر وچ دی، په ما رحم وکړه، ما ته اجازه راکړه، چې په بوکه کې د سمندر لږې اوبه راپورته کړم، ويې څښم او د دغو درېيو تنو نورو تنده هم ورماته کړم.»
د واکمن له برګو سترګو غوسه وورېده. تندی يې تريو شو، په سړي وربرګ شو او سم له واره يې لویه چاړه له ګڼډې وايسته.
– لاسونه دې له کار غورځېدلي او تږی هم يې؟
سړي ځواب وکړ:
– هو، په حلق کې مې څاڅکی لاړې هم نشته.
واکمن ورو ورو د هغه پر تندي چاړه راکشوي، بيا يې پر مرۍ لږه ورټینګوي، بیا یې پر پښتویو چاړه ورکشوي او له یوې زورورې چیغې سره سم یې چاړه په پښتورګیو وردننه کوي او سم له واره یې له بېړۍ ښکته په یوې لغتې وهي او سمندر ته يې غورځوي.
د دغې صحنې په لیدلو موږ دومره وېرې اخیستي یو، چې نه پوهېږو، په خپل زور چپه وهو که د لاسونو رېږد مو چپه لړزوي. اسمان لږ څه روښانه شو او لمر هم مخ په ډوبېدو دی. موږ جرات نه شو کولی، چې له واکمن نه د دمې غوښتنه وکړو، لاسونه مو ورو ورو کار پرېږدي، زما تر څنګ سړی «شين څټی» ړنګ شو، سترګې يې غټې غټې راوختې او برندې يې ما ته نيولې دي. ګومان کوم، ساه نه اخلي؛ خو د واکمن ورپام نه دی.
د بېړۍ د ها بل اړخ پارو وهونکي حالت هم ښه نه برېښي؛ خو زما تر څنګ د شين څټي رنگ لکه کورکمن داسې ژېړ شوی دی.
واکمن د لمر له لوېدو (غروبه) او پکې له نغښتې اورورينې ښکلا خوند اخلي. موږ په بېړۍ کې دوه مرييان چې اوس مو بادار همدا زموږ د بېړۍ خاوند دی او په داسې منزل په لور چې موږ ترې له سره خبر نه یو، روان کړي یو، لا هم ډينگرۍ وهو.
زما له لاسونه هم له دمه وتلې، بدن مې سست دی، پښې مې رېږدي، خدای خبر له پښو مې ساه په راوتو ده، که د واکمن له وېرې، چې ګویا د ډینګرۍ نه وهنې په جرم به مې مجازات کړي، رېږد اخیستې دي.
چپه مې له لاسونو نه په اوبو کې لوېږي، زه یې د نیولو وس نه لرم، یواځې دومره پوهېږم، سترګې مې هم دید له لاسه ورکوي، هر څه تور اوخړ وينم. یواځې دومره سهي کولی شم، چې یو څوک چې ګومان کوم د بېړۍ واکمن به وي، رانژدې کېږي. همدا اوس اوس مې چپه له لاسه د ناپایه سمندر په اوبو کې د نهنګ په څېر لامبو وهي، زما نیمه تنه د بېړۍ پر یوې ژۍ او نیمه يې ښکته سمندر ته پړمخې ورځوړند ده. زما تر څنګ د یوه کس د پښو ترپهار په رانژدې کېدو دی، یوه لغته له شا نه په ملا کې راکول کېږي او د ناپایه سمندر په اوبو مې چې له ډېره وخته زما ستونې وچ و، لوندېږي. خو په دې ناپایه سمندر کې اوبه د ژوندي پاتېدا ماده نه؛ بلکې د مرګ ماده ده، چې ورو ورو مې خپل ټټر ته ورکشوي او ډاډه یم، چې یوه ورځ به مې د سمندر غاړې ته ورگوزار کړي، چې هغه مهال به نه اوبه او نه هم وچه څه ګټه رارسولی شي او د سراب په لور يون به هم پاى ته رسېدلي وي.
پای
کابل: 1397/02/02