ملګري ملتونه

تاند- د ملګروملتونو یوه جګپوړي چارواکي د افغانستان د سفر په پای کې وویل چې دا نړیواله ټولنه د افغانستان او افغانانو ملاتړ ته کلکه ژمنه ده.

د ملګروملتو د سرمنشي د سیاسي چارو مرستیال میروسلاف ینڅا، چې د افغانستان څلور ورځینی سفر یې د جمعې به ورځ /جنوري۲۷/ پای ته ورساوه، وویل«ملګري ملتونه تیار دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې لپاره د هرې هڅې ملاتړ وکړي.»

ښاغلي ینڅا د افغانستان د سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د افغانستان د انتخاباتو له نویو کمیشنرانو سره ولیدل.

ده په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستنمدوی ماموریت له غړیو سره هم ولیدل.

د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت غړیو د سرمنشي مرستیال ته وویل چې د افغانستان د سولې او سوکالۍ لپاره سیمه ییزه همکاري خورا مهمه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *