مطبوعاتې خبرپاڼه
دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د زمري ۳۰ مه – کابل، افغانستان
د سروبې برښنا شبکې پیرودنکې د عامه پوهاوي او غونډو په جوړولو سره قانع شوي او په دواطلبانه توګه د برښنا بِلونه په عادي او قِسط وار شکل تحویلوي.
څو کاله وړاندې په سروبې کې نه میټر وه نه د برښنا د عوایدو را ټولول، خلکو په تورو توګه له برښنا څخه ګټه اخیستله، خو اوس د سروبې برښنا په شبکه کې نوې ډیجیټل میټرونه لګول شوي او خلک د برښنا ( بیت المال) پیسې ورکوي.
د برښنا د یادې شبکې آمر انجنیر عبدالصمد وایي، چې د سیمې له خلکو سره د مختلفو ناستو، غونډو او عامه پوهاوي په ورکولو سره په دې توانیدلې چې د سیمې خلک قانع کړي څو خپل د برښنا بِلونه په ټاکل شوې وخت تحویل کړي.
هغه وایې،: “یو وخت د سروبي شبکې ضایعات ډير او میټرونو هیڅ شتون نه درلوده، خو اوس د برښنا ډیجیټل میټرونو په لګولو سره، ددې سیمو خلک په داوطلبانه ډول غواړي چې د برښنا پیسې تحویل کړي.”
نوموړي زیاتوي، چې ۲۱ برجونه یې شبکې ته داخل کړي او ټولو پیردونکو ته یې ډيجیټل میټرونه لګولې دي.
د نوموړي په خبره اوسمهال د سروبي شبکې د ضایعاتو کچه تر ډیره راکمه شوې او عواید یې (۳۵) سلنې ته لوړ شوې دي، چې ډير زر به دا شمیره نوره هم لوړه شي.
انجینر صمد زیاتوي چې د کابل برښنا ریاست له خوا د سروبي برښنا شبکې ته د قسط کولو تر صلاحیت وروسته اوس خلک په داوطلب ډول غواړي چې خپل د برښنا بِلونه قِسط او تحویل کړي.
د یادولو وړ ده چې د سروبي برښنا شبکه په ۱۳۵۴هـ ش کال کې جوړه شوي او اوسمهال د ۴۱ تنه کارکونکو په لرلو سره د سروبې ولسوالۍ اړوند (۴۰۰۰) زره تنو پیریدونکو ته خدمات وړاندې کوي.
د سروبي برښنا امریت درې (د وارداتو، پیریدونکو د خدمتونو او تعین محصول) مدیریتونه لري.
د نوموړو مدیریتونو کارکوونکي شپه او ورځ هڅه کوي څو د برښنا د پیردونکو ستونزې په وخت حل، وړ او معیاري برښنايي خدمتونه ورته وړاندې کړي.
ددې ترڅنګ د اوزبین سیمې د برښنا شبکې د غځولو او برښنا رسولو چارې چې شل سلنه کارونه یې بشپړ شوي دوام لري.
یاده دې وي چې د سروبې برښنا شبکې تخنیکي ټیمونه له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته په غځیدلي مزي کې د تخنیکې ستونزې د را پیدا کیدو په وخت کې هم د برښنا مزي په رغولو کې مرسته او همکاري کوي.
د افغانستان برښنا شرکت
د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر