چهارشنبه، د زمري ۲۳مه-کابل
پوهنې وزارت پتیلې، چې د کابل په ختیځ سروبي ولسوالۍ کې پنځه ویجاړ شوي ښوونځي ژر تر ژره ورغوي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري. وزارت به دغه چاره د تودو سیمو ښوونځیو له پرانیستل کیدو مخکې، چې د وږي له ۱۵ مې سره برابره ده تر سره کړي.
په یادو ښوونځیو کې د نورو ترڅنګ د سروبي د نجونو لیسه، د سروبي د ښار ګوټي ابتدایه او د ورغړي لومړنی ښوونځی شامل دی چې سیلاب ورته پراخ زیانونه اړولي دي.
په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۴ زره زده کونکي په لیک لوست بوخت دي، چې دا مهال یې کلنۍ رخصتیانې روانې دي.
دافغانستان د پوهنې وزارت مشر تابه ژمن دی چې د سروبي د زیانمنو شویو ښوونځیو پر بیا رغاونې سر بیره د ټولو اغیزمنو شویو ښوونځیو لپاره څوکۍ، میزونه، تختې، اداري وسایل او نور ټول اړین توکي هم په روانو ۲ میاشتو کې برابر کړي.
دسروبي د ۵ زیانمنو شویوښوونځیو د زده کوونکو لپاره د کتابونو د استولو چاره هم د وزارت په لومړیتوبونو کې ده او په پلان کې ده چې د ګرمسیرو سیمو د ښوونځیو د پرانیستل کیدو له نیټې مخکې ددغو سیلاب ځپلو سیمو زده کوونکو ته د ټولو ټولګیو کتابونه ورسوي.
د پوهنې وزارت یوه پلاوي، چې د پوهنې د جلالتمآب وزیر په حکم یې له زیانمنو شویو ښوونځیو لیدنه وکړه په سیمه کې اغیزمنو شویو خلکو ته ژمنه ور کړه چې ددوی د بچیانو د ښوونې او روزنې اړتیا ته ځواب ویل ددوی د کارونو په سر کې ځای لري . د پلاوي غړی او د وزارت د نشراتو مشر محمد کبیر حقمل د سروبي ولسوالۍ زده کونکو او ښوونکو ته ډاډ ور کړ چې وزارت به ژر ددوی لپآره د لیک لوست اسانتیاوې بیا بر ا برې کړي .
سیلاب له اختر دمخه په سروبي ولسوالۍ کې را غی چې د سلګونو کورونو او دولتي ادارو په ډله کې یې پنځو ښوونځیو ته هم پراخ زیان واړاو، چې دا مهال یې د خلکو په همکارۍ د پوهنې وزارت لخوا د بیرته رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست