د موقت او سرپرست حکومت ډنډورچیان له عمران خان سره یو ځای ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې رامنځ ته شي او قسم یې کړی دی چې تر هغو به د سرپرست حکومت لپاره کار کوي چې تر څو یو ګډوډي رامنځ ته نه کړي.
تازه یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو اعلامیه خپره کړې چې د سرپرست حکومت په رامنځ ته کیدو یې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې که سرپرست حکومت رامنځ ته نه شي، نو ګډوډي به رامنځ ته شي او د دې ګډوډۍ مسوولیت به د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني په غاړه وي.
زه نه پوهیږم چې دوی ولې سرپرست حکومت ډول ته څنې اچوي او دا خبره له خولې نه غورځوي، خو یوه خبره ډاګیزه ده چې له سرپرست حکومت سره ولس مخالف دی او دا ډنډوره د افغان دښمنه هېوادونو ده چې په دې سره یو ځل بیا د واک تشه رامنځ ته کړي.
یوه بله خبره دا هم کیدای شي چې دا ټيمونه په ټاکنو کې په خپل بریالیتوب باور نه لري او له دې لارې هڅه کوي چې پر حکومت فشار راوړي او خلک یې پرضد راپورته کړي، خو له نیکه مرغه چې خلکو د لنډمهالي او سرپرستو حکومتونو پایلې لیدلي او هیڅ نه غواړي چې بیا تیرې تجربې تکرار کړی.
د قانون له مخې سترې محکمې پریکړه کړې چې اوسنی حکومت به د بل حکومت او بل ولسمشر تر راتلو پورې کارونو ته دوام ورکړي، او کارونه یې قانوني دي.
د سترې محکمې پریکړه د افغان ولس له هرکلي سره مخ ده او نه غواړي چې سرپرست حکومت رامنځ ته شي، هغه حکومت چې پاکستان یې هم غواړي او دې فرصت ته په تمه دی چې د واک په تشې سره ګډوډي رامنځ ته شي.
د ولس غوښتنه دا ده چې همدا حکومت دې تر ټاکنو او بل ولسمشر تر ټاکلو پورې کار ته دوام ورکړي او موقت او سرپرست حکومتونه افغانستان کې نتیجه نه ورکوي.
لویه مشورتي جرګه کې هم د موقت او سرپرست حکومت په جوړیدو مخالفت ښودل شوی او د اوسني حکومت دوام یې تر ټاکنو پورې د ټولو په خیر بللی دی.
خو له دې ټولو سره ځینې ډلې په سرپرست حکومت ټینګار لري او په دې سره غواړي چې خلکو ته اوسنی حکومت دیکتاتوري او ناقانونه معرفي کړي، خو خلک د سرپرست حکومت د غوښتونکو ډنډورچیانو په نیت پوه شوي او په دې تړاو د سترې محکمې له پریکړې ملاتړ کوي.
اوس افغانستان په داسې وضعیت کې نه دی چې سرپرست او موقت حکومتونه دې پکې رامنځ ته شي، بلکې د حکومت وضعیت داسې دی چې باید د همدې حکومت تر واک لاندې دي تاکنې وشي او ولسمشر دې وټاکل شي.
حکومت په کمېسیونونو کار نه لري، کمېسیونونو لپاره کمشنران د تاکنیزو ټیمونو له لوري وټاکل شول او حکومت پکې بې طرفه یوه رایه کارولي ده او کمېسیونونه خپلواک دي چې څه ډول ټاکنې کوي.
کاندیدان
زمونږ غلو ته خو تل دا کاندیدان ښه دي
نور ملت ته ښه معلوم چې واړه خره دي
د عیان بیان صفت حاجت نه شته
دا همه خس او خاشاک د تناره دی
نه یې شرم نه حیا له خلکه کیږی
دا نړۍ ورته حیرانه ده چې څه دي
ما د وحش رحم لیدلی، دوئ کې نه شته
دوئ ته ګورم چې په وینو مو ماړ دي
په پخه تیږه خو پچې در نه ښې دي
خوغني زمونږ ملت ته لکه سره دي
د عامه ملت له سترګو که ځان ګوري
قصاباندي چې په وینو یې لاس سره دي
دوئ ته ښکاري چې تر مخ یې نور ځلیږي
زه چې ګورم تور مخونه یې سکاره دي
د عادل الله له عدله او انصافه
داسې خلک بې دوزخ لایق د څه دي
د مسلم ملت په قتل او په قتال کې
تاریخونه یې زمونږ خلکو پراته دي
بی قلمه مې زور نه شته ګنې مابه
ورښودلی وای چېغله دي بل څه نه دي