د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی محمد شفیق ګل اغا شیرزی، نن چهارشنبه د ۱۳۹۶ لمریز کال د زمري په۱۱ نېټه د یوې درنې غونډې په ترڅ کې دوزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو او پخپل کار یې پیل وکړ. په غونډه، کې چې د وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، جهادي شخصیتونو، دولتي چارواکو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړو، قومي مشرانو، ولسي وګړو، ځوانانو او درسنیو استازو پکې ګډون کړی و. د اچې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د حکم پر اسا س ښاغلی ګل اغا شیرزی د دغه وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی، نو د غونډې په پیل کې د جمهوري ریاست د مقام د دفتر ریاست د مرستیال ښاغلي عبدالسبحان رؤف له خوا د سرپرست اونوماند وزیرپه توګه د ښاغلي شېرزي د ټاکل کېدو حکم ولوستل شو.
ورپسې ددغه وزارت مخکیني سرپرست وزیر او مسلکي معین ښاغلي څېړنوال عبدالغفور لېوال د غونډې برخه والو ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ پخپلو خبر و کې باور څرګند کړه،چې د وزارت چارې به د نوي سرپرست وزیرښاغلي شېرزي د تجربو او نفوذ له برکته ،چې د ولسونو په منځ کې یې لري په ښه توګه ترسره شي.
همداراز ښاغلي لېوال ډاډ ورکړ، چې د ځانګړو او ستراتیژیکو چارو، ملي او سیاسي لویو مسایلو په ترسره کولو کې به، چې د وزارت وجودي فلسفه جوړوي د وزارت ټول کارکوونکي له ښاغلي شیرزي سره اوږه پر اوږه نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
ورپسې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله پخپلو خبرو کې وویل: خوښ یم،چې په دې حساسو شېبو کې یو قومي مشر، د ټول هېواد په کچه مجاهد او پيژندل شوی شخصیت، چې د هېواد د سولې، ملي یووالي او بیارغونې اتل دی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل کېږي.
ښاغلي عبدالله د مخکني سرپرست وزیر او مسلکي معین ښاغلي عبدالغفور لېوال له کړنو او فعالیتونو څخه ، چې په ښه ډول يې ټولې ورسپارل شوي چارې تر سره کړي مننه وکړه، د ښاغلي لېوال کارونه يې وستایل او ډاډ يې څرګند کړ، چې له نوي سرپرست وزیر ښاغلي شیرزی سره به هم ښه همکاري ولري.
همداراز ښاغلي عبدالله د ملي یووالي او سولې په ټینګښت او د شخړو په حل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رول مهم وباله وې ویل:چې په اوسنیو شرایطو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست ښاغلي ګل اغا شیرزي ټاکل، چې د هېواد په کچه له مخورو شخصیتونو څخه دی او د افغانستان د قومونو او قومي مشرانو له باور او اعتماد څخه برخمن دی پر ځای ټاکنه ده او په دې برخه کې یې له ولسمشر څخه مننه وکړه.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د سولې، ملي یووالي او بیا رغونې اتل ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي خبرې وکړې وې ویل، چې موږ تل د هېواد د سولې، ملي یووالي او بیا رغونې لپاره قربانې ورکړې او اوس هم هر ډول قربانیو ته تیار یو. ښاغلي شیرزي د هېواد پر یو شمېر خوابدو سیاسي شخصیتونو هم ږغ وکړ، چې اوس د مخالفتونو وخت نه بلکې د خپل نظام او مشروع دولت څخه د ملاتړ وخت دی، تر څو خپل منځي اختلافات له منځه یوسو او په ګډه سره د هېواد د سولې، ملي یووالي او بیا رغونې لپاره کار وکړو.
همداراز ښاغلي ګل اغا شیرزي د ښوونې او روزنې، د سرحدونو د ساتلو، سرحد میشتو ځوانانو ته د ښوونځیو د جوړولو او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نه ستړې کېدونکو هڅو ډاډ ورکړ، وې ویل،چې چارې به دوزارت د مشر تابه پلاوي سره په مشوره پر مخ یوسي. غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېده.