ډاکټر سيد نصير احمد
په دې ورځو کې د خلقيانو د خونړلې واکمني د جنايتونو د لړۍ د ۵۰۰۰ افغان شهيدانو، چې پرته له محکمې د اشرار، اخواني، ماوېست، روشنفکر او داسې نورو نومونو لاندې په ډېره فجيع بڼه وژل شوي دي، چې اولادونو، خپلوانو، مېرمنو، ميندو، پلرونو، وروڼو او خويندو يې د څو لسيزو په بهير کې د زړه وينې تويې کړې دي او د خپلو خپلوانو په لټه کې يې يا سر خوړلی يا يې ځان قرباني کړی او يا يې هم خپلوان تباه شوي دي.
زه ليا ماشوم وم او د ښوونځي په لومړنيو کلونو کې په لوست بوخت وم، چې د سرې غميزې د کودتا انګازې په غمځپلي افغانستان خپرې شوې او لکه خپسکه غوندې يې د ډېرو انسانانو ستوني وربند کړل او سا يې ترې واخيسته. زموږ په ټولګي کې هم ډېر ماشومان ورځ تر بلې يتيمان کېدل او د کورنۍ غړي يې ورکېدل، چې زما خپل او خپلوان هم ترې مستثنا نه ول او دسره اور سرې لمبې زموږ تر کوره هم راورسېدلې او زموږ په کورنۍ کې ليا د سره غوبل په لومړيو دوو کلونو يعنې له ۱۹۷۸ تر ۱۹۷۹ پورې تر لسهاوو زيات انسانان د سرو لمبو خوراک شول.
د سرې غميزې په پیل کې زما نيژدې خپلوان استاد سيد عبدالرب، چې لومړی د حبيبيې لېسې او بيا د شريعاتو د پوهنځي استاد وو، نو د ۱۳۵۷ د غويي د غميزې له پيل سره د ثور په ۱۱ نېټه د خلقيانو لخوا له کوره و ايستل شو او تر ننه يې نه مړی معلوم دی او نه يې هم قبر! د سرې غميزې ليا اونۍ نه وه پوره، چې په ميدان ښار کې زموږ بل خپلوان سيد محمد حکيم هم د سرې غميزې په مېچڼ کې اوړه شو، چې نوم يې د سرووينو په لېست کې د ۲۰۰۹ شمېرې ترڅنګ ليکل شوی دی.
زموږ د کورنۍ نه ځوان او نه هم زوړ په امن کې نه ول، نو په تجريدي بڼه يو په بل پسې وژل کېدل، چې د کمونيستانو په لومړي کال کې زموږ د قومي مشرانو د شهادتونو لړۍ پرلپسې اوږدېدله او د ۱۳۵۸ لمريز کال د جوزا په ۱۱ نېټه زموږ د کورنۍ مشر جنرال سيد عبدالغني وردګ، د هغه ورور انجينير سيد محمد نعيم او تربور سيد نعمت الله او نور لس تنه، چې د ځينو نومونه يې د خلقيانو د جنايت په سره ليست کې ليکل شوي هم دي، په کورونو کې ونيول شول او د پلچرخي په پوليګونونو کې تریتام شول، چې حتی تر څو ورځو مخکې هم زموږ فاميل په دې نه پوهېدلو، چې خپلوان به مو وژل شوي وي او که به سايبيريا ته وړل شوي وي، ځکه لکه نن چې د طالب، القاعده او تروريست په نامه خلک ګوانتاناما ته بېول کېږي او پرته له محکمې بنديان کېږي، نو د سرې غميزې په پيل کې هم ګومان کېدلو، چې يو شمېر بنديان د شوروي اتحاد سايبيريا ته انتقال کېږي او هلته بنديان دي، دغه د سور وينو ډک ليسټونو ډېرو هيلو او اندېښنو ته د پای ټکی کېښود.
له بده مرغه بايد ياده کړم، چې په وروستيو څو لسيزو کې زموږ د کورنۍ د سر سړي په يو او بل نامه وژل شوي دي، چې د کمونيستي نظام په لومړيو کلونو کې زموږ مخور مشر جنرال سيد عبدالغني وردګ شهيد شو، د مجاهدينو په موده کې په ۱۹۹۴ م کال زما ترورزی مرحوم جنرال سيد خليل الرحمن په ډېره نامېړانه په شهادت ورسول شو، د طالبانو په موده کې په ۱۹۹۸ م کال زما د پلار تربور پوهاند سيد ميرهاشم بشريار په جلال آباد کې لاستړلی په اوبو کې غرق شو او په شهادت ورسول شو او د نننيو تيکنوکراتانو او پرونيو نظاريانو په واکمني کې د امريکايي ځواکونو لخوا په وردګو کې ليا دوه کاله مخکې زما د ترور لور د نسايې ولادي متخصصه ډاکټره عاقله حکمت په شهادت ورسېدله، چې امريکايي عسکرو مخامخ په تندي ووېشتله، ځکه چې د زوی، لېورزۍ له شهادت او د خاوند له ټپيو کېدو سره يې سم په امريکايي يرغلګر د ډبرو ګوزارونه کړی ول، نو ډاکټره عاقله حکمت د جهاد په ډګر کې په شهادت ورسېدله! زموږ د کورنۍ د شهيدانو شمېر له سلهاو اوښتی دی، نو زه به زړه د (انا لله و انا اليه راجعون) په ويلو سره تسکين کړم، مګر د دغو شهيدانو د يتيمانو د اوښکو درمل زما په د دغو څو تورو کرښو په نغوته نه شي کېدلی!
په پښتو کې متل دی، چې سل ومره، مګر يو دې مه مره! زما د ليکنې ډېره برخه د شهيد جنرال سيد عبدالغني وردګ شهادت ته ځانګړې شوې ده، چې ما يې تېره ورځ په هالنډ کې د خپاره شوي ليست په لړ کې د ۵۶۶ شمېرې تر څنګ د دغه ستر شخصيت نوم ولوست او د جنرال صيب د ورور انجينير سيد محمد نعيم د سيد عبدالوهاب زوی شمېره بيا ۱۱۳۰ وه. ما د ډېرو خپلوانو: لکه شهيد غلام غوث شجاعي، سيد محمد حکيم، سيد نعمت الله او نورو نومونه د وژل شويو په ليست کې د روشنفکر، اخوانی او اشرار تر نامه لاندې وليدل، چې زما په ذهن کې يې د وروستيو ۳۵ کلونو د ظلمونو يادښت تازه کړ او د خلقيانو ظلم ته مې د زړه وينې وچې شوې، مګر د سر سترګې مې ورته په وينو ژړېدې او هره اوښکه د ناهيلي په بڼو ځنګېده!
