تاند- په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، یوې وسله والې ډلې په دغه هیواد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو کارکوونکی برمته کړ.
سره صلیب نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې وشوه.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې وسله والو کسانو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د غړیو موټر، چې له مزارشریف څخه کندوز ته روان و، په لاره ودراوه او یو کارکوونکی یې ورڅخه کښته کړ.
دا کمېټه حاضردمه له بېلابېلو چارواکو سره په تماس کې ده څو کارکوونکی یې روغ رمټ خلاص شي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په کارکوونکو تر دې پخوا هم په ځلونو حملې شوي او څو ځلې دې کمېټې د خپلو کارکوونکو د برمته کېدو له کبله په افغانستان کې خپل کار موقتاً په بشپړ ډول یا قسماً درولی دی.