نن شنبه د1393 لمریز کال دمرغومي دمیاشتې 20 مه نیټه دهیواد داساسي قانون یوولسمه کلیزه دیوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې ، چې دعظیم الشان قران دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پیل اوملي سرود خپور شو. دیاد وزارت سرپرست ډاکتر سیداحمد حقبین، مسلکي معین عبدالمالک صدیقي دجرګو اوقبایلي چارو معین محمد یعقوب احمدزي، سلاکارانو، ریسانو، کارکوونکو او دقانون پرتطبیق دڅار ادارې پلاوي ګډون کړی ؤ.
غونډې ته دوزارت سرپرست ډاکترسید احمد حقبین دخپلې وینا په ترڅ کې وویل: خوشحاله یم، چې دهیواد دملي وثیقې او ارزښتناک سند په اړه سره راټول شوي یو. چې موږ هریو یې دهرې مادې دپلي کولو او پرځان باندې دمنلو اوعملي کولو مسولیت لرو.
ښاغلي حقبین وویل: څه چې وایو باید پرهغې عمل وکړو. قانون ددې لپاره تصویب اونافذ شوی نه دی، چې هغه پرځای کیدو، قانون هغه ټولیز قواعد دي، چې دملت دارادو تمثیل کوي. اودټولنې دسلامتیا اودوګړو دحقوقو دتامینولو په موخه دملت داستازو له خوا تصویب اودجمهور ریس له خوا توشیح شوی دی، چې ټولې چارې ددې قانون پربنیاد دیولړ نوروبیلابیلو قوانینو په منځته راتګ سره پرمخ وړل کیږي، چې دعملي پلي کیدو پایله یې له ظلم اوستم څخه دپاکې هوسا اوپرمختللې ټولنې جوړیدل دي.
ښاغلي حقبین همدارنګه په لنډه توګه په هیواد کې داساسي قانون دتاریخچې، الهي قانون اووضعي قوانینو په اړه هم هراړخیز معلومات وړاندې کړل، وې ویل: که اساسي قانون لکه څنګه ،چې ښایي پلی شي. موږ به له ستونزو وژغول شو. باید دسترګو دکسو په څیر اساسي قانون پرموږ ګران اودپلي کولو په موخه یې هڅې وکړو.
ښاغلي حقبین وویل: یوځل بیا ژمنه کوو، چې لومړی اساسي قانون پرځان عملي اوبیا نوروته داساسي قانون دمنلو فرهنګ ورزده کړو. په یوه ورځ لمانځنه باید بسنه ونه کړو، هره ورځ باید ټولې چارې داساسي قانون په رڼا کې ترسره کړوله دې امله یې دوزارت له ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې خپلې وسپارل شوې دندې دقانون په رڼا کې ترسره کوي.
ورپسې داساسي قانون پرتطبیق دڅار ادارې غړي بسم الله ایماق داساسي قانون داهمیت اوارزښت اودیادې ادارې له خوا یې داساسی قانون په رڼا کې دترسره شویو فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل. وې ویل: اساسي قانون دانحصارغوښتنې لارې تړلي اودهروګړي اوډلې درضایت اسباب یې رامنځته کړي دي، چې دا زموږ دملي یووالي محصول دی.
دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت دجرګو اوقبایلي چارو معین هم اساسي قانون دالهي قانون په رڼا کې دټولنیز ژوندانه دپرمخ بیولو لپاره یوه اړتیا په ګوته کړه. وې ویل: چې اساسي قانون دټولنیز ژوندانه اساس اوبنسټ جوړوي په یوه هیواد کې داساسي قانون شتون یوه اړتیا اوعملي پلې کول یې بله اړتیاده باید اساسي قانون دسپین کاغذ پرمخ دتوروکرښو په څیرپاتې نشي. لازمه ده ، چې دهغې دپلي کولو، پرځان باندې دمنلو او نورووګړوته یې په اړه دلارښوونې مسولیت احساس کړو. ترڅو دیوې هوسا اوباثباته ټولنې څخه برخمن شو.
همدارنګه داطلاعاتو اوعامه اړیکو ریس عبدالوحید خاورې دخلکو په پوهاوي او ذهنیت جوړونه کې درسنیو دونډې په اړه وینا واوروله وې ویل: داچې رسنۍ دخلکو اودولت ترمنځ داړیکو دپل حیثیت لري، چاپي تصویري اوغوږیزې رسنۍ کولای شي، چې دبیلابیلو پروګرامونو له لارې د اساسي قانون په اړه دخلکو په پوهاوي اوذهنیت جوړونه کې ستررول ولوبوي.
ده همداراز وویل: چې داساسي قانون دشپاړسمې مادې په پام کې نیولوسره دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت داطلاعاتواوعامه اړیکو ریاست چاپي رسنۍ په بیلابیلو ژبو دخلکو دپوهاوي په موخه فعالیت کوي. او دې ته ژمن دی، چې داساسي قانون دښیګڼو اوارزښت په اړه دخلکو په پوهاوي کې خپله ونډه اومسولیت ترسره کړي.
ورپسې دجندر آمریت کارکوونکې اغلې مینه ابراهیم خیل هم داساسي قانون دارزښت اوپه هغې کې دښځو دحقوقو اوله هغې څخه دملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل: وې ویل هغه خویندې ، چې له خپلو حقوقو څخه ناخبره دي. باید دهغوی دپوهاوي په موخه هڅې وشي.
غونډه دجرګو اوقبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي له خوا ددعا به ویلو پای ته ورسیده.