تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د حملې په تړاو څو تنه جګپوړي پوځیان په ابتدايي محکمه محکوم شول.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل، د لوی درستیز په دفتر کې د روغتیايي څانګې قوماندان جنرال عبدالرازق سیاوش او د لوی درستیز په دفتر کې د روغتیايي څانګې رييس حنرال عبدالسلام نجرابي د محکمې له لوري د غفلت په خاطر ګنهګار وپېژندل شول او هر یو په یو – یو کال حبس محکوم شول.
جنرال وزیري همداراز د هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې ابتدايي محکمې د سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په تړاو په دوه – دوه کاله بند محکوم کړي دي.
د ده په وینا د طبي ملاتړ د برخې قوماندان جنرال عبدالکبیر، د طبي برخې د ملاتړ د برخې رييس ډګرمن صلاح الدین، د طبي ملاتړ د برخې مرستیال قوماندان ډګرمن رسول محمد، په طبي برخه کې د جاسوسي ضد برخې رييس ډګرمن میر احمد، او د طبي زده کړو د اکاډیمۍ د استخباراتو رييس ډګرمن ظفر خان په دوو- دوو کلونو بند محکوم شوي دي.
د دفاع وزارت ویندوی دغه راز وویل چې یو بل مقام زین الله په یو نیم کال او ډاکتر اول خان او عسکر سید نور په دوو – دوو کلونو قید محکوم شوي دي.
ده دا هم وویل چې د روغتون ۶ کارکوونکي د پوځ له لوري بخښل شوي دي.
د ابتدايي محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او محکومان استیناف او وروسته سترې محکمې ته مراجعه کولی شي.
د مارچ د میاشتې په نهمه یو شمېر تروریستانو پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله وکړه او تر ۵۰ زیات ډاکتران، ناروغان، نرسان او د ناروغانو عبادت کوونکي یې شهیدان کړل.
د دغه وحشیانه برید د داعش تروریستي ډلې، چې ځان اسلامي دولت بولي، په غاړه واخیست.
مکافات او مجازات ښه کار دی ، که څوک خپل هېواد ته خدمت کوي باید مکافات او تشویق شي او هغوی چې خیانت ، غفلت ، ظلم ، ناروا او بېعدالتي کوی باید مجازات شي. اما دا عدالت به څوک تامین او تضمین کړي؟
زما وړانديز ټولو روغتونونو ، دولتی ادارو ، عسکري قطعاتو او مهمو ستراتيژیکو ځایونو په باب دادی چې بې له استثنا ټول کسان چې هلته ورځي باید خپله سلاح تسلیم او ټول تلاشی شي.