په غزني کې د افغاني سرې میاشتې د ريس سمیع الله صدیق په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د سردې کلنيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په يادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د ریس سمبع الله صديق په ګډون د سرې مياشتې کارمندانو او د اندړو ولسوالي د سردې، جوی شش، جوی چهار، نوري کلا، ملاګلان په لسګونو سپين ږيرو ګډون کړی و.
د سردې کلنيک په دری جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د سردې کلنيک د مراجعينو لپاره پراخ ځای ولري.
په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صديق د سيمې اوسېدونکو ته وويل چې سره میشت يوه بې طرفه او بې پرې ټولنه ده، چې په جنګي سیمو کې چې خلک يې له روغتيايي ستونزو سره مخ وي، روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د هيواد په ډېرو ناامنو سيمو کې خپل خدمتونه وړاندې کوي، دمګړۍ په دغه روغتيايي کلنيک کې په لسګونو کسان تداوي کېږي او خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي، چې د کلنيک ودانۍ په جوړېدو سره به زیاتې اسانتياوې رامنځ ته شي.
د سيمې اوسېدونکو هم د افغاني سرې میاشتې نه مننه وکړه، چې په ډېرو سختو شرايطو کې زموږ سيمې ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي، ددغه کلنيک په پرانيستل کېدو سره د سيمې خلکو د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي.
دوی پر دې هم خوښي څرګنده کړه، چې افغاني سرې میاشتې له لوري جوړ شوی کلنيک چې ځمکه هم د يادې سيمې خلکو په وړيا ډول ورکړې ده، د خپلې ودانۍ څښتن شي.
نژدې يو کال وړاندې د افغاني سرې میاشتې په هڅو د سردې په سیمه کې روغتيايي کلنيک پرانيستل شول، چې د افغاني سرې میاشتې ريس له لوري يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه