کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیزکیدونکی سفر اسلام اباد ته د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هیګ له سفر او د برتانیې لخوا دغه هېواد ته افغانستان سره د لوبې له نوو مشورو سره مستقیمې اړیکې لرلای شي.
سرتاج عزیز پخپل هېواد کې له هیګ سره ترلیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته په قطرکې د وسله والو طالبانو د تړل شوي دفتر په اړه وویل،چې دا کارطالبانو د دفتر له سره د خپل بیرغ او لوحې د ښکته کیدو په غبرګون کې
کړی.
عزیز دا یو عادي غبرګون وګاڼه او ویې ویل،چې طالبان به بیرته یاد شوی دفتر پرانیزي.
افغان سوله او برتانیا
د افغانستان اوسنۍ ستونزې د کورني او سیمه ییزو عواملو ترڅنګ یو مهم عامل
چې لري،نړیوال عامل دی.
په تېرو یوولسو کلونو کې د افغانستان مرستندوی هېوادونه او په سرکې یې امریکا او برتانیه ډېروخت د خپلو مستقلو ګټو پرسرپرځینو مسایلو سره نه دي جوړ شوي.
افغان سوله هم د جګړې د بدیل په توګه په هغو مسایلو کې راځي،چې نړیوال قوتونه هریو ترې د خپلو ځانګړو هدفونو او ګټو تقاضاوې لري.
د امریکا په شان د برتانیې موقف هم د دې دواړوانتخابونو په اړه مبهم او پټ اړخونه لري او ترڅنګ یې برتانیه پرپاکستان د پخواني حاکمیت په ډاډ او خاطرله دغه هېواده د دواړو انتخابونو د تقویې لپاره په سیمه کې د یوه مهم
کاریدونکي عنصر په توګه ګټه اخلي.
څومیاشتې وړاندې په لندن کې د افغانستان،پاکستان او برتانیې د واکمنو سیاسي مشرانو تقریباً بې ضرورته درې اړخیزه غونډه او پکې افغانستان ته ترشپږو میاشتو پورې د سولې راوړلو په اړه د برتانیې او پاکستان ژمنه هم د
پردې شاته د برتانیې د پټو لوبو یوه بله برخه وه.
تېره میاشت په یوه اونۍ کې مسلسل دوه ځلې ولسمشرکرزي ته د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف لخوا دغه هېواد ته د سفر بلنې هم د برتانیې له اغېزې او اشارې پرته نه شي کېدای،ځکه په هغو ورځو کې د افغان حکومت او پاکستان
اړیکې د لاترینګلتیا خواته روانې وې،چې د برتانیې لومړی وزیر په اصل کې پلان شوي،خو په ښکاره ناڅاپي سفر افغانستان ته او بیا ورپسې پاکستان ته سفر وکړ.
د ولسمشرشرط اونوې لوبه
د ولسمشرکرزي لخوا پاکستان ته د خپل بلل شوي سفرد منلو مشروطول او کابل ته یې په اړه د سرتاج عزیز د راغوښتنو غوښتنه نوې او جالبه وه،خو له ولسمشرنه ښایي هېروي،چې له انګرېز او پنجاب سره په لوبه کې ښکېل دی.
تېره اونۍ اسلام اباد ته د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هیګ له سفر سره د سرتاج عزیز اعلان،چې کابل ته به ځي،په دغه مبهمه لوبه کې د یوه نوي اړخ څرګندیدل ښيي.
افغان حکومت باید یوازې په لوبه کې خپله ونډه ترلفظي او ظاهراً پوره کیدونکو شرطونو پورې محدوده نه کړي،برتانیه او پاکستان ممکن د وسله والو طالبانو لپاره د قطردفتر د بیا پرانیستو،یا کوم بل طرفته د افغان سولې د کشولو پلان او پکې د خپلو ګټو ترلاسه کول په پام کې ولري.
افغان حکومت ته ښایي،چې له قوي دېپلوماسۍ او تکتیکونو نه په استفادې سره د سرتاج عزیز په سفراو نورو مواردو کې که نوره کامیابه دیپلوماتیکه لوبه نه شي کولای،حد اقل خو دې د هغو هېوادونو مضرهدفونه په واضح ډول افغانستان ته روښانه کړي،چې د دوستۍ په جامه کې یې د افغانانو پرضد ترسره کول غواړي.