تاند- درو ځانمرګو، چې د ښځو کالي یې اغوستي ول، نن د کابل د سروبي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.
راپورونه وايي، چې لومړی دغو درو تنو ځانونه الوزولي، ورپسې درې نورو ځانمرګو برید کړی چې درې واړه د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.
د افغان چارواکي د طالبانو د دې ډله ییزې حملې په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو تلفات یو تن ښيي او وايي چې درې نور ژوبل دي.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې لومړی د دوی یوه ملګري په تونس موټر کې ځان الوزولی او ورپسې نور حمله کوونکي امنیه قومندانۍ ته ننوتي او ۲۰ تنه یې وژلي دي.
خو د سروبي ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چې په دې درې ساعته جګړه کې یوازې دوه تنه پولیس ټپيان شوي او نور هیچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دې برید په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکول کېږي. ممکن د پېښې دقیق جزییات وروسته څرګند شي.
دوه درې ورځې مخکې یو شمېر کسانو په فیس بک کې لیکلي وو چې امریکایان افغانې مېرمنې تلاشي کوي. اوس تاسو وګورئ چې کله د پنجاب یو مزدور او د دفاع پاکستان سپاهي د افغاني مېرمنو کله اغوندي او بیا داسې کرغېړن عمل کوي چې بې ګناه افغان عوام او نظامیان شهیدان کوي نو چې په نتیجه کې یې بې ګناه افغانانې تلاشي کیږي ګناه د چا ده؟
په درواغجن ، منافق ، د پنجاب جاسوس ذبیح او نورو خرمګو د د الله ج لعنت وی.
که پدی شومه دسیسه کی کوم افغان ، مسلمان پولیس او یا کوم بل بیګناه ته صدمه رسیدلی وی اوژوبل شوی وی خدای تعالی د عاجل صحت او سلامتی ورکړی.