له افغانستان نه د سره پوځ د څلوېښتم لښکر د وتلو په ورځ
د جګړې د یوې کونډې یادښت
زما اتله زمرکه!
د دښمن څلوېښتم لښکر لومړی سرتېری، نهه میاشتې وړاندې، د غوایي په پینځمه ویشتمه ستا له مقدسې خاورې، افغانستان، نه ووت. د دښمن لښکر د وتلو ورځې مې شمارلې، تا د څلوېښتم لښکر دښمن، زمرک، ته مې د لښکر د ماتې زېری درکاوه! دادی نن د سلواغې شپږ ویشتمه را ورسېده، کوه صافي ته راغلې یم… ستا د هدیرې شناختو ته مې زمرکه، د درنښت سر ټیټ کړی، د ګلانو ګېډۍ مې د تا اتل په هدیره ایښې …
زمرکه! د هدیرې شناحتی دې ټکوم، واوره!
دا دی، اوس د ورځې لس بحې دي، د کوه صافي له څوکو نه، په شمال کې د افغان ــ شوروي د « دوستۍ ــ دښمنۍ» په پله باندې د مات شوي څلوېښتم لښکر د قومندان تورن جنرال بوریس ګروموف اوښتل ګورم!
زما اتله!
مبارک دې شه! نن زما او ستا د واده ورځ وه! نن وروستی شوروی یرغلګر سرتېری ستا د غازیانو او ستا د شهېدانو له وطن، افغانستان، نه ووت!
زمرکه!
له شوروي سره په جګړه کې زموږ د مېړانې په برکت یوازې افغانستان خپلواک نه شو، شوروي امپراتوري، لګیا ده، ړنګېږي. د دې دومره نړۍ خوړونکې امپراتورۍ د ړنګېدلو درز به ښکته پورته، منځنۍ آسیا او ختیځه اروپا لا خپلواکه کړي!
ګرانه!
د آمو د « دوستۍ ــ دښمنۍ» په پله باندې دې د شورویانو په اړولو یو ارمان پوره شو؛ په افغان لاسونو به دې، د نړۍ د نخشې د کچ و مېچ په بدلېدلو، بل ارمان هم پوره شي!
خو زما زمرکه !
د کابل ــ جلال آباد په لاره د هغې زړې ادې د کلونو، کلونو هغه پخوانۍ خبره چې « وبه وځي، خو ډېره وینه به تویه وی! » هم رښتیا شوه؛ هو شورویان مو وایستل، خو زموږ دوه میلیون وطنوالو له شوروي سره په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ! جنت وطن دې زمرکه لوټه، لوټه شو!
خو، زما زمرکه!
ستا اټکل بېخي رښتیاو، د پنجشېر د دروغو زمری، احمدشاه مسعود، په رښتیا هم د شورویانو سړی وخوت!
زما ګرانه! خبر یې چې ستا اتل، ایمل خان، د مبارزې او جهاد د وفا دارۍ او ستا کونډې، لیلا، ته د درنښت په نښه، د کوژدنې وړاندیز وکړ!؟
خو زما اتله! ستا کونډې لیلا د خپل اتل دې وړاندیز ته نه وکړه!
زما اتله! مه وایه چې زما او ستا د واده ارمان له تــا سره ستاپه هدیره کې ښخ شو!
زمرکه، نه! دا ارمان دې هم پوره کېږي! ستا په نامه ناسته یم! ستا په نامه سر سپینوم! ستا وم او بیا به هم ستا یم! زما او ستا واده بــه په هغې دنیــا کې کېږي! داسې واده چې حورې او غلمان به پکې ګډېږي!
ستا لیلا