د سره صلیب نړیوالې ټولنې له خوا د زابل ولایت د مرکزي محبس له زندانیانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د زابل ولایت د سرې میاشتې ریاست مالي او اداري مدیر نورالله د مرستې د وېشلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې موادو کې اړین ژمني توکي لکه کمپلې، څادرونه، خولۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي چې د سره صلیب د نړیوالې ټولنې له خوا د دې ریاست په مرسته د یاد ولایت پر زندانیانو ووېشل شول.
نوموړی وایي دغه توکي به د دې زندان پر درې سوه لس تنو چې دوه سوه پنځه ویشت تنه یې زندانیان او پنځه اتیا تنه د محبس ساتونکي دي وویشل شي او زیاتوي چې د سره صلیب نړیواله ټولنه د هر ژمي او دوبي په موسم کې له زندانیانو سره دا ډول مرستې کوي.
بل خوا یو شمېر زندانیانو له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د دې ټولنې له مرستو څخه مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده چې دا ډول مرستې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د زابل ولایت مقام له لورې له یو شمېر زندانیانو سره د اړینو توکو او جامو مرسته شوې وه.