افضل ټکور .
د روان ميلدی کال ددسمبر پر شپږويشتمه د يو شمير لندن ميشتوليکوالو او دادب مينه والو له خوا دسراج الخبار دلومړی کال دپښتوژباړی دچاپی اثر په وياړ غونډه جوړه شوی وه، دغه اثر دپښتو ژبی دنوموتی ژورنالست ،وياند او ژباړونکی ښاغلی داودجنبش له خوا په پښتو ژبه ژباړل شوی او په دی وروستيو کی په جلل اباد کی دمومند خپرندويه ټولنی له خوا چاپ او خپور شوی دی، غونډه چی دښاغلی سيد سرور پا چا له خوا پر مخ وړل کيده په پيل کی هغه داستاد داود جنبش ددغه لوی اوستر کار ستاينه وکړه، هغه وويل ،ښاغلی ډاکټر جنبش دومره ستر او لو ی کار کړی دی، چی بايد يوی علمی اکاډمی دغه کار کړی وی. که ووايم چی جنبش صاحب يوه اکاډمی ده نو مبالغه به نه وی ځکه چی ده پر يوه ځان دڅو مسلکی کسانو کار کړی دی،او بيا يی ددغه اثر څو لنډی بيلګی لوستونکو ته وړاندی کړلی، ددغی درنی غونډی لومړنی ويناواله اغلی مينه بکتاش وه هغی دسراج الخبار په ارزښت او ددغه اثرپه ژباړه ښاغلی جنبش صاحب ته مبارکی وويله،او ددی اثردځانګړتياوو په هکله يی وويل دغه اثر نه يوازی چی په پښتو وژباړل شو بالکی له ورکيدو نه هم وساتل شو، دغونډی بله وينا واله اغلی نجيبه ليمه وه،هغی دسراج الخبار دژباړی په ژبنيز اړخ باندی په تفصيل سره خبری وکړلی ،هغی وويل لوی خلک لوی کارونه کوی او جنبش صاحب دغسی یو لوی کار کړی دی هغی زياته کړه ددغه اثر يوه ځانګړنه داهم ده چی ډیره په خوږه او روانه ژبه ژباړل شوی دی،او ډیرسخت او نااشنا لغاتونه په ډيره ښه بڼه پښتو ته ژباړل شوی دی،هغی دځنو لغاتونو مثالونه هم وړاندی کړل، هغی وويل زه چی کله په کاری ساحه کی له ستونزو سره مخامخ شم او همکاران رانه وپوښتی چی څه پسی ګرځی نو زه ورته وايم چی زه جنبش پسی ګرځم،هغه نه یوازی دا چی به ډير څه پوهيږی بالکی ددوستانو او همکارانوتر منځ ددوستی ښه وصلوونکی هم دی، ددغی غونډی بل ويناوال ښاغلی استاد نګارګر صاحب وه،هغه دسراج الخباردژباړی او دښاغلی جنش صاحب په اړه خوږی او په زړه پوری خبری وکړلی،هغه جنبش صاحب څو بعدی شخصيت وباله هفه وويل ښاغلی داودجنبش دځانګړی استعداد خاوند دی،په انګريزی ژبه ډير ښه پوهيږی،روسی ژبه يی هم ډیره ښه زده ده،په دری ژبه کی هم لوی لس لری او پښتو يی خپله مورنی ژبه ده،په دومره وظيفوی او مسلکی مصروفيتونوکی ، چی کله کابل کی وی کله يو ځای او کله بل ځای ، او ددومره بو ختياوسره سره بيا هم دومره لوی او ستر اثرژباړی، په حقيقت کی هم دډیری ستاينی وړ دی،استاد نګارګرزياته کړه،چی دښاغلی داودجنبش ددغه لوی اثرپه ژباړه کی که دهغه تر شا دهغه ددرنی ميرمنی دملتړ يادونه ونه کړو نو نا انصافی به وی، دغونډی وروستی ويناوال ښاغلی سليم حيات وه هغه داستاد جنبش په ژباړه وغږيد هغه وويل،سری لښکری په افغانستان کی می ان په پيښور کی په يوه کتاب پلورنځی کی اخستی وه او چی کله می ولوست نو وپوهيدم چی ښاغلی داود جنبش ديوه بريالی وياند تر څنګه يو بريالی ژباړونکی هم دی،هغه زياته کړه چی جنبش صاحب کمال دادی چی دی کله کله اغزنی پوښتنی په شاتو لړی او بيا يی دپوښتونکی مخی ته ږدی، دغونډی په وروستی برخه کی خپله جنبش صاحب سراج الخبار پر ځانګړتياواو ولی او څنګه يی دغه کار ته مل وتړله خبری وکړلی ،هغه وويل دايو ډیر ستونزمن او کړاو نه ډک کار په دی وه چی دسراج الخبار ډيری ګڼی نه پيداکيږی،په دغه اثر کی يوه ګڼه داسی هم ده چی له خپريدو سره سم مصادره شوی اويوازی يوه ګڼه يی ما په ډیرو مشکلتو پيدا کړی ده،ده هغه ګڼه دغونډی برخه والو ته هم وښودله، هغه وويل ،بل مشکل چی زه ورسره مخامخ وم هغه ځنی عربی ،ترکی او انګريزی لغاتونه وه چی دسراج الخبار په مت کی موجود وه،بله دشعرونو ژباړه وه ازاد شعر بيا هم دومره نه لکه څومره چی زه دقافيه وال شعر په برخه کی ورسره مخ وم. استاد جنبش وويل، سراج الخباردافغانستان لومړنی منظمه او مسلکی ورځپاڼه چی د۱۹۱۱کال داکتوبرپر اتمه(۱۲۹۰لريزکال دتلی ۱۶(کابل کی خپره شوی او تر اووکلو او پنځه مياشتو وروسته تړل شوی ده،بيا یی ددغه اثر سره دخپلی مينی او عل قی په اړه وويل دسراج الخبار سره زما تړاو اويايمو ميلدی کلونو ته رسيږی، داډول استاد جنبش ددغه اخبار پر ځانګړ تياودامانی دوری پر ريفورمونواو خپله دسراج الخبار دچلوونکی ارواښاد محمودطرزی دشخصيت په اړه ډیری ګټوری خبری وکړلی،هغه وويل په سراج ال اخبار کی دشاه امان ال خان ويناوی ،دولتی فرمانونه،خورا مهم ډيپلماتيک،جغرافيی،تاريخی،ادبی،او نور سندونه عکسونه اوطرحی او مناسبتونه او پيښی او پريکړی او تړونونه خوندی کړی دی،او دغه کار ددغه اخبار اهميت او ارزښت خورا زيات کړی دی،دا چی دغی ژباړی ولی دومره زيات وخت ونيوه په دی اړه جنبش صاحب وويل ما کوشش کړی چی دسراج الخبار دمت ژباړه په هماغه قطع او صحافت سره وکړم کوم چی خپله سراج الخبار وه،ټول عليم دری مت ته نژدی ساتل شوی دی، ددغه اثر په پيل کی استاد جنبش يوه لنډه سريزه هم کښلی ده چی په يوه برخه کی ليکی: دسراج الخبار( دهر کال ګڼی يی دA3کچی څه باندی ۴۰۰ مخه اوله ۲۵۰زروتر۴۰۰ زروتوری لری)او ځکه يی هر پښتو شوی کال،دطرزی په ټکو((زما دژوندانه دپرله پسی مياشتواو دسترګو دليد په نغدو زرو))پيرل شوی دی او تاسی ته وړاندی شوی دی،له دی نه هم لوستونکی په اسانی پوهيدلی شی چی استادداود جنبش څومره لوی او دستر اثر ژباړه تر سره کړی ده. يوه وروستی هيله او يادونه ،دغه ګټور اثر که په لندن او يااروپا کی دهر چا په کاروی کولی شی له ما سره په لندی پتو اړيکی ونيسی ،زما بريښنا ليک، [email protected] دتيليفون شميره: 00447988626463 ديوه جلد بيه يی : 25 پونډه ده