د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ کې تیره شپه د ملي پولیسوځانګړې قطعې د عملیاتوپه ترڅ کې د دې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو مخالفینو نومول شوی ولسوال ووژل شو او یوشمیر مهمات ترلاسه شول.
دغه ځانګړي عملیات د سروضې ولسوالۍ په مرزکوسیمه کې دملي پولیسود ځانکړې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان، چې د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالله خیرخواه هم ورسره وه ترسره شوي دي،چې په ترڅ کې یې دسروضې ولسوالۍ لپاره دطالبانونومول شوی ولسوال،معصوم دمدو زوي چې په عباس مشهوروه وژل شوی دی.
دمعلوماتوله مخې وژل شوی ولسوال چې دمرزکو دسیمې اوسیدونکی ده،مخکې دوسلوالوطالبانودکمیسیون غړی وه اوپه دې وروستیوکې په سروضې ولسوالۍ کې دولسوال په توګه نومول شوی وه.
په دې ځانګړوعملیاتوکې یوعراده موټر سایکل،یومیل کلاشینکوف،یوقاب دوربین،یوه پرتله له پنځه دانې شاژورونوسره،دوسلوالوطالبانویوجلدچاپي کتابچه اویوشمیر نورې بیلابیلې تبلیغاتي پاڼې هم دملي پولیسودځانګړوځواکونو لاسته ورغلي دي.
دیادوعملیاتودترسره کولوپرمهال دوه حلقې ماینونه کشف اوله منځه وړل شوي،دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي،چې اوسمهال ترپوښتنو لاندې دي.
په ترسره شویوعملیاتوکې ځانګړوځواکونواوملکي وګړوته کوم زیان نه دی اوښتی.
دپکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر