د اوه دېرش کلنې غميزې یو پيلوونکی او د صحرایې محکمې سالار جنرال امام الدین د جمعه دین زوی په کابل کې دی. نوموړی څه موده وړاندې په مزار شریف کې لېدل شوی و چې د ویښو ځوانانو له خوا یې هویت تشخیص شوی او دا دی  په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکول کیږي.
جنرال امام الدین  د 1357 کال د ثور په شپږمه د هېواد لومړنی ولسمشر سردار محمد داود خان په خپل ټوپک بې  محاکمې مخامخ په ‌‌‌‌‌‌ډزو شهید کړ چې وروسته یې تر قوماندې لاندې عسکرو د داود خان ټوله کورنۍ، چې په ارګ کې موجوده وه، په قتل ورسوله.
جنرال امام الدین دوه کاله وړاندې هم کابل ته راغلی و چې د عدلي او قضایې چارواکو تر خبریدو وروسته د جنرال هاشم په مرسته په تېښته بریالۍ شو.
کابل ته د جنرال امام الدین راتګ د ده د کورنۍ غړو تائید کړی دی. جنرال امام الدین د لوګر ولایت اوسېدونکی دی چې نیونه او محکمې ته کشول یې جمهور ریس غني ته لویه ننګونه ده. اوس به وګورو چې د ملي وحدت حکومت مشران  ملت ته په خپلو ویناوو او کړنو کې څومره صادق دي. په ملي روحیه سمبال ځوانان به جنرال امام الدین، دغه د ملت د خوښیو قاتل او د ثور د غميزې پيلونکی او بنسټ ایښودونکی د محکمې تر میزه په کراره پرې نږدي. هڅانده ځوانان به په کابل کې د نوموړي حرکات څاري او د رسنیو په واک کې به یې ورکوي. دا خبر تر نیونې ادامه لري.
شفیق خیبر
One thought on “د سردار محمد داود خان قاتل د کابل په واټونو کې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *