په کابل کې پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون حمله د ټولو تروریستانو په مرګ پای ته ورسېده.
امنیتي چارواکي وايي چې د روغتون په اتم پوړ کې پټ تروریست ووژل شو.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې دا برید په طالبانو پوري تړاو نه لري.
د حملې په نتیجه کې د شهیدانو او ټپیانو دقیق شمېر تراوسه لا څرګند نه دی. د وژل شویو تروریستانو د شمېر په اړه هم کره معلومات لا نشته.
وروستی راپور ښيي چې په دې تروریستي حمله کې ۳۰ تنه وژل شوي دي. تفصیل لږ وروسته په جلا خبر کې وړاندې کېږي.
طالبان د حملې په اړه بې خبري ښيي
طالبانو تراوسه د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ځینو رسنیو ته ویلي چې څه نه شي ویلی.
په همدې حال کې دفاع وزارت وايي چې ناروغان یې له روغتون څخه ایستلي او امنیتي ځواکونه تصفیوی عملیاتو ته دوام ورکوي.
د مرګ ژوبلو تازه شمېر
په کابل کې د روغتونونو سرچینې وايي، تراوسه پوري لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي چې تراوسه پوري ۲ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.
داعش تروریستي ډلې د حملې ادعا وکړه
اسلامي دولت یا داعش په کابل کې پر سردار محمد داوودخان روغتون د حملې مسوولیت ومانه.
د اندیپنډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ادعا وکړه حمله د دوی کسانو کړې ده.
دې تروریستي ډلې، چې په افغانستان کې له طالبانو سره په تشدد او ترور کې سیالي کوي، ویلي چې کومانډو یې په څلور سوه بستري روغتون کې حملې ته دوام ورکوي.
د روغتیا وزارت تازه معلومات
د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه پوري پر سردار محمد داوودخان روغتون د تروریستي حملې په لړ کې لږترلږه د ۲ تنو مړي او همداراز ۲۵ ټپیاند کابل وزیر محمد اکبرخان روغتون ته رسول شوي دي.
خو د روغتیا د وزارت اندېښنه لري چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دط ډېر وي.
د کابل ټولو روغتونونو ته ویل شوي چې د ټپیانو د درملنې لپاره تیار واوسي.
حمله کوونکو د طبي کارکوونکو کالي اغوستي
د تازه راپور له مخې، حمله کوونکو د طبي کارکوونکو کالي اغوستي وو.
امنیتي سرچینې وايي چې د سردار داوود خان روغتون په دروازه کې له انتحاري حملې وروسته ۳ وسله وال ترهګر، چې کلاشینکوفونه او لاسپ بمونه یې په لاس کې لرل، روغتون ته ننوتل.
امنیتي سرچینې زیاتوي چې وسله والو ترهګرو د روغتون په پاسني منزلونو کې ځانونه ځای پر ځای کړي او له هماغه ځایه له خاصو ځواکونو سره ډرې تبادله کوي.
دوهمه چاودنه د روغتون له منځه اورېدل شوې ده.
وزیري وايي، امنیتي ځواکونه له ډېر احتیاطه کار اخلي
د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي، امنیتي ځواکونه په ډېر احتیاط د تروریستانو د موندلو او ځپلو لپاره ګام اخلي ځکه چې لږ بې احتیاطي کېدای شي د روغتون عملې او ناروغانو ته خطر پېښ کړي.
ده وویل له همدې کبله دا تصفیوی عملیات خورا سخت دي.
د روغتون په شاوخوا کې له ګڼې ګوڼې ډک سړکونه بند کړای شوي.
د روغتیا وزارت تراوسه د ۲ تنو وژل کېدا تاییدوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لږترلږه د ۲ تنو مړي او ۱۲ ټپیان د کابل نورو روغتونونو ته راوړل شوي دي.
ولسمشر پر روغتون حمله د ټولو دیني ارزښتونو خلاف وبلله
ولسمشر غني دا برید د ټولو انساني ارزښتونو خلاف وبلله، ویې ویل «په ټولو دینونو کې روغتون ته د خوندي ځای په سترګه کتل کېږي او پر روغتون حمله پر ټول افغانستان حمله ده.»
