راپور : يوسف اشنا

د هېواد په تاریخ کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په دې وتوانېده چې په خپلو اړوندو لېسو کې د ساينسي مضامينو د تدريس لپاره کمپيوټري سيسټم رامنځ ته کړي. د دغه سیستم له برکته به زده کوونکي اسانه، عملي او ښه زده کړه وکړي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک وایي، د پرلپسې هڅو په پایله کې په دې وتوانېدل چې د ساينسي مضامينو د تدريس په موخه په خپلو دريو لېسو (رحمن بابا،خوشال خان بابا او پیرمحمد کاکړ ) کې د عصري علومو د تدريس په موخه کمپيوټرايز سيسټم رامنځ ته کړي.

د وزیر خپلواک په خبره په دغو لېسو کې به زده کوونکو ته په پروجکتور عملي مسلکي زده کړې ورکول کېږي. نوموړی وایي د درې واړه لېسو لپاره يې تر ۲۰۰ زيات کمپيوټرونه او نور لازم امکانات پيدا کړي چې په دې سره به د لوړو صنفونو زده کوونکو ته د ساينسي مضامينو د عملي زده کړې اسانتیا برابره شي. ښاغلی خپلواک وايي د هيواد په کچه د ياد وزارت شته لېسې به فعالې او په کمپيوټرايز سيسټم سمبال کړي.

تر دې مهاله په ټول هيواد کې زده کوونکي میخانیکي زده کړې کوي، خو د هېواد په تاریخ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په دې وتوانېد چې د زده کړې د زاړه سيسټم پرځای نوی او کمپیوټري سیستم رامنځته کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي، د زده کړو کمپيوټرايز سيسټم د زده کوونکو د سويې په لوړولو کې ښه مرسته کولی شي. د ده په وینا دا په هيواد کې د عصري علومو د عملي زده کړې يو بنسټ دی او په دغه بنسټ د نورو خښتو د اېښودلو اړتیا هم شته، څو په هېواد کې شته د زده کړې مرکزونه په دغه سیستم سنبال شي او زده کوونکي عملي زده کړه وکړي.

د نوموړي په وينا د سرحدونو وزارت په چوکاټ کې نوی رامنځته شوی مسلکي انسټيټيوټ به هم په دې سیستم سنبال شي، څو یاد زده کوونکي عملي زده کړه وکړي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو ۸۵ سلنه زده کوونکي د ۱۳۹۳ کال د کانکور په ازموینه کې په ښو نومرو د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شول، باور دی چې په عملي ډول د زده کړو دغه نوی او کمپیوټرایز سیستم به د زده کوونکو د سویې او بریا په برخه کې پام وړ اغېز ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *