د سروان کلا او سنی جوړښت
سروان دهلمند ولايت يوه ډېره لرغونې او دبشري ژوندانه لپاره ښېرازه سیمه (اوس د سنګین په نوم ولسوالي ده) چي دهلمند په شمالي برخه کي موقعيت لري، دا سيمه اوس د (سروان کلا) په نامه ياديږي هغه چې د ګرشک ” ګرکُشک = دغره پر سر کلا او ماڼۍ ښایي دا نوم د موسی کلا وي او موسی کلا بازار کې دغره پر سرد کلا زاړه دیوالونه اوس هم سته ” او کجکي ترمنځ واقع ده، هغه لاره چې له کندهارڅخه ګرشک ته تللې ده په څلوېښت (۴۰) کيلو مترۍ کي يې سروان سيمه پرته ده او جنوب لوېديځ کي يې دسنګين بازار واقع دی.
ختیځ خوا ته دسروان او کجکي وېش سنګ سوراخ بلل سوی دی بیا تر ګرشک پوري سیمه د لرغوني سروان په حدودو کي راځي البته د تاریخ په اوږدو کي دا حدود پراخ او غوړیدلي وه خو د هیواد د معاصرو اداري تشکیلاتو سره يې حدود توږل سوي دي.
دسنګين موقعيت :
سنګين بازار د ختيځ طول البلد په ۶۴ درجو،۵۰ دقيقو، ۳۵ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۳۳درجو، ۳ دقيقو او ۲۱ ثانيو کي شتون لري.
دسنګين او کجکي وېش سنګ سوراخ دی.
د سروان ( کلا) تاريخي شاليد
سروان او يا او سنۍ سروان کلا د هيتومنت (هلمند) په تاريخ کي دپام وړ ځای لري، دسروان يادونه په يو شمېر پخوانيو اثاروکي سوې ده چې دې کي ابن حوقل په خپل اثر( صورت الارض ،۳۶۵هجري) شاوخواکي ددې ځای د ښو او پراخو ميوو يادونه کړې ده او وايې: “خرما او انګور يې زيات درلوده.اضافه کړي يې دي چې داښارګوټی يا سيمه د قرنين په اندازه دی خو تر قرنين( ) آباده او ښېرازه ده، ميوې يې بهر او نورو سيمو ته صادريږي.”( )
په اشکال العالم کي راغلي دي چې زوروان(سروان) تر قرنين کوچنی او فيروز قند ( ) ته نژدې دی او دعماراتو، زراعاتو او زياتو اوبو لرونکی دی.( )
جوزجاني په حدود العالم من المشرق الی المغرب (۳۸۹هجري) شاوخواکي، دخراسان په ښارونوکي پنځوسم ښار(سروان) بللی دی.( )
د سروان خلک يې شوخ،جنګيالي او دعصبيت څښتنان بللي دي. ( )
په قانون مسعودي کي داښار په غلطه سره زردان(سروان) ليکل سوی دی، البته دکاتبانو تيروتنه ګڼل کيږي.
البيروني هم زوران(سروان) دبُست له توابعو څخه بولي، په المهاجر کي ليکي: زابلستان ته نژدي په ډبرو او څاګانو کي دطلامعادن موجود دي او داسيمه زروان نوميږي چي د خثباجي ( ) دکلي ياسيمي په څنګ کي و. په غرو کي يې، سيم، روي، اوسپنه، سرپ، مقناطيس او نور معاد نونه سته.
ګرديزي په زين الاخبار کي( ۳۵۰ مخ)( ) دسرابن کلمه راوړې ده ، په لمنليک کي علامه حبيبي ورسره زياته کړې :
(( په سنسکريټ يې سروان (Sarvan) بولي، دالبيروني په کتاب الهند کي(سرابن) ليکل سوی دی.
سرابن او سراون اوس ساون بولي( )چي دهندوانو دکال څلورمه مياشت ده، خو دزين الاخبار په (۲۰۱مخ)کي (بت ساون) هم راغلی دی.( )
دعلامه رشاد بابا په وينا دسروان کلمه غالبًا د(زوروان)له کلمې سره چي يوه دلمر (رب النوعه وه) اړيکه لري.
د دې کلمې ذکر دمقدسي په (احسن التقاسيم فی معرفت الاقليم) کي راغلی دی، خوداچي په چاپ کي يې يوڅه تيروتنه موجوده ده کتاب کي يې دسروان پرځای (سروستان)ليکلی دی، چي ددې صحيح بڼه په صورت الاقليم کي (ابن حوقل) ظبط کړې ده او هلته د(سروان) په بڼه دی. ( )
په تاريخ سيستان کي چې ليکوال يې نامعلوم دی اوپه (۴۴۵هجري) شاوخوا کي ليکل سوی او داسيمه دبُست له توابعو څخه ګڼي .
د سروان ذکر په نورو عربي جغرافيو کي هم راغلی دی لکه دبلاذري(فتوح البُلدان)او مسعودي اثر کي چي راغلی دی.
((له بُست څخه تر سروان پوري، د دوو منزلو لارده))
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