تاند: د لندن طبي څېړونكو د جراحي عملياتو داسې چاقو اختراع كړى چې په اتومات ډول د عمليات پر مهال د سرطان ناروغۍ ځپلې حجرې پيدا او تشخيصولى شي.
د لندن امپريل كالج څېړونكو خپلې دغې جوړې كړې الې ته د ((انټيليجنټ سرجيكل نايف)) نوم وركړى او وايي، د دوى لخوا اختراع شوى چاقو دا وړتيا لري چې د څو ثانيو په موده كې روغ حجرات له سرطان ځپليو تومورونو توپير كړي او ډاكټرانو ته په عملياتو كې يوه نوې بريا په لاس وركړي.
په امپريل كالج كې د جراحۍ علومو مشر پروفېسور جارمي نكلسن وايي، دغه اله تر اوسه د سينټ ميريز، هيمر سمېت او چيرنګ كراس په روغتونونو كې د ۱۰۰ كسانو په جراحي عملياتو كې ازمويل شوې او ۱۰۰ فيصده مثبته نتيجه يې وركړې ده: (( موږ هڅه كوو دا چاقو د عامې روغتيا لپاره په زيات شمېر توليد او ډاكټرانو ته يې د استفادې لپاره وړاندې كړو.
بلخوا د برېټانيا د سرطاني ناروغيو د ريسرچ كمېټې مشر ايماكنګ هم انټيليجنټ نايف د سرطان د كنټرول په برخه كې يو مهم ګام بللى دى.
تر دې دمه د سرطان ناروغۍ د جراحۍ په عملياتو كې تر ټولو غټه ستونزه دا وه چې له سرطان متاثر شوي تومورونه په شفاف ډول نه شواى مشاهده كېدلى.