د یوه شاهد خبرې
د روغتون یوه کارکوونکي عبدالقادر رویټرز خبري اژانس ته وویل، یو وسله وال یې ولید چې د ډاکترانو په شان یې سپینه چپنه اغوستې وه، کلاشینکوف یې له چپنې راوایست او ډزې یې پیل کړې.
عبدالقادر وویل چې د دغه تروریست په ډزو لږترلږه یو ناروغ شهید شو.
ناټو وايي، مرستې ته تیار یوو
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، که د سردار محمد داوود خان روغتون د تروریستی حملې د ځپلو لپاره مرسته ورڅخه وغوښتل شي، نو هر ډول کومک ته چمتو دي.
ناټو په ټویټر کې لیکلي:«یو وار بیا یاغیانو په روغتون باندې په حملې سره بشریت ته هیڅ اهمیت نه ورکول ثابت کړل. موږ د تروریزم پر ضد له افغانانو سره ولاړ یوو.»
د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون تروریستي برید شوی
تاند- د افغانستان دفاع وزارت تایید کړه چې وسله وال ترهګر په پلازمېنه کابل کې د سردار محمد داوودخان پوځي روغتون ته ننوتي دي.
د دې وزارت په وینا ترهګر وروسته له دې له جنوبي دروازې روغتون ته ننوتل چې د دوروازې په خوله کې یې د همېشني تاکتیک په شان لومړی انتحاري حمله وکړه.
دفاع وزارت وايي چې له چاودنې سره سم درو ترهګرو د روغتون پر دوهم او درېم پوړ د ماشینګڼ او لاسي بمونو حملې وکړې.
خو د ۱۰۱ اسمايی زون د پولیسو د جتيي څانګې قوماندان بریدجنرال سالم الماس رسنیو ته وویل چې تروریستان له شمالي دروازې روغتون ته ننوتي دي.
ځینی خبري اژانسونه روغتون ته د ننوتو تروریستانو شمېر ۴ تنه ښيي.
شاهدان وايي چې د سهار له نهو بجو تراوسه پوري یې د روغتون له منځه د ۳ چاودنو ږغونه اورېدلي دي.
د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي چې امنیتي ځواکونه له هوا او مځکې څخه روغتون ته ورسېدل او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري یې یو تن وژلی او د دوو نورو د موندلو په لټه کې دي.
وزیري دا هم وویل چې تراوسه یو سرتېزی وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم وايي چې دې وزارت خاص پولیس روغتون ته لېږلي دي.
ناټو ویلي چې وضعیت څاري او که افغان ځواکونو مرستې ته اړتیا لرلهو حاضر دي چې کومک ورسره وکړي.
پنځه کاله پخوا هم پر دغه روغتون انتحاري برید شوی و چې په لړ کې یې د روغتون ۶ کارکوونکي ووژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول.
د دې خبر نور جزییات همدلته وړاندې کېږي.
آفغانستان لکه دملا نصرالدين کلاه چه مخ ته ئې يو ديوال يواو ديوال يوه دروازه او په دروازه يو غټ کلف ځړيږي او نور درې ديوالونه نه لري.
سرحد خلاص,دعام آلمنفعه او دخلګو دفاع نه سي کولائ او نه کوم داسي خاص تابير ورته لري.
دآفغانستان خلګ هم خوشحاله دي چه حکومت لري.
پر دې روغتون تر مخه افراطيونو حمله کړې وه او دادئ بيا په آساني سره تر سره سوله.
*وضاحت:*
په کابل کې په روغتون باندې د نن ورځې برید داسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري.
*توضیحات:*
حمله امروزی بر شفاخانه در شهر کابل ربطی به مجاهدین امارت اسلامی ندارد.
ذبیح الله مجاهد
امارت اسلامي خو ملایکې دي هغوی خو هیڅ افغان تر اوسه ندی وژلی، شرم هم نه لرئ چې د اسلام او امارات نوم بدناموئ. ستاسو لپاره ښه نوم تور مخي وحشي غلامان دی. که په تاسو کې پوهه، اسلام او افغانیت وی نو د پاکستان په لارو بندولو او تور سرو او سپيږرو په بې عزتۍ به مو غیرت کړی وی. داحمله او هره بله حمله چې چا کړې د غندلو وړ ده او باید اشرف غني امنیتي مسولین محاکمه کړي.