تاند- د سرپل امنیه قومندان نورحبیب ګلبهاري ادعا ړوکړه چې افغان امنیتي ځواکونو د ځانمرګو بریدونو لپاره یې د ۱۳ ماشومانو او زلمکیو د قاچاق کېدو مخه نیولې ده.
قومندان کلبهاري پرون /یکشنبه/ رسنیو ته وویل چې قاچاقبرو غوښتل چې دا ماشومان د تروریستي او ځانمرګو بریدونو د روزنې لپاره پاکستان ته یوسي خو امنیتي ځواکونو موضوع کشف او ماشومان په پروان ولایت کې وژغورل.
د سرپل ولایت امنیه قومندان همداراز وویل چې افغان پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د ۷ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومان په داسي حال کې ونیول چې د قاچاقبرو له لوري د تروریستي روزنو لپاره پاکستان ته وړل کېدل.
د ده په وینا قاچاقبرو دا ماشومان د دې لپاره پاکستان ته وړل چې هلته د ځانمرګو بریدونو روزنې ورکړي او بیا یې د تروریستي بریدونو لپاره افغانستان ته راولېږي.
ده دا هم وویل چې پولیسو له ماشومانو سره یې څو تنه قاچاقبر هم نیولي دي
داسې قاچاقبر باید اعدام شي ، ترڅو د نورو مخه ونیول شي