په جلال آباد کې د سره صلیب پر دفتر تر برید وروسته د افغان طالبانو له ډېرو هلو ځلو وروسته هم ددې ادارې او طالبانو ترمنځ روغه جوړه نده شوې او اړیکي یې تر بل هر وخت کړکېچن دي.
سره صلیب د روان زيږدیز کال په لومړۍ نیمایي کې ۷۸۰ طالبان تداوي کړي، ۱۳ خوشي شوو طالب بندیانو ته یې ترانسپورت برابر کړی، د بندیانو له کورنیو سره یې ۱۱،۰۰۰ پیغامونه تبادله کړي او د ۸۴۱ طالب بندیانو کورنیو سره یې د ملاقات زمینه هم مساعده کړې.
په غبرګولي کې په جلال آباد کې د سره صلیب پر دفتر تر برید وروسته محور داسې شواهد ترلاسه کړل، چې افغان طالبانو د آی ایس ای په اشاره ځکه د سره صلیب دفتر نښه کړ، چې دې ادارې د بلوڅ بېلتون پالو ناروغان تداوي کړي وو او د طالبانو له ځینو غوښتنو یې نا فرماني کړې وه.
د بشري مرستو په نوم د سره صلیب اداره په تېر کې د طالبانو تر ټولو نږدې خواخوږې پاتې شوې، خو د طالبانو د نا فرمانۍ له وجې یې دا وخت ټول بهرني کارکوونکي له افغانستانه اېستلي دي.
د هېواد په ۷۲ ساحو کې د سره صلیب د کارکوونکو شمېر ۱۰۸ ته را محدود شوی، خو دغه اداره د وتلو بهرنیو کارکوونکو شمېر نه څرګندوي.
د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نیمایي کې دې ادارې د ۲۳۹۸ بندیانو د همغږۍ مشري پر غاړه لرله، خو طالب بندیانو ته د زیاتو امکاناتو د غوښتو په نا فرمانۍ کې ددې ادارې د جلال آباد پر څانګه برید د عکس العمل لومړی خطر زنګ وو.
سره له دې چې د سره صلیب اداره دا وخت په هېواد کې یوازې د خپلو دریو مرکزونو قلعه نو (بادغیس)، اسعد آباد (کونړ)، ترینکوټ (روزګان) د تړل کېدو وایي، خو یوه سرچینه وایي، دا وخت سره صلیب په هېواد کې خپل نیم مرکزونه تړلي دي.
د سره صلیب ادارې په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، دا ډول بریدونه به زموږ کارونه ځنډني نه کړي: “هغه مرګونی برید، چې په می میاشت کې په جلال آباد کې د آی سي آر سي پر دفتر وشو، د یو ناوړه حالت ښودونکی دی. موږ اوس داسې یو چاپېریال لرو، چې وسله وال پکې د جګړې له ټولو مقرراتو سرغړونه کولای شي، دا کارونه به موږ د میلیونونو هغو انسانانو له همکارۍ ونه ګرځوي، چې لازمو او جدي مرستو ته اړتیا لري. “
د سره صلیب اداره له تېرو دیرشو کلونو په افغانستان کې فعالیت کوي، خو پدې وروستیو کې ددې ادارې او افغاني طالبانو ترمنځ مستحکم روابط د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه خراب کړای شوي دي.
په جلال آباد کې آزاد خبریال زیار خان یاد وایي، سره صلیب د طالبانو ځینو غوښتنو ته پاملرنه ونکړه او په غبرګون کې یې د جلال آباد پېښه لومړنۍ وه :((له برید وروسته تر اوسه هم د جلال آباد څانګه تړلې ده، د طالبانو او دې ادارې ترمنځ د خرابو شویو اړیکو دلیل د جلال آباد ډېری چارواکي هم استخباراتي بولي، د سره صلیب په واسطه آی ایس ای د خپلو بندي ملګرو لپاره زیات امکانات غوښتل، خو دې ادارې نه وه منلې، په پاکستان کې هم ددې ادارې د فعالیتونو لپاره ځینې محدودیتونه رامنځته شوي و، چې سره صلیب یې مخالفت کړی وو.))
دوه میاشتې وړاندې محور ورځپاڼې شواهد موندلي و، چې سره صليب هره میاشت افغان طالبانو ته سل لکه کلدارې ورکولې، څو په آزاد مارکېټ کې پرې خپل ټپيان تداوي کړي او ددې تداوی لوی مرکز په پېښور ډبګري ګارډن کې خټک مېډيکل سنټر و، چې پاکستاني استخبارات یې کلکه څارنه کوي.
له دې پېښې پېنځه میاشتې وړاندې په کوټه کې یو بهرنی ډاکتر د پاکستاني پوځيانو له خوا په مرموز ډول وتښتول شو، ډاکتر د تحقيقاتو پرمهال په شکنجه کې مړ شو او پاکستاني پوځيانو وويل، چې ګویا دغه ډاکتر له بلوڅانو سره مرسته کوله. د دغې پېښې په غبرګون کې سره صليب په کوټه کې خپل دفترونه وتړل؛ اما په افغانستان کې يې د جګړې له ټپي طالبانو سره خپله مرسته پراخه کړه.
خو د سره صلیب ادارې ویاند عبدالحسیب رحیمي د جلال آباد برید په اړه دا مسایل شایعات بولي :((تر نا معلوم وخت زموږ ټول بهرني کارکونکي وتلي، یوازې زموږ درې مرکزونه تړلي دي، خو کارونه یې د نورو فرعي څانګو له خوا پر مخ وړل کېږي. موږ په جګړه کې د دریو بشري اهدافو په اساس له ټولو خواوو سره مرسته کوو: ښه امکانات، ارتباطات او د قرباني لپاره ښه چاپیریال رامنځته کول.))