په خوست ولايت کې دځايي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې ددغه ولايت د ملکي او نظامي ارګانونو رهبرۍ د ولايتي شورا د وکيلانو او د ټولنې د ټولو قشرونو د استازو په ملتيا د سرحدي حساسو نقطو څخه.په بېلابېلو وختونو کې ګډې ليدنې کتنې ترسره کړي دي، چې د وسله وال ملي او دفاعي ځواک مرال يې خورا پياوړى کړى او دا مهال د ډيورېنډ پر پوله د هر يرغلګر تخريبي حرکت له نږدې څاري او د اړتيا پرمهال غاښ ماتوونکى ځواب ورکوي.
دغه سفرونه سپېرې،تڼيو،دوه منده شمل،ګربزو، ځاځي ميدان ،علېشېرو ،باک،موساخېلو او د قلندر ولسواليو ته ترسره شوي دي، د خوشاليو او رخصتيو په ورځو کې يې د ملکي او نظامي ارګانونو د کارکوونکو،سرتېرو او منسوبينو سره د دوى د خوشالۍ او تشويق په موخه د افغاني عنعناتو په چوکاټ کې مېلې کړي او دوى ته يې ډاډ ورکړى، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولايتي اداره او مېشت ولسونه يې په هرحالت کې بشپړ ملاتړ کوي او هېڅ وخت به يې ستونزو او مشکلاتو ته ورنه کړي.
همداراز پدې ليدنو کې د ملي امنيتي ځواکونو او ملکي محلي ادارو غوښتنې او وړانديزونه راټول شوي او د حل په موخه يې د ولايت او مرکز کابل په کچه جدي اقدامات پورته شوي دي، چې دغه کار هم په خوست ولايت کې د امنيتي،کشفي او دفاعي ځواک ملي انګېزه غښتلي کړي او دا وخت کولى شي، چې دخوست په هره نقطه کې د ورانکارو د تخريبي فعاليتونو مخه ونيسي.
دخوست ولايتي ادارې د مشرتابه او همدارنګه ددغه ولايت د لوړپوړو چارواکو ولسواليو ته د سفرونو موخه داوه، چې ولس ته وښايي، چې د ولايتي ادارې ټول ملکي او نظامي ارګانونه د يوه هدف لپاره مبارزه کوي، چې دا هدف د ولس سوکالي، پرمختګ او ارامه ژوند دى، نو ددې پرلپسې سفرونو په پايله کې ولس پدې باوري شو، چې دخوست اداره خپلو خلکو،خاورې،ځمکنۍ بشپړتيا،ملي ګټو،اسلامي او ملي ارزښتونو ته کار کوي، په همدې اساس د ولس او دولت ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت زياتې ټينګې شوي دي.
د سياسي او نظامي چارو کارپوهان وايي، چې خوست ولايت د شمالي وزيرستان سره پراخه پوله لري، نو په همدې اساس وسله وال مخالفين کولى شي، د نږدې فاصلې او دپراخې پولې له امله دې سرحدي ولايت ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي، خو د دوى په خبره چې تر دې دمه دمحلي حکومت سره د ولسونو د پراخې همکارۍ او د نظامي ځواکونو د قوي عزم او ارادې له امله پدې ندي توانېدلي، چې په خوست کې خپل تخريبي فعاليتونه سرته ورسوي او امنيتي وضعه ګډوډه کړي.خو دا چې په روانه مياشت کې د يوه ولسمشر څخه بل نوي ولسمشر ته سياسي واک انتقاليږي، نو په همدې خاطر وسله وال مخالفين او ورانکاري ډلې د ناوړه او ډار اچوونکو تبليغاتو د لارې کوښښ کوي، چې د ولس په منځ کې وېره خپره کړي او خلکو ته داسې وښايي، چې افغان حکومت د کمزورۍ خواته روان دى او نشي کولى، چې په وضعه حاکم واوسي.خو که چېرې د ولس او دولت ترمنځ موجوده همکاري همداسې دوام پيدا کړي،نو د وسله والو مخالفينو موجوده تبليغات او ترورېستي پلانونه به په بشپړ ډول داسې له ماتې سره مخامخ شي، لکه په تېرو ټاکنو او اخترونو کې چې دوى د هرډول بريدونو دترسره کولو او د امنيتي وضعې د ګډوډولو خبردارى ورکړى وو، خو په حقيقت کې په هېڅ کار کې هم بريالي نه شول.
دوى زياتوله ، چې په خوست کې د غوره مديريت،ښې همغږۍ،د ولس،ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ، مدني ټولنو او ديني عالمانو ترمنځ ښې اړيکې ددې سبب شوي دي، چې پدغه ولايت کې ډاډمن امنيت شتون لري، خو بيا هم دغه کارپوهان دخوست په ولس د بيدارۍ غږ کوي او وايې چې د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل سره سياسي واک د يوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته انتقاليږي،چې دا د موجوده حکومت او ولس لپاره لويه لاسته راوړنه ده، نو په همدې اساس د حکومت او ملت مخالفين په هېڅ صورت سره دا نشي زغملى، چې دغه مهمه پروسه دې په ازاده،ډېموکراتيکه او باامنه فضا کې ترسره شي،په دې اساس دوى هڅه کوي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو او د هغوى د ټيمونو ترمنځ د ستونزو د ايجادولو لپاره د وېب پاڼو،فېسبوک،ټوېټر او نورو لارو داسې زهرجن تبليغات ترسره کړي، چې له امله يې دواړه نوماندان او د هغوى ټيمونه يو له بله سره ښکر په ښکر شي او هغه سترې لاسته راوړنې او برياوې چې په تېرو ديارلسو کالونو کې افغانانو ترلاسه کړي، بېرته په خړو اوبو لاهو کړي.
دغه کارپوهان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو او د دوى ټيمونو ته هم سپارښتنه کوي،چې د هېواد وضعيت ته جدي پام وکړي، په خپل منځ کې د جزوي اختلافي مسايلو تېر شي او پرځاى يې د ملي ګټو په خاطر په خپلو کې کلک يووالى غوره کړي، ترڅو مخالفين او ورانکاري ډلې چې د بې اتفاقۍ،تخريب او ناامنۍ لپاره په ټول قوت سره کار کوي،دوى ته ددې فرصت په لاس ورنه شي، چې خداى مکړه د اوسنۍ اوضاع څخه په ګټې اخېستنې د افغانستان د بربادۍ لپاره ګټه پورته کړي.
دسياسي او نظامي چارو کارپوهان په ولس او د ولسمشرۍ په نوماندانو پداسې وخت کې د يووالي او مشترک کار غږ کوي، چې پدې وروستيو ورځو کې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه او ټولې رهبرۍ ويلي وو، چې پدې وروستيو کې وسله وال مخالفين او ترورېستي ګروپونه نه يوازې په مخامخ جنګ کې د شدت هڅه کوي، بلکې د دولتي بنسټونو او عام ولس د وېرولو هڅې يې هم پيل کړي دي، خو د دوى په خبره چې د ولايتي ادارې هرملکي او نظامي مامور د تېر په څېر کلک عزم او هوډ لري، چې د افغانستان د پاکې خاورې او ملت د مخالفينو په وړاندې دسر په قېمت قرباني ورکړي او هېڅ وخت به ددې اجازه ورنه کړي، چې موجوده پرمختګونه چې په سترو قربانيو ترلاسه شوې،بېرته له لاسه ورکړي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٥ – ٦ – ١٣٩٣ چهارشنبه