مطبوعاتي اعلامیه

سه شنبه، ۱۱مه چنګاښ ۱۳۹۲

مالی وزیر د ملګرو ملتونو عممومی سر منشی مرستیال ین  کینیت الیسون په خپل کاری دفتر کې وکتل. پدې کتنه کې دملګر و ملتو نو خاص استازی ین کوبیش دمالیې وزارت معینان او ددواړو لوریو مشاروینو برخه اخیستي وه. د مالي وزیر ښاغلي الیسون دهغو پرمختګونو په اړه توضیحات ورکړل چې دتوکیو کنفرانس نه وروسته، دتوکیو متقابل حساب ورکوني په چوکاټ دافغانستان لخو ا دشوو ژمنو په برخه کې شویدي.

ښاغلي الیسون په خپل وار سره دماليې وزیر ته ډاد ورکړل چې ملګري ملتو نه او دی پخپله به دافغانستان کلک ملاتړي ووسي.

دواړو لورو ډاډ څرګند کړ چې دمرستندوي ادارو مشرانو غونډ ه چې د ۳ جولای  ۲۰۱۳ میلادي په کابل داریږي بریالی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *