تاند- د امریکا په ماساچوسیټ کې د (ایم آی ټي) پوهنتون څېړونکو یو ډول سینسر جوړ کړی چې په وسیله یې د سرطاني حجرو یا هغو حجرو چې په سرطان اخته شوي، منځ لیدل کېدای شي.

دا سینسر همداراز دا امکان برابروي چې د درملنې لپاره د مختلفو کیمیايي درملو په وړاندې د حجرو عکس العمل معلوم شي.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سینسر، چې د انسان په حجرو کې موجود پراکسایډ هایدروجن تشخیصوي، د نویو درملو، چې په سرطاني حجرو کې د شته پراکسایډ هایدروجن د اندازې د زیاتېدو سبب کېږي، معلومي.

په حجرو کې د دې مادې زیاتېدا د انسان د مړینې سبب کېږي. (د سرطان په اړه معلومات)

د ماساچوسیټ د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو دا سینسر د انسان په دوه ډوله حجرو ازمویلی چې یوې حجرې یې د پیپرلانګمین په نوم درملو په وړاندې مقاومه دی او بلې مقاومت نه درلود.

له دې نوي سینسر څخه په استفادې څرنده شوه چې په مقاومه حجره کې د پراکسایډ هایدروجن اندازه بدله نه شوه خو په نامقاومه حجرو کې د دې مادې اندازه زیاته شوه.

د څېړونکو په باور له دې نوی سینسر څخه دوه مهم کارونه اخیستل کېدای شي چې یو یې په سرطاني حجرو کې د پراکسایډ هایدروجن په زیاتېدو کې د درملو د مثبت اغېز د اندازې معلومول دي او بل د دې ډول درملو تر کارولو وړاندې د ناروغ د وضعیت څېړل.

کوریا هم یو سینسر جوړ کړی چې ژر د سرطان ناروغي تشخیصوي:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *