تاند- د سعودي عربستان پاچا سلیمان بن عبدالعزیز السعود د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د کابل د سردار محمد داوود خان پر روغتون د پرونۍ تروریستي حملې د قربانیانو په خاطر یې ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړه.
خادم الحرمین الشریفین له ولسمشر غني سره په ټېلفونی خبرو کې د دې وحشیانه برید د شهیدانو روح ته دعا وکړه او د ټپیانو د ژر تر ژره رغیدو هیله یې څرګنده کړه.
ولسمشر غني د افغانستان د حکومت او ملت له لوري د سعودي عربستان له پاچا او خادم الحرمین الشریفین څخه مننه وکړه.
چین: دې تروریستي برید ټکان راکړ
له بلې خوا چین نن وویل چې د کابل تروریستي حملې ټکان ورکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ګینګ شوانګ په یوه خبري غونډه کې نن /پنجشنبه/ وویل«موږ ته دې تروریستي برید ټکان راکړ، موږ یې په کلکه غندو. چین د دې پېښې په قربانیانو دردېږي او د هغې له ټپیانو او د هغوی له زړه ورو کورنیو سره خواخوږي کوي. موږ به د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان له حکومت او ولس سره ودرېږو څو د افغانستان ثبات او د افغانانو ژوند خوندي شي.»
نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون تروریستي حمله وغندله.
د پاکستان راډیو وویل چې د دغه هیواد د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د جنرال جاوید باجوه له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال ته ټېلفون وکړ او پر حملې یې خپګان څرګند کړ.