جنرال سيد عبدالغني وردګ د چک ولسوالي د کوترې په کلي کې زېږېدلی دی او بيا يې وروسته له حربي ښوونځي او حربي پوهنتونه په ګڼشمېر بهرنيو ملکونو کې لوړې او مسلکي زده کړې کړې دي، چې د هندوستان په يوه نظامي اکاډمي کې يې په ۱۶۰۰ پوهنپالو کې لومړۍ درجه تر لاسه کړې وه او بيا وروسته يې ارکانحربي په امريکا کې تر لاسه کړه او هغه مهال يې د (J.F. Kennedy) سره هم له نېژدې پېژندل.
شهيد جنرال سيد عبدالغني وردګ د مومندرې او شينوارو د سيمو د پاڅون د کرارولو په اړوند يې د اتلولي مډالونه تر لاسه کړي دي، په جلال آباد کې د امنيې قوماندان وو او وروستۍ دنده يې د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې د ژاندارمو پوليسو عمومي قومانداني وه، چې تر څنګ يې د مرحوم محمد ظاهر شاه ياور هم وو!
جنرال سيد عبدالغني وردګ د داود خان د کودتايي پلانونو سره موافق نه وو او د سردار داود خان لپاره د لارې خنډ ګڼل کېدلو، ځکه يې د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنګاښ د ۲۶ نېټې د کودتا په اړه مخکې له مخکې خپله اندېښنه له سردار ولي خان او يو شمېر نورو لوړپوړو خانداني چارواکو سره څرګنده کړې وه، چې د محمد زيو د کورنۍ مشرانو و نه غوښتل، چې جنرال سيد عبدالغني د سردار محمد داود خان د کودتا پلان شنډ کړي او مخ يې ونيسي، چې زموږ په کور کې د سردار ولي دغه خبره تل يادېږي: مواضب کار های خود باشید و در مسايل فاميلي ما مداخله نه کنيد! خو جنرال سيد عبدالغني ورته ويلي ول، چې: کودتا ستاسو د کورنۍ مسئله نه ده، مګر د ملت بربادي ده!
د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ نېټه کودتا وشوه، خو يواځينی جنرال چې مقاومت يې وکړ، د کور ور يې په راکټونو ووېشتل شو او په کوټو يې له هيلوکوپترو ډزونه وشول، هغه سيد عبدالغني خان وو، خو جنرال صيب تر پايه تسليم نه شو، مګر سهار اوه نېمې (۷:۳۰) بجې د سيمې د مشرانو په مرکو او غوښتنو له کوره ووت او بيا تر ۵ کلونو پورې د سردار محمد داود خان د دېمزنګ په محبس کې بندي وو، نو هغه مېړنی جنرال سيد عبدالغني وردګ وو، چې داود خان له وېرې حتی له بنديخانې هم نه شوی پرېښودلی! مګر د سرو له غوبل سره سم، دغه ملي شخصيت هم په ډېره نا مېړانه ووژل شو!
د هر انسان په ژوند کې داسې پېښې وي، چې يو چا ته د ژوند مسير تعينوي او يا يې د پټو او څرګندو احساساتو مشال ګرځي، نو زه هم د مرحوم جنرال سيد عبدالغني وردګ له نامه سره ليا په ماشومتوب کې آشنا وم او له نيژدې مې ليدلی وو او زما سره يې ډېره مينه درلوده، ځکه زه يې هم د تره د زوی او هم يې د خورزې زوی وم، نو تل به يې زما له بابا جنرال سيد محمد عمر سره يو ځای ويل، چې اولاد بادام دي، مګر لمسي مغز بادام وي!
د جنرال سيد عبدالغني نوم تل زموږ د مشرانو په خوله وو او ليا مخکې له دې، چې د داود خان کودتا رامنځ ته شي، نو د جنرال سيد عبدالغني نوم راته د ژوند مشال ښکارېدو او لکه ماشوم به تل په خپلو مشرانو نازېدم او ما ته به تل وياړ وو، چې دخپلو خپلوانو په اړه خبرې وکړم، چې نن هم د دغه څو کرښو په ليکلو مې د خپل ماشومتوب د خيالونو نړۍ د قلم په وينه او په خپله بالغه مينه څرګنده کوم!
د ۱۹۵۶ وروستۍ مياشتې وې، چې زما د کشر تره سيد عزيز احمد د واده مراسم ول او ورا يې د وردګو له سيد آباده کابل ته راوړه، نو له کوټې سنګي د ورا موټر د دهبوري په لور رهي کړ، په پيل کې زه پوه نه شوم، چې ولې داسې وشول، خو ورا په دهبوري کې ټول موټر د شهيد جنرال سيد عبدالغني د کور وره ته ودرېدل او زما تره له خپلې مېرمن سره د جنرال سيد عبدالغني وردګ د کور دروازې ته ورنېږدې شول، خو نورو خلکو ته دروازې ته د ورنيژدې کېدلو اجازه نه وه!
زما تره اوسنی جنرال سيد عزيز احمد له خپلې مېرمنې سره د دروازې مخې ته ودرېدل او جنرال صيب سيد عبدالغني تر دروازې ورته راښکته شوی وو، خو خپله دعا يې په دروازه کې وکړه، مګر هېچا ته اجازه نه وه، چې د دروازې له لخکه ورننوځي او جنرال هم د دې اجازه نه درلودله چې له دروازې بهر خپل سر ښکاره کړي، زه هغه مهال هېڅ پوه نه شوم، خو له ليرې مې د پېښې ننداره کوله!
هغه مهال د دروازې تر څنګ يو پيره دار عسکر، چې وسله يې په لاس کې وه، جنرال سيد عبدالغني ته يې په تعظيم سره اشاره وکړه، چې د مېلمونو لېدو ته يا راووځي او يا دې مېلمانه کور ته درشي، خو صرف د روغبړ او دعا اجازه يې درلوده! همداسې وشول، زما تره له جنرال سيد عبدالغني سره صرف څو دقيقې په دروازه کې ودرېدل او بيا ټول بيرته کوټه سنګي ته راغلو، مګر د واده مراسم ډېر غمجن ول، ځکه ټولو ويل، چې کودتا لېوني داود وکړه، مګر ناخوالې په جنرال سيد عبدالغني تېرېږي، چې وروسته له ۶ کاله بنديخانې ليا اوس هم نظر بند دی او هېڅوک حق نه لري، چې کورته يې ورشي او جنرال سيد عبدالغني حق نه لري، چې له کوره ووځي، عجيبه وختونه او څومره بې ځايه فکرونه!
د ۱۳۵۶ کال په وروستيو کې شبرغان ته آوازه راغله، چې سردار محمد داود خان جنرال صيب سيد عبدالغني ته له کوره د وتلو اجازه ورکړې. زموږ په کور کې جشن وو، ځکه زما دپلار تربور او زما د مور سکه ماما له بنده خلاص شوی وو. مرحوم سردار محمد داود خان د مستغني په وساتط جنرال سيد عبدالغني ته له بنده د خلاصون شرط اېښودلی وو، چې جنرال سيد عبدالغني وردګ به هېڅکله هم په سياسي فعاليتونو، مېلمستياوو او ليدو کتو لاس نه پورې کوي!
ليا کمه موده تېره نه وه، چې يو ماښام جنرال سيد عبدالغني وردګ زموږ کورته د شبرغان ښار ته راغی. لوړه بيېه، ښايسته څېره، ځلانده سترګې او ژوندۍ خندا يې زموږ د کور هر ګوټ روښانه کړ. ورځ ليا نه وه تېره، چې زموږ په کور کې يې اصلاحات پيل کړل. د کور پولې، پټي، مېلمستون، پياده خانې، شپول او نورې خوني لکه عسکري قشلې غوندې په نظم سره برابرې شوې، خو ما ته يې زموږ مېلمستون ته د کوچ اخيستلو پېښه ډېره په زړه پورې وه.
زما پلار ډاکټر سيد عبدالاحمد بلبل نوربابا له جنرال سيد عبدالغني سره د وروري اړيکې درلودې او جنرال صيب زما پلار ته وړانديز وکړ، چې په مېلمستون کې د توشکو او ځمکناستې دوره تېره ده، نو ژر شه او کوچونه واخله! زما پلار د شبرغان ښار ورته ياد کړ، چې دلته ته خو ليا تراوسه کوچونه بېخي په بازار کې هم نه شته، نو زه به يې چېرې اخلم او څوک به بيا پرې کېني!
سبا جنرال صيب سيد عبدالغني وردګ زموږ والګا موټر له ګراجه راوايستلو او زما يو دوه خپلوان او زه يې په موټر کې کېنولو او د مزار شريف د ښار په لوري روان شولو. د مزار شريف په لاره کې د قوایکار په نامه ترافيکي دروازه وه، چې حقالعبور ورکول کېدلو، چې له ۲۰ تر ۳۰ افغانيو وو. کله چې موټر د حقالعبور د ورکولو په موخه ودرېدلو، نو زما د ترور خاوند مرحوم انجينير سيد تور ګل آغا له موټره ښکته شو او د حقالعبور پيسې يې ورکړې!
موټر ليا له ترافيکي دروازې نه نه و تېر، چې يو ترافيک راغی او زموږ سره يې روغبړ وکړ. جنرال صيب سيد عبدالغني د موټر جلو ته ناست وو، نو د ترافيک له راتګ سره سم له موټره ښکته شو او له ترافيک سره يې روغبړ وکړ او ورته يې وويل، چې په سيل مزار شريف ته ځو! خو کله چې جنرال سيد عبدالغني بيرته موټر ته ختلو نو ترافيک ورته وويل، چې: بښنه غواړم! تاسو جنرال صيب غني خان نه ياست!
دغه مهال زما په زړه کې وهم پيدا شو! ځکه ما په خپلو ماشومانه سترګو پېښې کتلې او په وړوماغزو مې پېښې څېړلې! نو ما ته ترافيک، عسکر، پوليس او منصبدار په دريشي کې ټول يو ډول ول، چې د دولت خلک دي، ځکه خو ما ګومان وکړ، چې جنرال سيد عبدالغني خان لکه چې بيا نيسي او بندي کوي يې! اما له نېکه مرغه زما اټکل غلط وخوت.
جنرال صيب سيد عبدالغني مخ ورواړلو او ورته يې وويل، چې هو زه همغه جنرال سيد عبدالغني يم! ترافيک يې پر لاس ورټوپ کړ او ښکول يې کړ او بيا ورته په ګونډو شو او هڅه يې کوله پښې يې مچې کړي، خو جنرال سيد عبدالغني له اوږو ونيولو او په غېږ کې يې ټينګ کړ! هغه ترافيک ورته وويل، چې موږ تاسو په آسمانو کې لټولی، مګر دلته په دې سپېره خاوره کې مې ستاسو د تعظيم وياړ په برخه شو! تاسو خو زموږ د افغانستان د امنيتي ځواکونو، نظامي ځواکونو او په تېره د پولیسو او ترافيکو پلار ياست، اما حيف چې دغه ملک د خپلو مشرانو په قدر نه پوهېږي او موږ ته امر هم شوی وو، چې تاسو جنرال صيب د سفر اجازه نه لری او اوس له نېکه مرغه تاسو په تروکيستان کې او هغه هم په شبرغان کې وينم! قوماندان صيب زما سترګې روښانه شوې، نو اوس به هرو مرو زما په غريبانه جونګړه کې مېلمه کېږي!
جنرال صيب ورته وويل، چې دا يوه اونۍ کېږي، چې له نظر بنده خلاص شوی يم او اجازه نه لرم، چې له منصبدارانو سره مېلمه شم او یا ورسره ووينم! دلته هم زه د خپل ورور نوربابا کور ته راغلی يم! نوربابا زما پلار دی، چې په سيمه ييزو خلکو کې ډېر نفوذ لري او له برکته يې موږ ته هم خلک درنښت کوي، خو د پوليسو منصبدار هم جنرال صيب ته سلامي وکړه او موږ مخ پر مزار شريف رهي شولو او ټوله ورځ مو په مزار شريف کې تېره کړه، چې جنرال صيب موږ ته دوه جوړه کوچونه له مېزونو سره هم واخيستل! چې تر ډېره مودې پورې زموږ په کور کې ول، خو د افغانستان له ناخوالو سره زموږ کور هم ډۍ په ډۍ شو او هر څوک هر ځای ته کډوال شول!
