د ملګروملتو د سرمنشي د بشري حقونو مرستیال

تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو په برخه کې د سرمنشي مرستیال د افغانستان د اووه ورځیني سفر په پای کې وویل چې افغانستان له دوه ګون حالت سره مخامخ دی، له یوې خوا د سولې خبرو ته هیلې غوړېدلي او له بلې خوا تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی.

ایوان سیمونوویچ د سې شنبې په ورځ وویل:«له یوې خوا د سولې د خبرو لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي، چې څو میاشتې پخوا د تصور وړ نه ول، خو له بلې خوا داسي ښکاري چې تشدد زیاتېږي ځکه چې یاغیان غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو زور وازمويي او د راتلونکي وخت په خبرو کې قوي دریځ ولري.»

د ملګروملتو د سرمتنشي د بشري حقونو په چارو کې مرستیال، چې د افغانستان د سفر په لړ کې کابل، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو ته لاړ، وویل چې وروستیو تاوتریخوالو ثابته کړه چې ملکي افغانان به د تشدد او جګړو بیه پرې کوي. د ملکیانو د ساتنې لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

۲۰۱۴ کال په تېرو ۱۳ کلونو کې د ملکي تلفاتو له نظره تر ټولو خونړی کال و خو ګومان کېږي چې ۲۰۱۵ به د افغانانو لپاره تر ۲۰۱۴ مرګونی کال وي.

ښاغلي سیمونوویچ په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې وویل چې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې ۶۵۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱۵۵ نور ژوبل شوي دي.

د سرمنشي د بشري حقونو مرستیال افغانستان ته په خپل دې دوهم رسمي سفر کې له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هیواد کې پر ستونزمنو امنیتي حالاتو تمرکز وکړ.

ده له هغو ماشومانو سره هم وکتل چې په جرمونو او انتحاري حملو نیول شوي دي.

2 thoughts on “د سرمنشي مرستیال وايي په افغانستان کې سوله او جنګ څنګ په څنګ دي”
  1. داجه جنك اوزديزي اوكه كميزي اويا جنك ختميزي لاندي علتونه دي جه ملل متحد شه بوهيزي اوخه نه واءي.دايو لوي جرم دي.
    ١/اول سوال دادي جه طالب خوك دي دطالبانو سأختارا او تشكيلات جا منخ ته راوره.مراجعه وكري دمير كلنتن دامريكي مخكيني وزارت خارجي بياني ته
    ٢/ دوهم سوال دادي جه دنظامي تجهيزا تو ،سلاح او مهماتو او مالي كتي خوك إكمال وي
    ٣/جانب مقابل يعني دولت هم همداسي به فكر كي ونيسي .
    جواب واضح دي دواره خوا وي أمريكا هم إكمال وي اوهم ءي جنكوي به دواره حالتو كي دامريكي خخه دملل متحد ملا تر مو جود دي .
    بس دملكي او دنظامي تلفاتو مسولين به افغانستان كي أمريكا او ملل متحد دي.كه هر وخت وغواري جنك هم ختم ولي شي او هم ءي تمويله ولي شي.
    مكر داهم بايد ذكرشي كه جيري أجير او خرخ شوي افغانان دمنخ ولارشي بياهم جنك ختميدلي شي.خكه همدا أجير افغانان دي جه دامريكا نظامي أده دبردي ترشا به افغانستان كي جوره كري ده.لعنت دي وي به دي افغانانو.
    افغانانو كه افغانستان غواري او ارامي غواري به خبل خان متكئ او يو موتي شي أمريكي،ملل متحد،او خرخشوي افغانانوته دندان شكنه جواب وركري.بيا وكوري جه صلحه خود به خود منخ ته راخي اوكه نه مكر دنظام دجور ولو لباره جدي او اونظامي قدرونه به فكر كي ولري .
    جه سالم نظام نه وي بيا هم صلحه دمخاطري سره مخامخ كيزي

  2. دآفغانستان په دا ۳۵ کلن جنګ او دافغانستان په تباهې کې يو همدا دملګرو متحدو اداره او ددهخوۍ دبشرې حقوقو ځا نګه برجسته رول لرې دا ملل المتحد او خيريه موءسيسې يوه دهغو څانګو څه ده چه په يوه کتاب کې چه ديوه آنګريزي جاسوس چه ۳۶ کاله دبريتانيا جاسوس و دتقاعد په وخت کې ئي يو د۳۶کلنې دوري خاطره ليکلې ده دکتاب نوم تيورې کنسپيرسې ان د وړډ دده نوم جان کولمن دۍ ده دې ته دا اشاره کړېده چه دا جهان د۳۰۰ فاميلو دخوا اداره کيږې دجهان ټول بانکونه ,خيره موسيسې,دخپلو شومو غرضو په خاطر ددوۍ درفتاره څخه چه دا يو بشرې کومک کوې اصلآ دا يو تباه کونکې موسيسه ده .ده هم دې ۳ مياشتو دناآرمي لپاره همدا دوۍدي چه فعاليت کوې او پلان دوۍ مخ تر مخه سنجوې دوۍ ډير فعال او برجسته انستيتونه لرې ۶کاله ددوۍ آجنټان تحصل کوې نه يوازې دافغا نستان بلکي په ټول جهان کې دشرارت پلانونه وسنجوي او دهغو سرمايه او دارائې چور کړي يو هم ددې فاميل څخه دعربستان فاميل دکويټ آمير دقطر آمير دډوبۍ آمير چه په اسلامې نړۍ پورې آړه لرۍ نور ئې په کفرې نړې پورې آړه لرې. کتاب زيات مسايل ځيړلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *