السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
د پکتيکا وير د ټولې نړۍ په کچه د يادونې وړ دی، په دې وير بايد د نړۍ د هرې څنډې د انسان زړه ودردېږي او هر انسان بايد د خپل کرامت ساتلو په خاطر د دې پېښې غندنه وکړي.
دا غميزه يوازې زما او زما د ولس لپاره دردونکې نه ده، بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو درد دی، يو غم دی او د انساني وحشت يو بد انځور دی.
پکتيکا د ګران افغانستان په کچه يو هغه ولايت دی، چې په جغرافيايي لحاظ زيات ارزښت لري، د نفوس په لحاظ پام وړ دی او د هيواد په سوداګريز او اقتصادي پياوړتيا کې ښه ځای لري، خو له بده مرغه چې د دا ډول پېښو له کبله يې د ډېرو پرمختګونو مخه ډب شوې ده.
زه د دې لوی ولايت د لوی غم دردونه په خپل وجود کې احساسوم او ټولو هيوادوالو ته د صبر غوښتنه کوم.
نور دې زموږ په هيواد کې دا ډول وحشتونه، نه وي، د دا ډول غمونو ټغر دې ټول وي.
الله ج دې د پکتيکا د ټولو شهيدانو شهادت قبول کړي، کورنيو ته يې د صبر او زغم غوښتنه کوم، زه يې غم د خپل کور او ځان ګڼم.
الله ج دې نور زموږ په بې وسه خلکو ورحمېږي، الله ج دې د پکتيکا غميزه د دې هيواد وروستۍ غميزه کړي، زه په دې لوی غم ډېر غمګين يم.
په خورا درنښت!
ډاکتر محمد اکرم خپلواک
د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست وزير