په شبرغان کې د جنرال صيب سيد عبدالغني خان له مېلمستيا نه ليا کمه موده تېره شوې نه وه، چې د سرې غمېزې کودتا د ۱۳۵۷ د ثور مياشتې په ۷ نېټه رامنځ ته شوه. وروسته له دغه پېښې د جنرال صيب ترورزی استاد عبدالرب د کمونيستانو لخوا د ۱۳۵۷ د ثور په ۱۱ نېټه ووژل شو، چې مړی يې تر ننه ورک دی او زموږ د کورنۍ د غړيو پرلپسې ترور پيل شو، چې زموږ د کورنۍ مشران يو په بل پسې وژل کېدل، خو جنرال صيب سيد عبدالغني پوهېدو چې په هېواد کې غميزه روانه ده او د سرې غميزې په پيل کې له کوره چندانې نه وتلو او تل به يې هڅه کوله، چې په نامه يې زموږ نورو خپلوانو ته هم ګواښ رامنځ ته نه شي.
د ۱۳۵۷ لمريز کال د جوزا په ۱۱ نېټه د جنرال صيب د زوم محمد رحيم جنازه په شهدای صالحينو کې خاورو ته سپارل کېدله، چې جنرال صيب هم په جنازه کې حاضر وو، خو کله چې کور ته راستون شو، نو په کوريې د خلقي برېتورو چاپه ولګېدله او جنرال سيد عبدالغني يې له کوره و ايستلو او په نادرکه خوا يې بوتللو، چې ايله دا څو ورځې مخکې ما وکولی شوی، چې د سرو وينو په ليسټونو کې د سرې غميزې د جانيانو د قربانيو په نوملړ کې د شهيد سيد عبدالغني وردګ، د هغه د ورور انجينير سيد محمد نعيم وردګ او يو شمېر نورو خپلوانو نومونه وموندم او د خپل زړه دوک هم په دغه څو کرښو وباسم!
د دغه نوملړ په لوستلو مې د ډېرو مظلومو افغانانو کورنۍ تر سترګو تېرې شوې، د صبر او جنتونو دعاوي مې ورته وکړې، خو د جنرال صيب سيد عبدالغني وردګ د کورنۍ ناخوالې مې هم سترګو ته ودرېدلې، چې نه د سترګو په اوښکو مېنځل کېدلې او نه هم د زړه په وينو! ځکه خلقيانو د جنرال صيب په شهادت بسنه ونه کړه، نو د ظلم، دهشت او وحشت چاړه يې په ټوله کورنۍ ورتېره کړه!
د جنرال صيب يو زوی سيد محمد فاروق، چې د حربي پوهنتون د درييم ټولګي محصل وو، نو د اخواني، اشرار او اشراف په نامه يې له حربي پوهنتونه وايستلو، د مرګ له ګواښ سره سم ليا په ۱۳۵۸ کال کې هندوستان ته مهاجر شو او بيا آلمان ته لاړ، چې اوس په فرانکفورت کې ژوند کوي. د جنرال صيب دوه نور زامن سيد محمد طارق او سيد محمد اکبر دواړه له پوهنيزو مؤسسو بې برخې شول، چې سيد محمد اکبر اوس په آلمان کې او سيد محمد طارق په کاناډا کې مهاجر دي.
د جنرال صيب کورنۍ ته د خلقيانو په موده کې د جنرال سيد عبدالغني تقاعد هم نه ورکول کېدلو، د مړي او ژوندي مسئله يې ليا تر څو وروځو مخکې هم نا څرګنده وه او د ژوند په بهير کې يې اولاده له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول، چې ځينو يې بنديخانې هم تېرې کړې، خو له نېکه مرغه په بهرنيو ملکونو کې يې خپل د مهاجرت ژوندونه سره جوړ کړل، مګر يوې مېرمنې يې په جرمني کې په ځوان عمر مغزي سکته وکړه او په حق ورسېدله. دويمه مېرمن يې په کابل کې د ډاکټر د نشتوالي له کبله د حادې ناروغي په ترڅ کې په حق ورسېدله، نو د خلقيانو د يو انسان په وژلو هم لويه کورنۍ تباه شوه او هم يې د ملت يو خواخوږی شخصيت له منځه يووړ، ښه ويل شوي، مېړني دي چې يادېږي!
نن سبا په ډېرو رسنيو کې د خلقيانو د جنايتونو د دغه له وينو ډک لېست د نوملړ په اړه څرګندونې کېږي، چې ځينې بيا د خلکو احساساتو ته هېڅ پام هم نه کوي، نور ليا اوس هم خپلې سياسي ګټې ترې پورته کوي، نو يو شمېر يې د هالنډ د بينالمللي محکمې څارنوال ته ټينګتې کوي، چې د دغه لېست پر ځای دې د ژونديو غمه وخوري او يا دې په هالنډ کې د مهاجرينو ستونزې حل کړي، نو دغو وروڼو ته بايد ياده شي، چې هره پېښه خپل حل لري او د خلقيانو د جنايتونو افشا کول نه شي کېدلی د نورو پېښو د حللارې خنډ شي!
په هالنډ، ډنمارک، جرمني، بلجيم او يا په ټوله اروپا کې ډېر خلقيان، پرچميان، دعوتيان، جمعيتيان او اسلاميستان شته، چې لاسونه يې تر څنګلو د افغان ولس په وينو سره دي، نو بايد په خپله سزا ورسېږي، خو د هاګ د نړيوالې محکمې دغه ګام هم بايد وستايل شي، چې دغه نوملړ يې خپور کړی او د زرهاو انسانانو له وينو او اوښکو ډک انتظار ته يې د پای ټکی کېښود او په دې هيله چې د د نورو قربانيانو د نوملړ ليستونه هم پيدا او خپاره شي، چې خلک په دې پوه شي، چې خپلوان يې د هېواد د خپلواکي په لاره په شهادت رسېدلي دي!
د يادونې وړ ده، چې افغان ولس لکه د سترنج دانه لوبول کېږي، چې د پرديو د موخو لپاره لکه پياده کارول کېږي، روسيې غوښتل چې د هند تودو اوبو کې ولامبي، خو د افغان په ډاګ يې سرونه نسکور شول! امريکا د منځنۍ آسيا د تيلو لېونۍ ده، خو لکه چې په خپل چال کې يې جيوپولتيکه ستراتېژي هم له لاسه ورکړه، مګر په زړه پورې دا ده، چې هم د سره ميدان د وزلوبې اتلان او د مکې شريفې شنه طوطيان نه په مسکو کې او نه هم په مکې کې پاتې شول، مګر دواړو د لوېديز کاپېر اويا خونخوار امپرياليست په لمنه کې يا مهاجر شول او يا هم سره او شنه تيکنوکراتان!
افغانان بايد هڅه وکړي، چې په حقوقي برخه کې خپل ذهن او خپلې هڅې پياوړې کړي، چې د کمونيستي، جهادي، طالبي او ننني تيکنوکراتانو او پروني نظاريانو د ظلمونو د لړۍ مسؤلين پيدا کړې او د قانون منګولو ته يې وسپاري. په دې هيله چې د افغانستان ځوان نسل، چې د وروستيو ۳۵ کلونو د ناخوالو قرباني دي، د دې همت او وسه پيدا کړي، چې له يو او بل سره د پوهاوي، زغم او دوستي رښکۍ وغزوي او د افغانستان غميزې ته د پای ټکی کېږدي او د وروستيو څو لسيزو ټول جنګي مجرمين د هاګ محکمې ته وروسپاري، چې بيا په افغانستان کې د سرو غوبليانو او شنو طوطيانو د غميزې ناخوالې او بدمرغۍ پېښې نه شي او د خپلواک افغانستان بنسټونه په مسلکي پوهې پياوړي شي!
له بده مرغه نن سبا افغانستان بيا د نويمو کلونو د غوبل په درشل کې دی او ننني تېکنوکراتان او پروني نظاريان هم په افغان ولس ملنډې وهي! افغانان د طالب، القاعده او تروريست په نامه ځپل کېږي، چې قرباني یې بيا هم ځوان نسل او لوستي افغانان دي، ځکه نو افغان ځوانان او څانګپوه بايد افغانستان له ننني اداري فساده وژغوري او د راتلونکي ناورين مخنيوی وکړي، پرته له يوې ښې ادارې موږ نه شو کولی د افغانستان د آزادي هيلې په ريښتنې خپلواکي واړوو. په افغانستان کې بايد ټولې ښکېلې ډلې د ملي هدف لپاره، چې بنسټ يې ملي ارزښتونه دي خپلې هلې ځلې سره رامنسجمې کړي، پرته له دې به ځوان نسل او افغان ولس به بيا د يو څو سياسي نانځکو ا و د وحشت نڅاګرو د سياستونو، خيانتونو او جنايتونو قرباني وي!
په درنښت
هم سيدهم وردک داڅه معنی ؟
یاره دا خلقیان خوبیخی افغانان او بیا مسلمانان ندی مطلق کافر او قتل یی فرض عین دی د اد لیلن او گورباچوف بچیان اوس هم پدی حکومت کی کار کوی دا تول مردار کری داکا فران دی
یاره دا خلقیان خوبیخی مسلمانان ندی اوبیا افغانان ندی مطلق کافر او قتل یی فرض عین دی د اد لیلن او گورباچوف بچیان اوس هم پدی حکومت کی کار کوی دا تول مردار کری داکا فران دی
سلامونه او نېکې هيلې! د افغانستان د غمیزو ټول قربانيان دې خدای و بښي او د فردوس جنتونه دې يې خدای ور په نصيب کړي. يو چا د همت په نامه ليکلي چې هم وردګ او هم سيد، نو څه معنی! !
سيد د حضرت محمد «ص» اولاده ته منصوبه اصطلاح ده او مرحوم شهيد جنرال سيد عبدالغني د وردګ ولايت اوسېدونکی دی او په وردګو کې په لسهاوو نورو خېل، خټک او قومونه اوسېږي، چې سيدان يې هم يوه وړه برخه جوړوي، چې ستر افغان سيد جمال الدين افغان هم هم سيد وو او هم افغان، نو جنرال سيد عبدالغني هم هم سيد دی او هم وردګ او هم ستر افغان، سربېره پردې چې د دوی سم نوم د سرو وينو په لستونو کې هم (سيد عبدالغني ولد سيد عبدالوهاب ) راغلی دی، چې کېدی شي په دغه ليکنه کې ورسره د وردګ وروستاړی ليکل شوی وي، چې خلک يې سيمې ته پام وکړي او په وردګو کې يې خپلوان هم خبر شي.
!
وسلام
هرڅوک وایی چه زما دښوروا خوند ښه دی ، دیوه نفر په ویلو اوتوصیف څوک ښه سړی کیدای نسي ! بله خبره داده چه دنوموړي استدلال ډیر ضعیف معلومیږي دلیکني عنوان داګسا دلست په اړه دی ولي دنوموړي په لیکنه کي دهغه چا په باب دفامیلي اړیکو توضیحات دي چه هغه دده په قول دسردارداودخان لخوا بي محکمي وزندان ته اچول سوی ؤ . دالیکنه خپله ددي لست پر حقانیت سړی شکمن کوي . بایدپه خپلو لیکنو کي درشتیا والي واړخ ته زیاته توجه وسي . مننه
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
ښاغلی عبدالرشيد چې کېدلی شي يو زوړ خلقی وي او د سرو توتکو پلوی وي، چې په هالنډ کې د خپاره شوي ليست په برخه کې يې هم د خلقيانو په ننګه تبصره ليکلې وه او نن يې د دغه ليکنې په اړه هم يو هوايي نظر ورکړی دی. دغه شخص د ليکنې د تاريخونو په سلسه هم سم نه دی پوه شوی، نو د ده تبصره به څه وي او يا دا چې د خپلو مشرانو په پل يې ګام اېښې، چې هره پېښه د خپلو ګټو لپاره وکاروی، چې خپلې انفلاسي موخې ته ورسېږي!.
په ليکنه کې واضح راغلي، چې د ۱۳۵۲ کال کودتا سره د مقاومت په اړه شهيد سيد عبدالغني د سردار داود خان په واکمني کې په دېمزنګ کې سياسي بندي وو او په ۱۳۵۶ لمريز کال کې له بنده خلاص شوی دی او ستاسو خلقيانو له سرو وينو ډکه کودتا د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويانو له غوبل سره د ثور په ۷ نېټه رامنځ ته شوه، چې د سرې غميزې پيل مو د پروني بريدمن او ننني په ناروې کې مهاجر جنجال امام الدين په جنايت يعنې د سردار محمد داود خان د ۷۳ تنو د کورنيو غړيو او دولتي چارواکو په نامېړانه وژنه پيل کړه او خپل تور مخو د افغان ولس ته وښودلو!
هغه مهال يعنې د خلقيانو د غويي له غوبله ليا مخکې مرحوم شهيد سيد عبدالغني ليا په ۱۳۵۶ لمريز کال کې د سردار داود خان له سياسي بنده خلاص شو وی او په خپل کور کې اوسېدلو، مګر غوبليانو وروسته د هغه د زوم جګړن محمد رحيم له شهادته د ۱۳۵۸ لمزيز کال د جوزا په ۱۱ نېټه وروسته د جنازې له مراسمو ونيولو او بيا يې په ډېره نامېړانه او بې غيرتي په پوليګونونو کې د نورو لسهاو زرو انسانانو تر څنګ په قتل ورسولو!
د تره کي ډله، د امين ډله او کارمل ډله چې له اورپايي هستو په خپلو وړو مغزونو او وړو خولو لويې خبرې کوي او د مهاجرت ژوند يې هم له زلت سره مل دی، نودې ته دې منتظر وي، چې هلته به هم ښه ورځ و نه ويني، لکه يو شمېر غوندې به بنديخانو ته واچول شي او اوس يې هم يو شمېر ليا په لسهاوو کلونو لاځوابه په کمپونو کې وراسته شول، ځکه په افغانستان کې شکر الحمد لله ځای نه لري، چې د افغانستان له پولې ورواوړي، نوسمدلاسه بيرته د تېښتې په لټه شي او یا به بيآ د استخباراتي کړيو په مټه په افغانستان کې لکه بګېل مړز غومبور وهي، خو په راتلونکو کې به هم له وېرې موږک غارونه لټوي! نو ښاغلی عبدالرشيد خانه! هر څه به ورو ورو په خپل ځای ځاي پر ځای شي، نو وار مه خطا کوه!
د صديق فرهنګ د کتاب پر بنسټ ستاسو خلقيانو په لومړيو ۲ کلونو کې تر ۲۰۰۰۰ انسانان پرته له محکمې وژل شوي دي او په کونړونو او نورو سيمو کې مو ليا څو کلی بشپړ له منځه وړي دي، چې حتی مړي به مو هم لکه ستاسو د مشرانو مړيو غوندې د افغان ولس ځمکه په کراره پرېنږدي، ځکه مخ مو ملت ته تور دی او د سپينولو لپاره يې بيا هېڅ هم نه لری، نو ښه ويل شوی، چې په مرداري کې هر څومره لرګی وهي، نو همغومره يې بوی سيمه په سر اخلي!!
د يو پرمختللي، هوسا او خپلواک افغانستان په هيله
معه سلامو کم الاهلول مسلمين
ملا ميوند آخوند
اسلم اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
درنو لوستونکو دا ليکنه هم ولولی، په دې هيله چې ستړي نه شی، مګر دا موضوع هم د کمونيستانو جنايتونو ته نغوته کو!
قاتلان باید محاکمه شي/ منتظر
Sunday, 22.09.2013, 04:51pm (GMT)
د افغانستان د وروستیو لسیزو تاریخ دغم او ویر ډېرې پېښې په ځان کې نغښتې چې راتلونکی نسل ته به ډېر دردونکې او عجیبې وې، لکه موږ چې په خپل پخواني تاریخ کې دچنګېزدیرغل او په هغه وخت کې دخپل هیواد د خلکو حالت تصور کړو نو اوسنی تاریخ مو هم له هغه څخه بدتر دی. که چېرې خپل هغه یونیم میلیون بېګنا ه هېوادوال چې څه یې په زندانونو او څه یې په کورونو او کلیو کې شهیدان شوي، که چېرې خپل پنځه میلیونه مهاجر هیوادوال چې په زور له خپل ټاټوبي نه ایستلو ته اړشوي وو ، او په لکونو خپل معیوب او ټپي وروڼه اوخویندې راپه یاد کړو نو وینو چې ټول دهغو کمونستانو دیوې لوبې او کړنې دپایلې له کبله رامنځته شوي چې دغوایي دمیاشتې په اوومه یې دافغانستان کرار او مخ پروده حالت ته د بدلون تر څنګ دغمونو ټغر پرهېواد خور کړ.
په هغه لست کې چې په دې وروستیو کې دهالندهیواد له خوا خپور شوی او په کابل کې د ۸ صبح ورځپاڼې خپور کړی دهربااحساسه انسان په اندام لړزه راولی ، کمونستی جنایت کونکو په هیچا رحم نه دی کړی او په تېره بیا زموږ روښانفکره ، پوه او په زده کړو سمبال ډېری کسان یې ترخاور لاندې کړي. په دې لست کې چې خپور شوی داخواني ، اشرار ، انقلاب ضد، افغان ملت، شعله یی ، اشرافي او نورو نومونو نه علاوه دمجددی ترنامه لاندې هم چې یو توکم دی زموږ هیوادوال شهید کړای شوي دي. ملاامامان ، ددولت کارکونکی، ځوانان ، نوی ځلمیان، ښځې ،بزګران ، ښوونکي او ګڼ نور دداسې دندو درلودونکي کسان وژل شوي چې دتحقیق او جرم څرک یې هم نه لږېږي. ددغه پنځه زره کسیز لست خپرېدل دهغوی دجنایتونو یوه کوچنی برخه ده ځکه هغوی په لکونو کسان په خپلو زندانونو کې شکنجه کړي او وژلي یې دي .
شنونکي وایی که چېرې له کمونستانو سره دهغوی دجنایتونو حساب کتاب شوی وای نو دانورې بدمرغۍ به نه وې تکرار شوې دغه کمونستی جنایتکاران اوس هم آزاد ګرځی چې افغان ولس یې د اشرار اخوانی او مسلمان په نامه وژلی ، خلک غواړي چې ددې جنایتونو عاملین باید رسوا شي او که هغه په هرځای او هرې څوکۍ کې وي باید محاکمې ته راوکاږل شي. نور دبښنې وخت تېر شوی که غواړو چې نور جنایتونه کم کړو او په خپل سروژنې کمې کړو نو لازمه ده چې دجنایت کارانو محاکمه سرته ورسوو.
یوشمېر کارپوهان دانظر هم لري چې ښایی په اوسنی وخت کې دغه لست ددې لپاره خپور شوی وي چې له اوسنیو جنایتونو نه دافغانانو ذهن بلې خواته متوجه شي خوحقیقت دادی چې په افغانستان کې دټولو شوو جنایتونو او بدمرغیو پیل هماغه دثور کودتا او عاملین یې دي او تراوسه پورې چې کوم درد افغانانو ته رسېږي خلقیان او پرچمیان یې عاملین د ي او باید ددغو جنایتونو عاملین هیر نه کړو په دقیقه توګه له کمونستی واکمنۍ وروسته هم چې کوم جنایتونه سرته رسېدلي په هغو کې هم دپرونیو جنایت کارانو لاس بیخی څرګندیږي . چې باید محاکمه او ولس ته یې څېرې رسوا شي.
که چېرې د روسانو یرغل ته نظرواچوو چې اووه کاله یې زموږ پرخلکو چپه مېچنې وچلولې نو هغه هم د همدغو دثور داوومی دعاملینو دکړنو اوبلنو پایله وه چې زموږ پرخلکو یې تحمیل کړه او که چېرې هم د خپلو خلکو په تېره بیا دکابل دخلکو ماتمونه د مجاهدینو له بری نه وروسته راپه یاد کړو نو اصلی سرچینه یی بیا هم په همغه کمونستانو او دغوایی داوومې نېټې په عاملینو کې وینو چې د پردی عقېدې په خپلولو سره یې خپله لږ ګټه زموږ د خلکو او هېواد په غټ تاوان کې لیدله.
لنډه داچې که کمونست پلوه خلقي او پرچمي ډلو په افغانستان کې کودتاه نه وای کړې دافغانستان قانوني جمهوررییس یې نه وای شهید کړی یا وروسته له واک نه یې خپله کمونستی مفکوره پرخلکو نه وای تپلې او دخلکو په وژلو ، زنداني کولو او ځورولو یې لاس نه وای پورې کړی نو کله به هم دغه د وروستیو کلونو غمیزې دافغانستان پرخلکو نه وای راغلې.
که دوی هرڅومره ځان سپېڅلي وبولي او دخپل بام واوری په نورو ورواچوي خو د تاریخ پاڼې به دروغ ونه مني او حقیقت به ضرور څرګندیږي.
په دې هیله چې نور دافغان ولس وګړي دپردیو عقېدې په خپلو لو سره پرځان او زموږ دهېواد په خلکو هغه څه ونه تپي چې دوی ته دمختوروالی او ابدی بدنامی او عذاب او نوروته دستونزو او غمونولامل شي. دغه راز په دې هیله یو هغه شمېر کسان چې لاسونه یې زموږ دملت په وینو سره دي او په هکله یې کره اسناد موجود دي نو ضرور دې محاکمه کړای شي، ترڅو په راتلونکی کې دجنایتونو مخه ونیول شي ، دولت باید دهغو افرادو دحقوقو پوښتنه وکړي چې بې ګناه نیول شوی زورل شوي او بیا شهیدان شوي. داسمه ده کله چې مجاهدین بریالی شول نو عمومی عفوه یې اعلان کړه خوداعفوه ددې مانا نه لري چې له هغه سره دخدای امر ترپښو لاندې شي. هغه عفوه دهمغه وخت ددولت مامورینو، کارکوونکواو دفاعی او امنیتي برخو کارکوونکو ته وه ترڅو دبې ځایه وژنو او انارشی مخه ونیول شي او هرڅوک دخپلې شخصې دښمنۍ لپاره خلک ونه وژنی او هم له سیستم سره نوره جګړه ختمه وه. اوس نو هغه وخت راغلی چې ټول جنایت کاران په تېره بیا دکمونستانو دوخت جنایت کاران چې زموږ هیوادوال یې بې ګناه وژلي او پرته له اسنادویې په هغوی دمرګ حکم کړی دخپلو عملونو سزا ووینی او که داسې ونه شي نو خدایی عدالت به ترپښو لاندې شی او زمو دشهیدانو ارواوې به نارامې شي.
د يو خپلواک افغانستان په هيلې
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته
Khalqis and Purchamis are responsible for the primary cause of Afghan Misery and others for the secondary mess in Afghanistan…..
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
د ولسې جرګې د غړو د څرګندونو هر کلی کوم او تاسو د پزواک دغه راپور هم ولولی!
23.09.2013
د بې ګناه افغانانو پر قاتلانو دې انتقالي عدالت پلى شي
د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، دولت بايد د هغو پنځو زرو تنو قاتلانو ته سزا ورکړي، چې په افغانستان کې د کمونيستي رژيم له خوا وژل شوي او نوملړ يې تېره اونۍ خپور شوى دى.
ياد نوملړ تېره چهارشنبې د هالنډ د لويې څارنوالۍ له خوا خپور شو.
د راپور له مخې، ياد پنځه زره تنه په افغانستان کې د شوروي پلوه “خلق ګوند” د واکمنۍ پر مهال په ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونو کې نيول شوي او بيا وژل شوي دي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د غزني استازي عبدالباقي بريال وويل، چې خلقيانو او پرچميانو د خپل حکومت په دوره کې ډېر بې ګناه افغانان په ظالمانه ډول وژلي دي.
هغه زياته کړه: ((کمونيستانو د افغانستان روشنفکران، ديني عالمان، مخور، سپين ږيري او نور عام خلک په قتل رسولي دي.))
بريال له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې “انتقالي عدالت” پلى کړي او له مخې يې ټول هغه کسان، چې بې ګناه خلک يې وژلي، د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
دى وايي، چې هغه مهال ډېر کسان د اګسا له خوا وژل شوي او د دې ادارې د هغه مهال مسوولين بايد اعدام شي.
په ياده جرګه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم وايي، چې خلقيانو او پرچميانو د اشرار، اخواني او په نورو نومونو بې ګناه کسان وژلي دي.
افغانمل زياته کړه: ((دغو ظالمانو ته نه د جهاد رهبرانو او ټيکه دارانو او نه هم اوسني حکومت څه وويل.))
هغه وايي، چې د کمونستانو د رژيم ډېرى واکمنان اوس هم په بېلابېلو وزارتونو، سفارتونو او د دولت په نورو لوړو پوستونو کې پر دندو بوخت دي، خو هېڅ غبرګون يې پر وړاندې نه ښودل کېږي.
افغانمل زياته کړه: ((په هر قوم، هرې ژبې او هر سمت پورې چې تړلې وي قاتل، قاتل دى، حکومت يې بايد پر وړاندې جدي ګام پورته کړي او دقيقه محاسبه ورسره وکړي.))
ده دا هم وويل، چې د څرخي پله سيمې پوليګون ته بايد د شهيدانو د ډګر نوم ورکړل شي، ځکه چې د خلق ګوند د واکمنۍ پر مهال هلته ډېر افغانان وژل شوي دي.
د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ټينګار کاوه، چې حکومت بايد د کمونيستانو د واکمنۍ پر مهال د وژل شوو افغانانو قاتلينو ته سزا ورکړي.
خو په ياده جرګه کې د فراه استازې بليقس روشن بيا وايي، چې يواځې کمونستان نه، بلکې ټول هغه کسان بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي، چې په تېرو جګړو کې يې بې ګناه خلک وژلي دي.
هغې زياته کړه: ((هېڅوک بايد ونه بښل شي که هغه مجاهدين وي که هغه طالبان وي او که هغه کمونيستان وي، چا چې بېګناه خلک وژلي وي، د خپلو اعمالو سزا بايد ورکړل شي.))
روشن له حکومت څخه غوښته کړه، چې د افغانانو ټول قاتلين بايد ملي او نړيوالو محکمو ته معرفي شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د روسانو د يرغل په پر مهال ډېر شمېر بېګناه افغانان ووژل شول.
هغه زياته کړه: ((خو موږ بايد د خپلو مجاهدينو لار تعقيب کړو او پر هغو کسانو لعنت ووايو، چې بې ګناه افغانان يې وژلي دي.))
ده هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال د وژل شوو افغانان قاتلين پيدا او هر څه ژر يې محاکمه کړي.
تېره ورځ د بشري حقونو کمېسيون مشرې سيما سمر د کمونيستي رژيم له لوري د پنځو زرو قربانيانو د نوملړ پر وړاندې د دولت پر چوپتيا نيوکه کړې وه.
پژواک آژانس
معه سلاموکم الاهلول عدالت
ملا ميوند آخوند
دحق اوازادی دلاری ټولو شهیدانو روح دشاد اوخدای پاک ددوی ته جنتونه نصیب کړی
په رشتیا هم ځمکه هغه سوڅی چی اور پری بلیژی اوس په هغه فامیلونو باندی به سه تیریژی چی دخپل فامیل عضوه یی له لاسه ورکړی خو پدی لستونو تا ویل او ماویل باندی هیڅ لاس ته نه راڅی اوددی شهادتونو لړی لا هم روانه ده اوهمداسی دوام لری راڅی چی ددی ملت اینده نسلونه هم په نظر کی ونیسو اودافغانستان دابادولو لپاره داسی اګاهانه هلی څلی وکړو اوبیا دهیچا په کمک متکی نشو اوخپله مټی راونغاړو اوددی ملت دخلاصون لپاره هلی ځلی وکړو ترڅو دامظلوم ملت له دی ګرداب نه راوباسو
ددی مظلوم ملت لپاره نوری داسی دسیسی جوړی دی او په لار اچول شوی چی دمونژ اوتاسو سر نه پری خلاصیزی دپردی تر شاډیر شوم پلانونه روان دی اوډیر دامونه ایشودل شوی چی یویو یی نظر پ وخت اوزمان سره عملی کیژی چی یویی له هغی جملی نه د اسماعیله ډلی لپاره ددوهم اسرایل جوړول چی دامضون تاسو دتاند په ورځپاڼه کی لوستلی شی فلهذا دخدای په خاطر اوددی کونډو اورنډو په خاطرنور لژ راویښ شی اوداخوبونه قوم پرستی سمت پرستی اولسان پرستی پریزدی ازبرای خدا نوربه دملت ترڅوپوری دربدره اوسر به خاکه وی یوڅو کسان دی چی خپلی مزی اوچړچی کوی نور ملت ډیر کړیژی اوسوځیژی
په اخر کی می جهادی مشرانو ته خواست دی چی خپله اسلامی او افغانی وظیفه مو ددی مظلوم ملت په وړاندی په درسته توګه اجرا کړی که نه دقیامت په ورځ به ددی ملت لاس اودتاسی ګریبان وی
په درنښت
عبدالهادی صاحبزاده
دافغانستان دمظلوم او کړیدلی ملت دتوجه وړ
یوخبره چی ماته کله کله رایادیژی او زه ورباندی ډیر چورت وهمه چی هرکال ولی دمجاهدینو دازادی جشن یا له انګریزانو نه دازادی جشن نه لمانڅل کیژی او بیا وایم چی ددی څه وجه ده اودما لپاره ډیر سوالونه خلق کیژی چی دلویی جرګی لپاره هومره مصارف کیدی شی اودهغه لپاره امنیت نیول کیدای شی مګر دازادی جشن چی څومره ککری ددی ملک دازادی لپاره ترخاورو لاندی شوی دهغوی لپاره دایوه ورڅ هم نشی لمانڅل کیدلای ددی لپاره چی زمونژاحساسات مړه شی اواینده نسل مو تاریخ نه خبر نشی دبل سوال جواب خو داده چی له هغه چانه چی زمونژ نیکونو ازادی اخستی او جنګ یی ورسره کړی دهغو بچیان دااوس هم همدلته موجود دی اومونژ دیته خوشحال یاستو یا دمونژ مشران دی ته خوشحال دی چی پلانی ملک له مونژ سره دومره کمک وکړ بلکی داکمک ندی دا زهر قاتل دی ددی کمکونو به مونژ دومره دروند قیمت دوی ته ورکوو چی څو کاله وروسته له خیره که ژوند وه نو بیا به تاسو ای د افغان ویده ملته ددی نتیجه وګوری چی دا څنګه قیمت وه چی ډیری نښانی یی دااوس هم مونژ اوتاسوپه سترګو باندی ګورو
چی په ډیری مسایلو کی زموژ حاکمان ډیری مسایلو دحل اختیارات نلری چی ډیری بیلګی یی مونژ اوتاسو په سترګو ګورو
اوس ددی لپاره دحل لاری څه دی اودهغو لپاره هلی ځلی پکار دی
چی لمړی یوه کلک وحدت ته اشد ضرورت دی چی پدی مورد کی سیاسی اوعلمی پوهه دخپل ویاړلی تاریخ په وړاندی دملت ته ورکړل شی اودوی په دی باندی پوه کړل شی چی څوک زمونژ دوستان آوڅوک زمونژ دشمنان دی
بل خلکو ته دا روحیه ورکول شی چی وروره ترڅو به مونژ ددنیا کمکونو ته سترګی په لاریاستو مونژ باید دومره خپل ځان غښتلی کړو چی مونژ له خلکو سره کمک وکړ مونژ له چا نه کم یاستو
په درنښت
عبدالهادی صاحبزاده