د روژې مبارکه میاشت کې شیطانان تړل کیږي او زیات مسلمانان خپل ورځنی ژوند او مصروفیت کموي، عبادات او اطاعت ته پام زیاتوي، د شیطان له تړل کیدو سره سم مسلمان د خیر ښیګڼو کارونو ته مخه کوي او له بدو مخ ګرځوي.

د طالب پلمه

زه د یوې داسې سیمې یم چې هلته نږدې هره ورځ جګړه وي او هره ورځ طالبان عمومي سړک ته وځي، یا په سرتېرو برید کوي او یا د لارې موټر راګرځوي، کسان یې یرغمل کوي او بیا یې د پيسو په بدل کې خوشې کوي او یا یې وژني.

نږدې هره ورځ مې کلیوال زنګ وهي چې طالبان نن بیا سړک ته وتلي و چې بیا یې یوه ډله خلک د عمومي سړک ښکته کړي او ځان سره یې یرغمل کړي، کله چې طالبان د غلا او ورانکارۍ لپاره وځي، نو په خپل ځای او یا لار کې روژه خوري او په دې پلمه چې جهاد ! کوي ، نو روژې نه نیسي.

طالبان د روژې خوړولو لپاره زیاتې پلمې پيدا کوي، ځینې کسان چې په کلیو کې روژې خوري، د روژې په میاشت کې له طالبانو سره یو ځای کیږي او طالبان چې له یوې سیمې بلې سیمې ته ځي، نو ځان لپاره روژه خوړل روا ګڼي او هیڅ روژه هم نه نیسي.

طالب په دې روژه کې هر ډول تاوتریخوالی کوي، خلک وژني، خلک وهي ډبوي، خلکو باندې روژه ماتی او پیشلمی ګډوډ کوي، خلک یې بې کوره کړي، خلک یې ډارولي، روژه په خوله کسان یې له کوره ویستلي او وژلي دي، روژه په خوله کسان یې مجبور کړي چې کډه بار کړي او داسې نورې زیات ظلم چې طالب یې د روژې مبارکه میاشت کې کوي.

د روژې میاشت کې خلک روژه ماتی برابر کړي، طالب چې ټوله ورځ روژه نه وي نیولي، راشي او له خلکو تیار روژه ماتی وخوري، د روژې په میاشت کې خلک د روژه ماتي وروسته د تراویح لمونځ تابیا ونیسي، خو طالب ورشي د تراویح لمانځه څخه کسان ونیسي او یو بل ځای کې یې ووژني، که ووایو طالب په یو وحشي ځناور بدل شوی، دا به مبالغه نه وي.

طالب دا هر څه د خپل بادار لپاره کوي، د طالب بادار چې په ایران او پاکستان کې ناست دي، طالب ته وایي چې افغانان ژوند کې تنګ کړئ او هیڅ وخت ور نه کړئ چې ارام او هوسا ژوند وکړي.

د طالب د بادار هدف دا دی چې خلک له اسلام او د اسلام له رکنونو بې زاره کړي، ځکه طالب سره د اسلام ټکټ دی او د اسلام تر نامه لاندې داسې کارونه کوي چې ځینې خلک یې شکمن کړي چې طالب مسلمان نه دی او که د اسلام دین د سولې دین نه دی.

د سرتېري روژه

له بلې خوا بیا یو افغان سرتېری روژه په خوله ناست دی، له کور، کورنۍ، خپل خپلوانو، اولادونو او مور او پلار څخه لیرې د هېواد دفاع کوي، په وچه ډوډۍ او یا اندک خوراک باندې روژه نیسي او په همدې باندې بیرته ماښام کې روژه ماتوي.

سرتېری دا هر څه د دې هېواد، خلکو او دین لپاره کوي، سرتېری پوهیږي چې د دې روژه د ځان لپاره ده او دنده یې د هېواد او دین ساتلو لپاره ده چې له خوارجو څنګه هېواد او دین وژغوري.

سرتېری چې دا اوس په ځینو سیمو کې له طالب او نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه دی، هیڅکله یې په چا احسان و نه کړ چې روژه په خوله باندې د هېواد او دین ساتنه کوي، سرتېری هیڅکله د روژې لپاره پلمه نه جوړوي چې ګنې له ترهګرو سره په جګړه دی او د هېواد او دین ساتلو لپاره ورته د روژې خوړل جایز دی، سرتېری په لوږه او تنده کې د خدای د رضا لپاره په جګړه بوخت دی او نه پریږدي چې خوارج او ترهګر د افغانانو ژوند تریخ کړي او افغانستان د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

که موږ او تاسو افغانان خپل ځان ته وګورو چې روژه کې مو خوب کم شي، نو روژه رباندې سختیږي، خو سرتېری شپه او ورځ زموږ لپاره بیدار دی چې موږ باندې خوب خراب نه شي.

که زموږ او ستاسو روژه ماتی سم برابر نه وي، اچار، غوښه، چکني، ترخه، خواږه او نور خواړه پکې نه وي، نو هغه روژه ماتی مو سم نه وي او هیڅ خوند نه راکوي، خو سرتېری زموږ د ارام ساتنې لپاره په سنګر کې یواځې یوې ترکارۍ سره روژه نیسي او ماښام یې بیا په سړه توده ماتوي.

موږ او تاسو هڅه کوو چې د روژې میاشت کې خپل کارونه راکم کړو او د روژې اسانه تیریدو لپاره ارام وکړو، خو سرتېری همغسې له نامرده دښمن سره په جګړه دی او دښمن نه پریږدي چې په افغانانو باندې روژې او اخترونه غم کړي.

سرتېری چې هر څه کوي، د افغانستان او اسلام مبارک دین لپاره یې کوي او د دې مسوولیت لپاره خپل عبادات او اطاعات هم نه پریږدي، د ورځې روژه او د شپې له خوا په سنګرونو کې تراویح او د قران کریم تلاوت کوي.

سرتېری له موږ څه غواړي؟

سرتېری له موږ دا نه غواړي چې په سنګر کې ورسره اوږه په اوږه جګړه وکړه، سرتېری له موږ روژه ماتی نه غواړي، سرتېری نه غواړي چې ته ورته پیشلمی تیار کړه، سرتېری دا نه غواړي چې ته خپله روژه ستړې کړه او د سرتېري سنګر ته ورشه همکاري ورسره وکړه، سرتېری دا هم نه غواړي چې اولادونو ته یې روژه ماتی برابر کړه، سرتېری دا هم نه غواړي چې پیسې ورکړی او یا نورې ډالۍ ورته واخل.

سرتېری یواځې دا غواړي چې خپله تاوتریخوالی مه کوئ، اولادونه، پلار، ورور او ملګری مو له ترهګرو راوګرځوئ، سرتېري دا غواړي چې تاسو ترهګرو ته د شپې ځای مه برابروئ چې پر موږ برید وکړي، سرتېری دا غواړي چې تاسو ترهګر ترښارونو او نظامي مرکزونو مه انتقالوئ، سرتېری همکاري غواړي چې یو طالب د سړک غاړې ماین ږدي او تاسو خبر ورکړی چې شنډ یې کړي.

نو سرتېری ژوند غواړي او دا ژوند د دې لپاره غواړي چې تاسو پرې ژوندي پاتې شئ، له سرتېرو ملاتړ د روښانه راتلونکي او ودان افغانستان زیر دی چې هیڅ دښمن به ونه توانیږي چې ارمان ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *