لیکوال : الحاج محمد اسمعیل (شریعت یار)

د خوښۍ ځای دی چي ژوند فرهنګي ټولنه هم د ادبي چوپړ پر لاره په نوې بڼه روانه او د منزل پر لور مزل کوي، او منزل یې بختور او خوندور دی ، ژوند د ژوندیو د ارزوني بنسټ کښېښود ، زموږ غلیم یې ترشا پرېښود ، پر مخ وړاندي ولاړل ، او په لومړي ځل یې د شملې فرهنګي مجلې مسؤل ، د هاشم سارواني ادبي ټولني مشر او دهلمند مدني ټولني رئیس ښاغلی سردار محمد (همدرد) دیاد او ستایني په ویاړ ونازاوه په ستوري او ژوندي یې ونوماوه.

د ژوندیو د یاد غونډو د پیلېدا لومړنۍ غونډي شانداره مراسم درلودل او دسرلیک ،لیک لړ او جریان په حالتونو کي عادي او منظمه غونډه وه ، دا غونډه د ژوند فرهنګي ټولني په هڅو جوړه سوې وه چي د بست فرهنګي ټولني ، هاشم سارواني ادبي ټولني ، هلمند مدني ټولني، د اطلاعات او کلتور ریاست او دهلمند فرهنګ فعالو پکښي ګډون کړی وو.

ویاړم چي په هلمند ولایت کښي مستي ، شور ، او رندي په ښور راغلي دي ، بلبل او ګل پرستي دود سوي دي ، هغه ګلونه چي د باد په شان دګل په بوی پسي پریشان ،لالهاند او خزان وه اوس پر غوړېدلو او خندېدلو راغلي دي ، او دبل پر کاکل په ویاړ ناڅي لکه زلفي چي په نسیم ناڅي ، د دریاب څپې هم په انصاف او عدل کړنه کوي موسی ته لار ورکوي او فرعون له نړۍ او کبر دواړو څخه بېلوي ، دفکر د زندان دروازې ماتوي او آزادي سیمي ته فکري بندیان پرېږدی ، دحقایقو مینه او مین سره وصلوي ، دغلیمانو د رسوا کوونکوپه هڅو کي ګوتي وهونکي د بندنامۍ په عمري قید کي کښېباسي.

ژوند د ژوندیو په لړ کښي په لومړي ځل سردارمحمد (همدرد) راوړاندي کړ او ټوله هلمندیانو او هیواد والو ته یې وروپېژانده دا یوه زړه وړونکې یاد غونډه وه او د خلکو پام یې خپلي لوري ته راواړاوه، بشر او انسان ته توپیر نکوي ، دهرځای نژاد او ټبر چي وي ښېګڼه ولري خلک یې ستایي پدغه یاد غوڼده کي د الفت صاحب یوڅو بیته ښه مصداق پیدا کوي.

په هرځای کي چي په هرچا کي ښکلا وي

د یورپ او افريقې که د اسیا وي

د نظر خاوند په مینه ورته ګوري

مسلمان وي او که ګبر که ترسا وي

پتنګان ورسره عشق لري هر ګوره

د ډېوې ځای که مسجد که کلیسا وي

ډېر ډېر ویاړم چي په هلمند کښي ژوند ژوندي ستایي او پدې اړه یې ډير ښه فکر کړی دی، پر هلمندیو مفکرینو ږغ کوم چي د ژوند سره ملتیا وکړي او د ژوندیو په یاد غونډو کي ورسره تروسه وسه بار پورته کړي ترڅو دا سلسله روانه او جاري وپالل سي ، دا هلمندیان دي چي خپل ژوندي ستایي او افغانستان به ورپسې اقتداء وکړي، دا داسي اجتهاد دی چي د وخت په تېرېدلو به زیات مقلدین پیدا کړي او بیا به تاریخ دا نوښت او نوښتګر هېر نکړي.

د هلمند ، هلمندیانو ، ژوند او ژوندیو دلا ځلېدلو په هیله خدای ج ته دبریا لاسونه لپه کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *