د هلمند د ناتمامو بدمرغیو او دوامدارو جګړو په باب بحث، نوره نوې خبره نه ده؛ دا بحران، لکه نوره چې زموږ د سرنوشت نه بېلېدونکې برخه وي، خو د دې مسلسلو فاجعو په دا منځ- منځ کې، د هلمندي د ځوان فرهنګي، مدني او سیاسي نسل زغم، له ژوند سره مینه، د وطندوستۍ سرشار تعهد او نه ماتېدونکې فرهنګي روحیه بیا هغه بې مثاله حماسه ده چې په دې هم څوک ویاړ نه کوي نو په څه به یې کوي؟
د ښې ورځې پهلوانې خو به د هر کمزوري د توان خبره وي خو پهلوانې به دا منې چې په ډېره بده ورځ کې، څوک د مبارزې له ډګره را پر شا نه شي؛ د یوه پوه خبره ده چې د اوبو له جریان سره مړه ماهیان هم حرکت کولای شي خو د اوبو په مخالف جریان کې حرکت، قوت و جرئت غواړي؛ ځوان هلمندی نسل همداسې د نهنګانو غوندې د هلمند د توپاني بحرانو په مقابل کې، حرکت ته دوام ور کوي:
هغه ځوان چې د وطن په درد سوځیږی
که سل ځله پر خوله لویږي پورته کیږي
ما ترې زر واره قربان او صدقه کړې
چې د مرګ پر پوله پروت وي لا خوځیږي
زموږ د دې ادعاوو لاس په لستوڼي ثبوت، د روان کال، د جدې پر ۱۷- مه، په هلمند ادبي بهیر کې، د درو کتابو مخکتنه ده چې یو یې د مشر استاد محترم شامحمود حسرت تاریخي اثر «د لرغوني بُست تاریخ»، بل یې د مولوي عبدالهادي عمري ژباړل شوی کتاب «د اولاد پالنه» او درېیم یې هم د ځوان یاسین الله حیران لومړۍ شعري مجموعه «نور در پسې نه ځي پل» وو.
په دې غونډه کې، د هلمند اطلاعات و فرهنګ ریاست ته، د نوي ټاکل شوي، ځوان فرید فرهنګ او د ښاروال مطیع الله بهیر ګډون، نوره هم د خوښۍ خبره وه ځکه چې له ځانه سره یې د بېلابېلو دولتي و نادولتي ادارو تر منځ، د کلکې همږغۍ زېری درلود او دا هغه ستر ارزښت دی چې زموږ ځوان نسل تر بل هر څه زیاته اړتیا ور ته لري، ځکه موږ د جنګ په خونړي دوران کې د نه انسجام، نه همږغۍ او بې ځایه تربګنیو له بدمرغیو سره لاس و ګرېوان شوو چې دې وضعیت، د افغانستان دوښمنان، زموږ پر عزت سرچپه غوبلونو ته لا زړور و زورور کړل، خو موږ امید لرو چې د افغانستان د سرتاسري ودانۍ پیام به هم له هلمنده، د ژمنو هلمندیو ځوانانو په همت و درایت سره، د وطن ګوټ- ګوټ ته خپریږي.
او محترم سید محمد حیرت خو ځکه د ډېرې ستاینې وړ دی چې خپله هستې و نېستۍ یې همېشه د هلمند د ځوان نسل د پرلپسې بریاوو او عزت لپاره ځانګړې کړې ده او د ده د همت په برکت، د هلمند په توپاني سیلیو کې، پرلپسې د فرهنګ نوې- نې غوټۍ غوړیږي.
د لا یوموټیتوب، پرمختګو او بریاوو په هیله مو، د اور او وینو په توپانو کې، د علم و فرهنګ د غوړېدا، دا امیدواروونکي خبرونه مبارک شه!
او راځئ چې خپل نوي کالونه خپله نېکمرغ کړو!!!
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/شبږمه/ پرلپسي ۱۱۰ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۹/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *