نن سې شنبې د ۱۳۹۴ لمریز کال د غوايې لومړۍ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوی وزیر محمد ګلاب منګل د یوې لویې او درنې غونډې په ترڅ کې، چې د وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه. د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود له خوا ددغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار يې پیل وکړ.
په یاده غونډه کې د ښاغلي مسعود تر څنګ په پارلماني چارو کې د دولت وزیر محمد نبي فراهي، د وزارت مالي او اداري معین سید احمد حقبین، معینانو، سلاکارانو، رئیسانو، د ملي شورا یو شمېر غړو، دولتي چارواکو، ملي شخصیتونو، جهادي او قومي مشرانو، د سولې د شورا غړو، د مدني ټولنو غړو، ځوانانو او د رسنیو ګڼ شمېر استازو ګډون کړی وو، چې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د وزارت مالي او اداري معین سید احمد حقبین خبرې وکړې او ويې ویل، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دندې د ملي یووالي او سولې په ټینګښت، د شخړو په هوارولو، د سرحدونو په ساتلو او بېلا بېلو برخو کې ډېرې مهمې دي، انشاالله ښاغلی محمد ګلاب منګل تجربه لرونکی، صادق، قومي او ټولنیز شخصیت دی. دا وړتیا لري، چې د وزارت چارې د وخت له غوښتنو سره سمې پر مخ یوسې. ده د وزارت په استازیتوب له ښاغلي منګل سره د همکارۍ ډاډ څرکند کړ .
وروسته په غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې مرستیال نعمت الله سایر د وزیرانو د ټاکنې په اړه د جمهور ئیس فرمان ولوست، چې په دندو کې د یادو وزیرانو د بریالیتوبونو هیله شوې وه .
همدارنګه د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې احمد ضیا مسعود د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د خوښۍ ځای دی، چې د هېواد یو لوی شخصیت محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. دده سیاسي مخینې، د هلمند ولایت په بېلا بېلا برخو کې غوره خدمتونو او یو لړ مثبتو بدلونونو، د فرهنګ د پیا وړتیا لپاره يې هڅو او همدارنګه د نورو دندو غوره تر سره کولو ته يې په کتو سره خدمتونه د قدر او ستایلو وړ دي .
ښاغلي احمد ضیا مسعود زیاته کړه، چې افغانستان یو قومي او قبیلوي ټولنه ده، چې دلته قومونو او قبیلو په همدغه هېواد کې یو ځای ژوند سره کړی، په ټولو مسايلو په ځانګړي ډول په ملي مسایلو کې ټولو شریفو قومونو یو بل ته لاس ورکړی، چې د لویو، لویو ځواکونو او یرغلګرو په وړاندې يې ګډ دریځ غوره کړی او د دې هېواد نوم يې په ملي او نړیواله کچه ځلولی دی.
هیله من یم، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قبایلو د اقتصادي، پیاوړتیا، ښوونې او روزنې، د فرهنګ د ودې، د قبیلوي ټولنیزو جوړښتونو او د قبایلو د ژوند د ښه والي په موخه هاند او هڅې وکړي. ده وویل، چې زموږ سیاسي هویت د قومي هویت په چوکاټ کې څرخي څومره، چې د قومونو تر منځ اړیکي رامنځته کېږي، فرهنګ يې وده کوي او پیاوړی کېږي، نو په بېلا بېلو چارو کې همږغۍ رامنځ ته کیږي او قومي جوړښتونه په ملي جوړښتونو بدلیږي، په دې سره موږ د مدنیت خوا ته ځو او لا نږدې کیږو، چې موږ ته ملي هویت راکوي او یو واحد سیاسي بستر رامنځته کولو ته لار هواروي، چې په پایله کې کولای شو، چې د خپلو ملي موخو او ملت جوړونې په لور ولاړ شو.
وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو نوي وزیر محمد ګلاب منګل خبرې وکړې او ويې ویل، چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي شورا له غړو څخه مننه کوم، چې پر ما يې باور وکړ او دغه دروند امانت يې زما په اوږو کېښود. ژمنه کوم، چې د هېواد د یوه خدمتګار بچي په توګه به دا امانت وساتم .
ښاغلي منګل همدارنګه د وزارت د موخو او پالیسو په پلي کولو کې د پخوانيو وزیرانو هر یوه اسدالله خالد، ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د وزارت د سرپرست سید احمد حقبین د هاند او هڅو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې ددوی هغه کارونو ته ، چې پیل کړي يې وه او لا بشپړ شوي نه دي بشپړ کړم .
ده همداراز په کارونو کې یو لړ ستونزې په ګوته کړې او د منظمو تګلارو د په کار اچولو له لارې يې د یادو نیمګړتیاوو د پوره کولو ژمنه وکړه . او همداراز يې د وزارت د ستراتیژۍ او پالیسو پر بنسټ د منظم سیسټم د جوړولو، د وزارت او ولایتي ریاستونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، د ملي یووالي فضا د رامنځته کولو، د تل پاتې سولې د ټینګښت په موخه د عالمانو، قومي مشرانو او مخورو د ملاتړ د تر لاسه کولو، د سرحدي ولایتونو او نامنه سیمو د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنتون د جوړولو، د قومونو او قبایلو د اقتصادي پیاوړتیا، د خپل منځي شخړو او ستونزو د هوارولو، د دواړو غاړو د میشتو قومونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او ژوند کچې د لوړولو، د فساد او تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې د هاند او هڅو، د وزارت د چاپي او انټرنیټي خپرونو د بډاینې او د پیاوړو قومي شوراګانو د جوړولو په برخو کې خپل پلانونه وړاندې کړه او ژمنه يې وکړه ، چې ټول پلانونه به دوزارت د کارکوونکوو سره په همږغۍ او همکارۍ سره ترسره کړم .
غونډه د سولې د شورا د غړي او جهادي شخصیت قاضي محمد امین وقاد په وینا او په هېواد کې د سولې او ملي یووالې د ټینګښت په دعايې سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د افغاني درانه دود له مخې د قومي مشرانو له خوا د محمد ګلاب منګل پر سر شملې کیښودل شوې او د چارو په ترسره کولو کې يې د ده د بریا هیله وکړه .