تاند- په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي چې خپل پنځه کارکوونکي، چې په هرات کې تښتول شوي دي، د برمته ګرو له منګولو راخوشي کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی ماریک ریښ نن وویل، د دوی کارکوونکو د جمعې په ورځ په موټر کې سفر کاوه چې د یوې سیمه ییزې وسله والې ډلې له لوري ونیول شول.

ده همداراز وویل:«د سره صلیب نړیواله کمېټه حاضردمه له مختلفو لارو په تماسونو کې ده څو کارکوونکي یې روغ رمټ خوشي شي.»

د هرات د پولیسو ویندوی روف احمدي وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې کارکوونکو د سیمې کلیوالو ته پسونه ورکول چې د وسله والو کسانو له لوري ودرول شول.

احمدي همداراز وویل، وسله والو کسانو هم پسونه او هم د سره صلیب کارکوونکي له ځان سره نامعلوم لور ته په مخه کړي دي.

ده اټکل وکړ چې په دې کار کې به د دولت وسله وال مخالفان نه بلکې غله لاس ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *