خبرپاڼه
حدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د ۱۳۹۴ کال د غويې پر ۲۳ نېټه د خپل کار په دفتر کې د دوست هېواد هندوستان له سفیر ښاغلي امر سینا سره وکتل .
یاده لېدنه،چې د دواړو لورو ترمنځ د پېژند ګلوۍ په موخه تر سره شوه په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د هندوستان سفیر ته ښه راغلاست ووایه او ويې ویل، چې د افغانستان او هندوستان اړیکې د تاریخ په اوږدو کې ښې او دوستانه وې، خو د تېرو ۱۳ کلونو راپدیخوا دا اړیکي نورې هم نږدې او پراخه شوي دي، دوست هېواد هن��وستان له افغانستان سره د بیا جوړونې، ښوونې او روزنې، ظرفیت جوړونې او نورو برخو کې ډېرې مرستې کړي، چې موږ مننه ورڅخه کوو.
ښاغلي منګل زیاته کړه، چې دوست هېواد هندوستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اړوند لېسو د زده کوونکو د زده کړې د بهیر د پياوړتیا او د تحصلي بورسونو په برخه کې اغېزمنې مرستې کړي. ښاغلي منګل وویل هیله من یو، چې له دې وروسته هم دوست هېواد هندوستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سره د ښوونې او روزنې او ظرفیت جوړونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
وروسته د هندوستان سفیر امر سینا خبرې وکړې او د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه يې د ښاغلي منګل د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویل. ښاغلي سینا زیاته کړه، چې موږ د افغانستان او هندوستان دوستانه اړیکو ته ژمن یو او له دې جګړه ځپلي هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړو، چې د نورو برخو تر څنګ به د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سره هم د ښوونې او روزنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې مرستې وکړو.