تاند- د سربیا د کورنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، د دغه هیواد د جنوب په یوه ترافیکي پېښه کې ۲ افغان پناه غوښتونکي مړه او ۱۰ نور ژوبل شول.

د ایشیا نیوز چاینل د راپور له مخې، پېښه هغه مهال وشوه چې یو زوړ موټر له سړکه واوښت.

د موټر چلوونکی، چې باور کېږي انساني قاچاقبر به و، د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

ټپیان د نیس ښار روغتون ته وړل شوي دي.

نیس د سربیا له پلازمېنې بلګراده ۲۰۰ کیلومتره جنوب لور ته دی.

تېر کال د سربیا له لارې په لکونو پناه غوښتونکي لوېدیځې اروپا ته لاړل.

دغه هیواد د سږکال په مارچ میاشت کې هغه لاره بنده کړه چې مهاجر پرې ورتلل خو سرب چارواکي اټکل کوي چې یولکو لس زره تنه د هنګري او سربیا له پولې اوښتي دي. دا پوله په ازغنو سیمونو تړل شوې هم ده.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ سرب پوله ساتو ۲ تنه د ۷۷ پناه غوښتونکو د قاچاق کولو په تور ونیول.

۷۷ تنه پناه غوښتونکي په یوه باري موټر کې پټ کړای شوي ول.

د ملګرو ملتو د کډوالو لویه کمیشنري (یواین ایچ سي ار) اټکل کوي چې په سربیا کې ۷۰۰ مهاجر مېشت شوي دي.

سربیا یو اروپايي هیواد دی چې د جنوب ختیځې او مرکزي اروپا ترمنځ په لاره کې موقعیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *